د ولسمشر اخلاص او د ځینو خلکو عقدې

په دې کې شک نشته چې د ولسمشر په صداقت او ایماندارۍ چې له دې وطن سره یې لري، زیات خلک قانع وي، خو په دې کې هم شک نشته چې ځینې عقدیان د عقدې له مخې د ولسمشر هر دریځ او هره پریکړه ننګوي او له منفي اړخه ورته ګوري.

له ټاپي پروژې رانیوې بیا تر وړو ـ وړو اقداماتو چې ولسمشر یې د دې وطن د ښیرازۍ لپاره کوي، ځینې هغه کسان به یې پروړاندې منفي لیدلوري لري چې په یو څه نه یو څه یې له حکومت سره عقده اخیستې ده.

په دې کې هم شک نشته چې د دې ډول خلکو له منفي تبلیغاتو وسله والې ډلې او بهرني استخبارات ګټه اخلي او هغه هدف چې وسله والې مخالفې ډلې او بهرني استخبارات پرې پيسې ورکوي، عقدیان ورته مفته دستګاوې پيدا شوي چې هر کله د هغوی د زړه خبره (د حکومت مخالفت) کوي.

په ولسواکه نظامونو کې دا یو اصل دی چې اپوزسیون لري او د بیان ازادي پکې ښه پریمانه وي، خو په افغانستان کې بیا ځینو له ولسوالۍ اړولې او د بیان له ازادۍ داسې ناسمه ګټنه کوي چې ته به وایي، دا ټول نظام په یو یا دوه کسانو ولاړ دی.

د ولسمشر غني شپه او ورځ نه ده مالومه، یوه ورځ په تاجکستان کې او د شپې په ارګ کې په یوه مهمه او اړینه جلسه کې چې د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره جوړه شوي وي، خپلو مامورینو ته لازمې لارښوونې کوي.

یوه شپه په ترکیه کې په سبا ورځ په یوه لویه غونډه کې وینا کوي، په داسې حال کې چې د سفر ستړیا یې سترګو کې ښکاري، خو دا سپین ږیری ولسمشر د دې وطن د ابادۍ او د راتلونکي نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره شپه او ورځ کار کوي.

ځینې کسان دا هم مبالغه یادوي چې ګنې ولسمشر له شپاړس ـ اتلس ساعتونو پورې کار کوي، دا خبره رښتیا ده او هغه څوک چې ارګ کې ورسره دي، ښه ورته مالومه ده چې ولسمشر کوم وخت دفتر ته راځي او کوم وخت یې کار خلاصیږي.

ولسمشر له تقسیم اوقات ور هاخوا چې تنظیم کړی یې وي، له مشرانو، دیني علماوو، سیاسیونو او جهادي رهبرانو سره ګوري او لازمې مشورې ورسره کوي او هغوی د نظام او حکومت ملاتړ ته هڅوي او په دې برخه کې هر یو ته بیل بیل قناعت ورکوي.

زما یو ملګری په ټاپي پروژه کې دی چې د دې پروژې د ډیزاین او کارونو راپور برابروي، هغه قسم وکړ چې ولسمشر یې هره اوونۍ راپور په خپله ګوري چې د ټاپي پروژه کې څه پرمختګ شوی او کومې ننګونې دي چې د ټاپې پروژې پروړاندې خنډ پیدا کولی شي.

ولسمشر له دې ور هاخوا هره شپه د سراعلی قومندان په صفت امنیتي راپور اخلي او د ټول هېواد له وضعیت ځان خبروي، د دې تر څنګ ناکاره دښمن هم زیات مصروف کړی چې کله په هدیره او کله په روغتونونو ګرځي.

د دې هېواد د دې ټولو ناخوالو سره چې بهرني استخبارات هم پکې شامل دي، ولسمشر کورنیو سیاسیونو سخت مصروف کړی او لاس یې سره یو کړی دی چې له مافیايي بانډونو سره تړلي له دندو لیرې نه شي او یا ورته نور خطر پېښ نه شي چې ممنوع الخروج اعلان نه شي.

نو له دې ټولو سره ولسمشر د یو پرمختللي افغانستان په لټه کې دی چې څنګه کیدای شي له نورو هېوادونو سره یې سیال کړي او له دې بدبختیو یې وژغوري چې کلونه یې افغانان قرباني ورکوي.

خو یوه ډله سیاسیون او عقده یان چې په یو او بل څه د شخصي غوښتنو په اساس له حکومت خفه شوي د ولسمشر هر اقدام نقد کوي او وضعیت ته نه ګوري چې افغانستان یو داسې حساس پړاو څخه تیریدونکی دی چې کورنۍ او بهرنۍ دښمن دواړه ورته یو ځای شوي دي.

د ولسمشر لوړه حوصله بیا هم د ستایلو ده چې له دې هر څه سره ـ سره بیا هم کار کوي چې ننګونو ته تسلیم نه شي او مخ پروړاندې لاړ شي، ځکه ولسمشر غني باور لري چې که په پنځه کلنه دوره کې یې کارونه نتیجه ور نه کړي، نو د راتلونکي لپاره خو به یو ښه بنسټ کیږدي.

که چرته د همدې ولسمشر په ملاتړ سیاسیون او عوام یو لاس شوی وای، لیدلی به مو وای چې په دې پنځو کلونو کې څومره پرمختګ کیده او هغه غله به ټول رسوا او زندانونو کې وای چې نن د ولسمشر په مقابل کې ولاړ دي او د حکومت پښې وهي.