پر پاکستان باندې د امریکايي بې پیلوټه طیارو له لوري خو به هر وخت بمبارۍ تر سره کیدې او بار بار یې مرګ ژوبله هم درلوده، مګر د ډونالډ ټرمپ دا خبره په څه مانا چې دوي خپلو قومندانانو ته امر کړی چې هر ځای کې ترهګر وي باید وځپل شي او آن کې په پاکستان کې هم وي؟
دا خبره د لمر په شان روښانه ده چې، دا د پاکستان لپاره سور څراغ دی او دا مانا چې که چیرته پاکستان د امریکا د ستراتیژي مطابق چلند ونکړي دوي به په پاکستان کې نظامي حظور پیدا کړي او په دې هیواد کې به د امریکا پوځ عملیات ترسره کوي چې بیا به د پاکستان نړیوال باور او حیثیت تر پښو لاندې شي.
اصل کې خو د دوي حیثیت لا د پخوا تر پښو لاندې شوی، کله چې په ابټ اباد کې د اسامه بن لادن پر وړاندې دوي په پاکستان کې عملیات وکړل، یا لکه د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو مشر چې یې له بې پیلوټه څخه په نښه کړ، مګر دا ځل به حالت تر دې راورسیږي چې امریکايې پوځ لکه څنګه چې په افغانستان کې هر ځای تلئ شي او عملیات ترسره کوي، داسې به نور په پاکستان کې هم په ښکاره لاسوهنه تر سره کوي.
په نړیواله سطحه ددې تاوان به پاکستان ته څه وي؟
پاکستان که څه هم اټمي ځواک درلودونکی هیواد دی، او د امریکا مخالفین ښه اړیکه ورسره لري چې ښه بېلګه یې چین یادولای شو او لږ څه روسیه، دوي دواړه ته به یې څه چې نړۍ ته به یې ځواک، قوت، ازادي تر پوښتنې لاندې راشي او په تیره هند چې د پاکستان پخوانی ستر دښمن یادیږي دا به بیا ډیره ورته اسانه وي چې پر پاکستان خپل ټول شرطونه او غوښتنې ومني او دا هیواد وځپي.
زه ځکه داخبره کوم چې کله هم ټرمپ په افغانستان کې د نورو هیوادونو زیاته مرسته غوښته لومړی یې هند یاد کړ، او له هند څخه یې د زیاتې مرستې غوښتنه کړې وه، نو کله چې هم امریکا په پاکستان کې نظامي عملیات کوي او ورداخلیږي عین دا مانا لکه چې هند ورداخل شوی وي، ځکه اوس د امریکا او هند نظر یو شان دی، زه یې یوه بېلګه وایم په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه د هند ولسمشر یې په اړوند ویلي چې د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو پټنځایونه شته دي، چې ښکاره د مودي هدف پاکستان دی او نوموړي ټینګار هم کړی دی چې باید پر وړاندې یې کلکه مبارزه وشي.
بله مهمه خبره چې که ورته فکر مو وي کله چې د پاکستان پر وړاندې د نړۍ د هیوادونو دریځ سخت شو خصوصاً د امریکا، پاکستان د روسیې سره ګډ نظامي تمرینات پیل کړل چې غوښتل یې امریکا ته وښايي چې که ددوي لمن نه وي د روسیې لمن هم دوي نیولی شي، حال دا چې د چین له څنګ څخه خو هسې هم ځان نه لرې کوي.
په داسې حال کې چې چین، روسیه، امریکا هغه هیوادونه دي چې په ډیرو هیوادونو کې خپل غیرمستقیم استخباراتي جنګ پر مخ وړي او له کلونو د یو بل خلاف پلانونه پر مخ وړي، نو اوس پاکستان د ټولو له ملګرتیا پاتې دی ځکه دا درۍ په دې پوه شول چې پاکستان سل مخې ستراتیژي لري او هیڅ وخت دا هیواد نه ملګری کیږي.
هغه دی چې اوس ټولو له پامه غورځولی دی، د پاکستان پر وړاندې په نړۍ کې څه ندي روان کومې بدې څرګندونې ددې هیواد پر وړاندې نه کیږي، مګر نه چین او نه هم روسیه ددوي ملاتړ کوي.
ځکه هغوي هیڅ وخت دا نه غواړي چې د یوه هیواد په سر د خپل هیواد دښمني د نورو سره تازه کړي.
بله مهمه موضوع داده چې اوس پاکستان دا ومنله چې ددوي په هیواد کې داسې ډلې حضور لري چې د افغان دولت پر وړاندې فعالیت کوي، اوس خو ګردې نړی ته دا په سمه توګه روښانه شوه چې د افغان ولس ستر دښمن پاکستان دی او د افغان ولس پر وړاندې د هرې بدبختي لوي لامل پاکستان وو.
په پای کې داسې ویلې شو چې نن هاغه شیبې رانږدې شوي چې زمونږ او تاسې د دوښمن پښې ماتې شي، او هاغه هیوادونه چې د افغان بې چاره ولس پر وړاندې یې شومې دسیسې جوړولی نن خدای په خپلو کې سره ککړ کړل او په خپلو کې سره واوښتل، او تاسې په دې باوري ووسئ چې هر څوک ددې اولس په وړاندې شومې دسیسې جوړوي تل به یې خوارې برخې په نصیب وي.
وروستي