ښایستونه

ما په لومړي وار ته د زړه په سترګو ولیدې. دې لیدو مې ناڅاپي ستا انځور واخیست. بیا زما له سترګو هم ور اخوا، ته ګرځېدې. ستا هغه نازونو زه بې سکونه کړی وم. سکون څه چې هره شېبه به مې یوازې ته له سترګو نه اخواته کېدې. په طبیعت، په هوا، په اوبو، په اسمان او په ښایستونو کې یوازې همدا ته را ښکارېدې.
 
 زه تر تا ډير لرې؛ چېرته په خیال کې دې هم نه راتلم. مګر ما به هر وخت احساسولې. ویل به مې: پر دې ځمکه ټول ښایست ستا د ښایستونو یوه کوچنۍ برخه ده. دومره کوچنۍ چې پر دې نړۍ هر ښایست ستا هغه تش کتو ته هم نه شي رسیدی.
 
ستا د ښایستونو قوه دومره زوروره وه، چې ما هېڅ جرئت نه شو کولی ترڅو تاته ستا له ښایستونو کېسې وکړم. کېسې او خبرې خو لا پرېږده. کله به چې په خوله راغلې، نو هماغه وخت به لړزې واخیستم!
 
کله هم ستا له دې ښایستونو نږدې ونه پوهیدم. زه ځکه ځان ملامت نه بولم، چې په ژوند کې مې یوازې هم دا ته راغلې وې. ته یوه الوتې کوتره. کله دې هم زه په پام کې را نه غلم. زما د مېنې او حس درک دې هم ونه کړ.
 
اخر په بېلتانه او یوازېتوب واوښتم. تر ډيرو غرونو لرې، چېرته بل وطن ته لاړم. هلته هم په شپه، په ورځ، په خوب، په ويښه، په ژړا، په خندا او په هر ځای کې به راسره وې.
یو وخت له کلي خبر راغی، چې تا ځان وژلی!؟
 
زه پر ځان نه وم پوهیدلی. هلته د ښار په یو لوی سړک کې را څخه بلا خلک چاپیر وو. چا مې لاسونه مښل او چا مې پر وجود سړې اوبه پاشلې. وروسته را پاڅېدم. دومره مې ویل، چې د نړۍ ښایستونو کډه وکړه!