
له هغې ورځې چې د طالب په نوم افغانستان کې د جګړې پروژه پیل شوې، د دې ډیزاین داسې برابر شوی چې سوله به نه کوي او په جګړه به یې تمرکز وي، که طالب د سولې ډنډوره غږوي کولای شي، خو د سولې لپاره نیت نه شي نیولی چې له یو اړخ سره خبرې وکړي.
ځکه د طالب پروژه پنجاب په افغانستان کې داسې ګټو لپاره پيل کړې چې یا به طالب افغانستان ورانوي او افغانان به وژني او یا به د پنجاب ګټې په افغانانو مني، هغه ګټې چې هیڅ افغان یې نه مني او نه یې منلو ته تیار دي.
د پنجاب عمده ګټې د ډیورنډ کرښې رسمي کیدل، له هند سره بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه او د افغانستان ټوله سوداګري د پاکستان له لارې باید وشي، ځینې نورې کیسې هم شته، خو عمده هغه یې دا دي چې پاکستان په کراتو کراتو له افغان مشرانو غوښتنه کړې.
طالبان ځکه د سولې پروژه نه ده چې افغانستان یې له یو عرب اسامه قربان کړ، هغه وخت امریکا غوښتنه وکړه چې یا دې اسامه امریکا ته وسپاري او یا دې له خاورې وباسي، خو طالبان چې د خپل واک نه و، دا پریکړه یې و نه شوه کړلی.
له هغې وروسته ۱۷ کاله تېر شول، افغان حکومت او افغانان له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، خو طالبان د سولې په مذاکراتو کې بریدونه لا زیات کړي، هغه بریدونه چې قرباني یې ملکي وګړي ورکوي.
طالبان چې اوس وروستی سلګۍ وهي او د زیاتو افغانانو تر څنګ نړیواله ټولنه ورته یوې غاړې ته شوې، په ملکي وګړو ډله ییز بریدونه کوي او د خپلو شومو ګټو لپاره یې قرباني کوي، طالبان فکر کوي چې په دې ډول بریدونو سره به هدف ته ورسیږي، خو له نیکه مرغه چې له هر برید وروسته د طالبانو پروړاندې نفرتونه زیاتیږي.
اوس چې افغان ولسمشر په دې پوه شوی چې طالبان د پاکستان ملیشه ده، نو د سولې د خبرو تمرکز یې له پاکستان سره دی او څو ځل یې غوښتنه کړې چې پاکستان سره دولت په دولت سوله کوي.
افغان حکومت له طالبانو ناهیلی شوی چې ګنې د سولې خبرې به وکړي، خو له هغو ډلو سره د سولې خبرو ته لیواله دی چې سوله غواړي او جګړه پرې تپل شوې ده، طالبانو کې دا ډلې د پاکستان تر ډير نفوذ لاندې نه دي او که زمینه سازي وشي، دا ډلې له طالبانو جلا کیږي.
افغان ولسمشر تېره ورځ د اندونیزیا له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې افغانان به د سولې ارمان ته رسوي او دا ارمان به د ولس په زور پوره کیږي.
ولسمشر هغو طالبانو ته خبرداری هم درلود چې د سولې پر ځای په جګړه ټینګار کوي، دا ډله طالبانو وژل حتمي دي چې د افغانانو د وینو تږي دي او په بې رحمۍ سره ډله ییز بریدونو کې ډله ییزه وژنه کوي.
ولسمشر په دې پوهیږي چې د افغانستان جګړه نړیواله ترهګري ده او له دې د خلاصون د پاره یواځې د افغانانو یووالي او قوي ارادې ته اړتیا ده چې د نړیوال تروریزم پروړاندې سره یو موټی شي او جګړې ته نه ووايي.
افغانستان کې اوس یواځې یوه ډله نه ده چې د سولې خبرې به په یو وخت بریالی شي، دلته تر شلو ترهګرې ډلې شته چې هره ډله د خپلو ګټو لپاره افغانان قرباني کوي، ولسمشر اوس زیات تمرکز ځکه له طالبانو سره د سولې په خبرو نه کوي چې پوهیږي طالب د خپل واک نه دی او سرچینه یې له بل ځای ده.
ولسمشر کار کوي چې په سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سره د افغانستان د ترهګرو ډلو مالي منابع او روزنځایونه په نخښه کړي او هغه هېوادونه په نړیواله کچه بدنام کړي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په نورو هېوادونو کې یې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.
د افغانستان د جګړې په تړاو اوس د امریکا د ولسمشر ټرمپ او نورو متحدینو دریځ ښکاره بیلګه ده چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې تحریم کړې او دا ډله یې ترهګره ډله وپيژنده چې د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره هم ګواښ کیدای شي.
تراوسه امریکا او متحدینو یې طالبان د افغانستان کورنۍ مسله بلله، خو دا چې ولسمشر غني په دې برخه کې ډیرې هلې ځلې وکړې، د دې ډلې پروړاندې یې هېوادونو سره متحد کړل او ممکن دوه زره اتلسم کال کې د طالب پروژې جنازه په جګړه واخیستل شي، ځکه له دوی سره د سولې خبرې وخت ضایع کول دي او دا پروژه د جګړې لپاره جوړه شوې باید په جګړه ختمه شي.