
په دې وروستیو څو کالو کې د ترکیې اوامریکا اړیکې له یوې ورځې بلې ته د خرابیدو په حالت کې دي، دا اړیکې بیا له هغې وروسته ډېرې د خرابیدو طرف ته لاړې چې کله په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکيې په اوسني حکومت باندې کودتا وشوه کومه چې د کودتا کوونکو په ماتې پای ته ورسیده.
د رجب طیب اردوغان اداره داسې ګومان کوي چې دغه کودتا د فتح الله ګولن چې په دې دم کې د امریکا متحده ایالاتو کې مېشت دی په ترتیب او انتظام ترسره شوې، کو م چې دغه خبره د فتح الله ګولن له خوا رد شوې هم ده، د ترکیې اوسني حکومت د امریکا څخه ددغه سړي ترکیې ته د ورسۤپارلو غوښتنه کوي، خو مګر د امریکا چارواکي تردې دمه دې ته حاضر نه دي چې دغه معتدله اسلام پلوی مذهبي مشر د ترکیې اوسنۍ ادارې ته وسپاري.
اسراییل چې په بنسټیز ډول یو یهودي هېواد دی یو څو کاله مخکې یې د ترکیې سره چې د ناټو غړی هیواد دی سیاسي، تجارتي او نظامي اړیکې په درز کې روانې وې خو ولې بیا وروسته ځینې واقعیتونه ددې باعث شول چې د اسراییل او ترکیې اړیکې سړې او آن صفر ته راښکته شي چې البته دا سړې اړیکې ممکن د امریکا سره چې د اسراییل ډېر نږدې دوست دی د ترکیې د اړیکو د سړښت باعث شوي وي.
د سوریې جګړه چې د تېرو اوو کالو را هیسې روانه ده؛ امریکا غواړي چې دا جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوي چې تر څو په سوریه کې یو داسې نظام را منځ ته شي چې په څنګ کې د یهودو هېواد اسراییل سره چې د سوریې اوسنی نظام یې عنعنوي دښمن دی، ښې اړیکې ولري او په راتلونکې کې د اسراییل لپاره خطر ایجاد نه کړي تر څو د سوریې د ګلانو تنګی چې په ۱۹۶۷م کال کې اسراییلو ونیو له اسراییل څخه ونه غواړي، خو بالمقابل ترکیه په سوریه کې د بشارالاسد نظام نه غواړي خو ولې په سوریه کې د امریکا او اسراییل په خوښه نظام جوړول هم نه غواړي او تل په دې هڅه کې دی چې په سوریه کې یو داسې نظام رامنځ ته شي چې د ترکیې او سوریې په ګډ سرحد کې کردانو ته د هیڅ ډول فعالیت اجازه ور نه کړي ځکه چې د کردانو په فعالیدو سره به د ترکانو او کردانو جنګ تېز او د ترکیې لپاره به دا سرخوږی لا ډېر شي.
کردان غواړي چې د عراق، ترکیې، ایران او سوریې ځینې برخې سره یو ځای کړي او د کردستان په نوم یو مستقل هېواد جوړ کړي چې البته دغه مبارزه د څو کالونو را هیسې د کردانو له خوا په سیمه کې روانه ده، د کردانو په وړاندې د ترکیې موقف جدي دی، ترکیه وايي چې دوی به په هيڅ صورت په سیمه کې د کردانو یو مستقل هېواد ته اجازه ور نه کړي.
څو اونۍ مخکې امریکا وویل، چې دوی به د کردانو یو ځواک را منځ ته کړي چې د ترکیې او سوریې تر منځ د نړیوال سرحد ساتنه وکړي؛ ترکیې دې ته په عکس العمل کې ګواښ وکړ که چېرته د ترکیې او سوریې په سرحد کې داسې څوک ولیدل چې د ترکيې د خاورې تمامیت او د ملي روحیې په ضد وي نو تر عملیاتو لاندې به یې ونیسي.
ایران چې د تېرو څلوېښتو کالو را هیسې د امریکا سره په تقابل کې دی، په سیمه کې د کردانو د خپلواک هېواد څخه وېره لري ځکه ایران فکر کوي چې په دې سره به په ایران کې کردان خوځښت او حرکت وکړي او د اوسني ایران یوه برخه به د مستقل کردستان یوه برخه شي.
په دې وروستیو کې چې کله د امریکا جمهوررییس ټرمپ د اسراییل لپاره بیت المقدس د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپیژند، نو ترکیې ددې پریکړې سره سخت حساسیت وښود او دا یې هم وویل چې ممکن ترکیه د اسراییل سره خپلې ديپلوماتیک روابط وشکوي.
په دې وروستیو کې د ترکیې اړیکې د روسیې او ایران سره چې د امریکا سره په یو ډول نه یو ډول د تاو په حالت کې دي، ډېرې نږدې شوي دي او ترکیې د روسیې سره د پو ځي اړیکو نږدېوالی د ناټو او په خاص ډول د امریکا د تشویش باعث شوي دي، د امریکا اړیکې د روسیې ډاډمنې نه دي ځکه چې د روسیې سره د امریکا اړیکې د کریمیا د ټاپو وزمې په سر چې پخوا د یوکراین یوه برخه وه، د روسیې د ځان سره په يو ځای کولو مخالف وښود او په دې سره د دغو دواړو ځواکمنو هېوادونو تر منځ په یو ډول نه یو ډول د ځمکې په کره کې سیالي روانه شوه.
دا څو اونۍ مخکې د روس او ترکیې ترمنځ ځینې نظامې توافقونه لاسلیک شول چې په نتیجه کې روسیې په ترکیه باندې ځینې وسلې او په خاص طور د اوږده واټن ويشتونکو توغندیو یو دفاعي سیسټم چې دوه اعشاریه پنځه ملیاردو په ارزښت وپلوره چې په دې سره د ترکیې او دغربي ممالکو او ناټو اندېښنه هغه څه وو چې د ترکیې او امریکا تر منځ د اړیکو د سړښت باعث شو.
امریکا به په سیمه کې د ترکیې په شان د یوه ملګري هېواد چې دواړه یو ځای د ناټو غړي هېوادونه هم دي، د لاسه ورکول او بیا د هغو رقیبو او ضد هېوادونو سره د ترکیې تودې اړیکې لکه روس او ایران په څه ډول وزغمي او بالاخره په سیمه کې به ددې عجیبې لوبې پایله د ترکیې او امریکې لپاره څه وي.نورمدین بلخېل