احساس

اې! زه غواړم یوازې وه اوسم. د دې لپاره، چې تا یوازې احساس کړم. ستا احساس عجیبه غوندې دی. کله مې وژړوي او کله مې بیا وخندوي. رښتیا؛ په لیدو دې، نه شم احساسولی. پوهیږې، چې ولې؟
 
ستا سترګې او کاته زما احساس ورکوي. هغه وخت، زه ځان بې حواسو حس کړم. زما په دې حواسو کې ستا غوندې هېڅ نور را پاتې نه شي.
 
کله چې ته او سترګې دې پناه شي. ځان ته وګورم. نړۍ فکر کې راولم او تا په خپل مخکې انځور کړم. سم له واره، زما ټول حواص ستا احساس، او هغه خواږه کاته دې راته مخې ته کړې. څو شېبې سوړ اسويلي وباسم.
 
داسې احساس کړم، چې په دې نړۍ یوازې زه او ته اوسیږو. دا ټوله نړۍ زما او ستا په خدمت کې وي.
 
 
 ته راته خاندې. کله مې په سترګو کې وګورې او کله مې په وجود کې راشې. ما ستا خندا خندوي. خبرو کې دې ځان وینمه. سترګو او بدن کې دې هم زه ښکارم.
 
اې! تاته ته وایم. تا زما خبرې واورېدې. ویل مې، چې نه دې شم احساسولی!؟ ما پرېږده؛ زه دومره ستړی یم، چې ذهن کې هېڅ نور نه دي راپاتې.
 
خیر! یو وار له ما لرې زما احساس ته لبیک ووایه. احساس ته مې وخانده. څو د ژوند خوږې خبرې راکړه او څو څاڅکې مینه!؟
 
دې وطن کې ما او تا ته نور څه را پاتې. ژوند مې وکړ. کلونه ـ کلونه هم را باندې واوښتل. په دې خوار وطن کې له چاودنو او جګړو مو نور څه ولیدل. زه او ته خو لکه یو ځان، یو مینه او یو ژوند داسې ښکارو. له مودو ـ مودو راهیسې زه په همدغه تصور کې شپې او ورځې سبا کوم.
 
نه پوهیږم چې ته به څنګه یې؟ زه باور لرم، چې هره شېبه به دې په فکر کې وم. یو ځل دا خپل فکر خو ماته وښيه.
 
زه به ستا مهرباني او مینه د زړه په سترګو وګورم. خپل دا لنډ عمر به اوږد کړو. رښتینی ژوند به وکړو او یو بل ته به نور نږې وه اوسو. خیال به د سیند له غاړې پرېږدو او احساس ته به ووایو، چې نور موږ دواړه د تل لپاره یو ځای اوسیږو.