درنو دوستانو السلام عليکم!
دا جمعه د خوشال بابا فکري بهير دغونډو لړۍ پر مرکز سربېره په احمدشاه بابا مېنه کې هم پيلېږي. د دې څانګې په لومړۍ غونډه کې د قران پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته د بهير د پيل په مناسبت پرانيستونې وينا په پام کې نيول شوې ده. ورپسې د اونۍ پر مهمو ملي او نړيوالو مسايلو تحليل وړاندې کېږي؛ ښاغلی داود سليم « د داعش له فتنې څخه امت ژغورنه» کتاب مهم ټکي او لنډيز له تاسو سره شريکوي؛ ډاکتر شريف ځدراڼ د ملي هويت، افغان او افغانستان په اړه يو مهم پرېزنټېشن لري؛ او په پای کې هم ښاغلی عزيزالله قسمت ځانګړې وينا اوروي.
هيله ده چې پخپل راتګ سره دا غونډه لا درنه کړئ او نور دوستان په ځانګړې توګه د احمدشاه بابا مېنې او شاوخوا سيمو استوګن درسره خبر کړئ.
وخت: جمعه د سلواغې ۱۳مه، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: له بت خاک څلورلاري څخه د احمدشاه مېنې پر لور ښي لاسته لومړۍ کوڅه، د « دهکده علم» خصوصي ښوونځی
د اړيکو شمېرې ۰۷۸۱۳۸۴۲۱۱/ ۰۷۸۱۶۶۹۵۰۴
په ډېر درنښت
وروستي