خبرتیا: د خوشال بابا فکري بهير اوونيزه غونډه « د سلواغې ۲۶مه؛ په افغانستان کې د سرو لښکرو ماتې، پايلې او درسونه»

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د سلواغې ۲۶ مه، په افغانستان کې د سرو لښکرو د ماتې له ورځې سره برابره ده. د خوشال بابا فکري بهير اوونيزه غونډه « د سلواغې ۲۶مه؛ په افغانستان کې د سرو لښکرو ماتې، پايلې او درسونه» تر سرليک لاندې همدې مناسبت ته ځانګړې شوې ده. پدې غونډه کې د هېواد يو شمېر وتلي شخصيتونه خپلې تحليلي ويناوې او خاطرې وړاندې کوي. په پای کې مازيګرنۍ هم په پام کې نيول شوې ده. هيله ده چې دغې مهمې غونډې ته پر ټاکلي وخت « ماسپښين دوه بجې» تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ.
 
وخت: پنجشنبه د سلواغې ۲۶مه، ماسپښين دوه بجې
ځای: د دارالامان لوی سړک، د حبيبيې لېسې تر څنګ سړک، کيڼ لاسته دويمه کوڅه، ښي لاسته دويم کور
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲/ ۰۷۴۴۵۰۷۹۶۲
 
په ډېر درنښت