!درنو دوستانو السلام عليکم
نن پنجشنبه د کب ۳ مه، د خوشال بابا فکري بهير ۲۱۹مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانېي. اوونۍ پر مهمو مسايلو تحلیل وړاندې کیږی.
ښاغلی ډاکټر منقاد الرحمان رودوال (د هیوادونو تر منځ د پرمختګ پرتله او په پرمختګ کی د رهبریت ونډه) تر سرلیک لاندې یو په زړه پورې پرېزنټیشن وړاندې کوي.
ورپسی ښاغلی الحاج خانزمان امرخیل (په اداره کی د اعتماد ونډه) تر سرلیک لاندې ډېر ګټور پرېزنټیشن لري. په پای کی د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړې وینا هم په نظر کی نیول شوې ده.
وخت: پنجشنبه د د کب ۳ مه، ماسپښين دوه بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیې لیسې څنګ ته سړک، کیڼ لاسته دويمه کوڅه، ښي لاسته دویم کور.
په ډېر درنښت
وروستي