ورځ مو داسې پیل کړئ

په ذهن کې دغه تصویر مجسم کړئ:
د لمر وړانګې اسمان ته ځانکړې ښکلا ورکوي، رڼا تر کړکیو ستاسو کوټې ته درځي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتونکي له خپلو ځالو را وځي او په خپلو خوږو نغمو چاپېريال ته ځانګړې ښکلا ورکوي. تاسو هم د طبيعت په شان له پوره انرژۍ سره د ورځې هرکلي ته تیاری نیسی.
نن د ځمکې پر کرې يوازې د انسان د ژوند کولو وخت دی، همدا نن هغه ورځ ده چې پرون یې په تمه وی او دا اندېښنه درسره وه چې سبا به څه کېږي او همدا نن دی چې سبا به یې په یاد راولی او ارمان به کوی. همدا نن ستاسو لپاره تېر او راتلونکی دی اوس ستاسو خوښه چې څه ورسره کوی او څه ډول ګټه ترې پورته کوی.
دا چې هر سهار پر موږ لمر را خېږي، باید د خدای پاک شکر ادا کړو؛ د دې لپاره چې خدای پاک یو ځل بیا د ساه اخیستلو توان راکړ او له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو مو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو. په خپلو کارونو کې پوره پوره هڅه وکړو تر څو په ژوند کې مینه تجربه کړو او په مینه ژوند تېر کړو.