ګل شـــهزاده

و،نه،و يوباچا و،ددې باچا دوه ښځې وې چې يوه يې ګڼلې وه او بله يې ناګڼلې وه، دباچا باچايي وه هرڅه ډېر و تير وو،خودباچاديوې ښځې هم اولاد نه و،ډېره موده تيره شوه.
يوه ورځ باچا په کټ کې پروت دى ،ائينه يې مخ ته نيولې په ږيره کې يې سپين ويښته وليده باچا ډېر خپه شو چې عمر تير شو په ږيره کې مې سپين ولګيدل خو تراوسه مې اولاد
نه شته ،په امدې فکرونو اوغمونو کې ډوب پروت و چې له دروازې بيرون يوه ملنګ دخير
راوړئ غږ وکه، دباچا خدمتګارې ورته ډوډۍ ويوړه،ملنګ ورته وويل: د ډوډۍ خيرات خور نه يم،خدمتګارې ډوډۍ بيرته راوړه ، اوړه يې ورته ويوړل،ملنګ بيا وويل:داوړو خيرات خور دې نه يم،خدمتګاره بياراغله، يوڅه پيسې يې ورته ويوړې،ملنګ بياوويل:دپيسو خيرات خور دې نه يم،خدمتګارې تې پوښتنه وکړه چې ملنګ باباته نو څه غواړې؟ملنګ ورته وويل:زه دباچا ليدل غواړم.خدمتګاره په منډه لاړه باچاته يې دملنګ خبره وکړه،باچاڅه بانې مانې وکړې،خوملنګ له دروازې نه ته،اوام دايې ويل چې دباچا ديدن مې پکاردى،باچامجبور شو،ملنګ ته ورووته ،ملنګ ته يې وويل:ملنګ باباڅه غواړې؟ملنګ ورته وويل:باچاصيب ولې دومره خپه يې؟باچا ورته خپله ټوله کېسه وکړه چې په ږېره کې مې سپين ولګېدل خو تراوسه مې اولاد نشته.
ملنګ ورته وويل :باچا صيب خداى به خيرکي،ته له ماسره راځه،دواړه دباچاباغ ته لاړل، ملنګ خپل ډانګ دمڼې يوې ونې ته ګوزارکه له ونې نه دوه مڼې راوغورځېدې،يوه مڼه تازه وه اويو ه لږه غړنده وه،ملنګ وويل:باچاصيب دايوه مڼه دې يوې ښځې ته ورکه اودغه بله مڼه دې بلې ښځې ته ورکه،خداى به درته اولاد درکي خوکه ځوى دې وشو،نوم به يې ګل شهزاده کيدې،ملنګ په خپله مخه لاړه،باچاکورته رهغې هغه تازه مڼه يې ګڼلې ښځې ته ورکړه اوهغه غړنده مڼه يې ناګڼلې ښځې ته ورکړه،باچادملنګ ټوله کېسه خپلوښځوته وکړه،چې ملنګ ويل که ځوى خداى درکه ګل شهزاده نوم به پې کيدې .
کارونه دخداى دي، دباچا ناګڼلې ښځه اميدواره شوه،باچاډېرخوشاله ؤ،ګڼلې ښځې يې باچاولمساوه،ورته وې ويل:داښځه دې له چاسره جوړه ده،که دملنګ په دعا وى خداى به ماله اولاد راکړى وى، لمسون بدشى دى،يوخوهسې ام له دې ښځې سره يې جوړه نه وه خو چې دګڼلې ښځې لمسون ورپسې شوباچا يې په ښځه بدګمانه که،باچادخپل وزيرسره مسلات وکه چې داښځه مړه کوزير ورته وويل:باچاصيب داډېربدنوم دى،خوداسې به وکم چې يودشتې ته به يې بوځم هلته به يې پريدم ليوان به يې وخوري،باچاوويل:ښه ده ام داسې وکه، وزير د باچاناګڼلې ښځه په يوه اس اوخپله په بل اس سورشو،داښځه غريبه يې لرې يوې دشتې ته بوتله چې نه اوبه شته اونه ابادي، دوزيرپې زړه وسوځيده دتيږويوه باره يې ترې تاوه کړه،اوپه خداى يې وسپارله،ښځې په ژړا،ژړاسترګې سرې کړې چې خدايه دلته خوهيڅ انسان نه شته ابادي نشته،اوبه نشته زه به څه کوم،ناڅاپه يوسوداګر پې خداى راپيښ که،سوداګرورته وويل:ته څوک يې؟ ښځې ورته وويل:زه يوه بې چاره ښځه يم،زمادين په دنياپلاريې،سوداګرورته وويل:ته ام زمادين په دنيالوريې،راځه په دې اس سوره شه چې کورته ځو.
لنډه داچې دسوداګرکورته راورسيدل،پخوا چې به کله سوداګرله سفره کورته راستون شو، ښځه به يې دروازې ته مخې له وراغله،مخ به يې ورله په زړوکې پاک که،خوداځل چې يې له سوداګر سره ښځه وليده،دسوداګر ښځه ډېرخپه شوه له ځايه راپانه څيده،سوداګرورته غږکه زړه دې مه چوه ،دې له مالور ويلي دي،دسوداګر ښځه بيرته خوشاله شوه مخې له يې راپاڅيده، ستړي مشي خواره مشي يې سره وکړل ښه په قدراوغزت يې په ټغرکينوله، دباچا ښځې خپله ټوله کېسه سوداګراودهغه ښځې ته وکړه سوداګر اوښځې يې وويل:مونږ هسې ام اولادنه لرو پدې عمرکې ته خدا ى مونږته يوه لور راکړې ته مه خپه کيږه داستاخپل کوردی،څومياشتې وروسته دباچا دښځې ځوى وشو،سوداګراوښځه يې ډېرخوشاله شول چې مونږ ته خداى لمسى راکه ،يوه ورځ سوداګر اوښځې يې دابحث کاوه چې په لمسي نوم کيدي،دباچاښځې وويل:هغه ملنګ باچاته ويلي ووچې که ځوى دې وشو،ګل شهزاده نوم به پې کيدې،سوداګر اوښځه يې ډېرخوشاله شول چې داخوډېرښيسته نوم دى، دهلک نوم ګل شهزاده شوه،خبرې لنډې يي مودې اوږدې تيريږي،سوداګر خپله سوداګري کوله ګل شهزاده زلمى شو،سوداګر ورته په يوه ښارکې دوکان جوړکه،ګل شهزاده به دوکانداري کوله دشپې به ام الته اوسيده،ټول ښه سره خوشاله وو؛دورځونه يوه ورځ ګل شهزاده په دوکان کې ناست دى،ګوري چې يو سړي دلرګويوصندق په شاکړى دى،اونارې وهي چې شل روپۍ صندوق دى که چاواخسته ام به ارمان وکي اوکه چاوانه خيسته ام به ارمان وکي شهزاده حيران شوى دى چې داڅنګه صندق دى چې که چاواخيسته ام به ارمان وکي اوکه چاوانه خيسته ام به ارمان وکي،خوڅې کى صندق يې اخيستى ددوکان په برکنج کې يې ايښى دى شهزاده په خپلې دوکاندارۍاخته شوى دى صندق ترې هيرشوى دى چې وګوري په صندق کې څه شى دي ، شهزاده چې دشپې ډوډۍ وخوري اوڅه تې پاتې شي سحرچې راپاڅيږي هيڅ شى نه يي، حيران شي چې داڅه چل دى څوشپې
داکارشوى خواخر يوه شپه شهزاده پيره کړې چې صبروکه زه وګورم چې داډوډۍ څه شى خوري، چې نيمه شپه شوې ګوري چې دصندق سربيرته شوى ،يوه ښايسته جنۍتې راوتلې ،چې دډوډۍ په خوړلويې شروع کړې شهزاده کلکه له ويښتونيولې ورته يې ويلي: چې خداى دې بيخ وباسه زه ويم چې داډوډۍ څوک خوري داخوته يې،جنۍ ورته ويلي:چې بيخ دې ستاوځي چې دونه فکرنه کى چې په دې صندق کې به څه شى يې چې يوځل خويې سربيرته کم،شپه تيره شوې دواړويوبل سره دزړه خبرې کړي،شهزاده جنۍ ته ويلي چې داخودوکان دى دلته ستاپاتې کيدل ښه کارنه دى تابه سباپه ام دې صندق کې کورته وليږم،زه به څوورځې وروسته درشم بيابه و
اده سره کوو،سبايې ديوکليوال په لاس صندق کورته ورلېږلى او ورسره يې نيکه(سوداګر)ته يوخط ام ورليږلى چې زمادراتلوپورې دصندق سرمه بيرته کوئ،سوداګر ته صندق سره دخطه وررسيدلى،هغه صندق دکوټې په برکنج کې ايښى،جنۍ هلته ام اماغه کارشروع کړى چې هغوى وده شي جنۍ دصندق سربيرته کي څه چې پاتې وي ټول وخوري دسوداګرښځه اودشهزاده مورپه يوبل بدګومانه شوي،خواخر دسوداګر ښځې يوه شپه پيره کړې چې نيمه شپه شوې ګوري چې دصندق نه جنيۍ راوتې،دډوډۍ په خوړلويې شروع کړې دسوداګر ښځې نيولې،سوداګر اودشهزاده موريې راويښه کړي جنۍ ورته ويلي:زه دشهزاده ښځه يم،هغوى ټول ډېرخوشاله شوي چې ولې دې په اوله ورځ ځان نه ښودو،سوداګر سباګِلکاران راغوښتي دکلا په يوګوټ کې يې دشهزاده دښځې له پاره ښايسته تعميرجوړکړى دشهزاده ښځه به په هغه نوي تعمير کې اوسيده،يوه ورځ يې په کړکۍکې سرښکاره کړى، ګورى چې لاندې يوشاليګردى شالونه جوړيي دشاليګرخداى دې جنۍ ته پام کړى ليدلې يې ده،جنۍ زرکړکۍ بنده کړې خوشاليګر پې خداى مين کړى،بله ورځ يې يوه زړه ښځه دجنۍ پسې ليږلې چې ورته ووايه له ماسره ياري وکه، بوډۍ چې تلې شاليګردخولې خبره يې جنۍ ته کړې،جنۍ ورته ويلي چې زه چاسره ياري نه کوم شاليګرته ووايه چې قرارې دې په ځاى کينه،زه دشهزاده ښځه يم که خبرشي بې مرګه به دې پرې نه دي،خو شاليګرنه دى صبروى ،څوځلې يې بوډۍ رالېږلې اوجنۍ به ورته داځواب ورکوو چې شاليګرته ووايه قراردې په خپل ځاى کېنه په اخرځل شاليګربوډۍ ته ويلي چې دشهزاده ښځې ته ووايه که په شهزاده مې مړۍ،مړۍ نه کړې اولاندې مې پې راګوزاره نه کړې زه به شاليګرنه يم .
شاليګردسوداګرله خولې خط شهزاده ته لېږلى په خط کې يې ليکلي دي چې داڅنګه بدکاره ښځه دې کړې ده، چې مونږه دې په شرمونو وشرمولو،ياران اولونډان يې نيولي راشه چاره يې وکه،کله چې خط شهزاده ته ورسيدلى، خط يې لوستى دى هرڅه يې
په ځاى پريښي دي توره ويستلى کورته راروان شوى، چې کورته رسيدلى بې له کومې پوښتنې دخپلې ښځې کوټې ته ورختلى ښځه يې په توره مړۍ،مړۍکړې لاندې دشاليګر ځاى ته يې غورځولې ده،شاليګر زر،زرجنۍ په شاکړې يو وړاندې ځاى کې يوډاکټرؤ هلته يې رسولې ډاکټردجنۍ زخمونه پټۍ کړي دارو درمل يې ورکړي، جنۍ خداى روغه کړې شاليګرورته ويلي څنګه شوې مادرته نه وو ويلي چې په شهزاده به دې مړۍ،مړۍکوم جنۍڅه موده پس روغه رمټه شوې شاليګرورته ويلي چې اوس به له ماسره واده کى جنۍ ورته ويلي چې اوس نوزمانورڅوک دي چې له تاسره واده نه کوم ،څه به کوم شهزاده خو راسره دونه بې وفايې وکړه((په زړه کې يې وويل چې شاليګره له تاسره خوواده ونه کم داټول کارونه خوستاوو)) شاليګرښه خوشاله شوى دى جنۍ ورته ويلي چې داسې به وکوو مابوځه چې هغه سين کې پاکه ولامبم ته ام پاک ولامبه بيابه ملاراولې نکاح به وتړو شاليګرويلي سيي ده راځه چې ځوجنۍ ورته وويل:ته داسې وکه چې دلرګويوغټ صندق له بازاره راوړه مابه پکې پټه بوځې چې څوک مې ونه ويني، شاليګرلاړه له بازاره يې صندق راوړه جنۍيې پکې واچوله صندق يې په شادسيندغاړې ته ويوړه،جنۍ شاليګرته وويل:ته لږوړاندې کينه زه به ولامبم بيابه تاته غږکړم په صندق کې به څملم کورته به مې يوسې ،شاليګروويل سيي ده دشاليګرپام چې بل خواته شوجنۍ صندق ځان پسې بندکه او په سينديې ځان لاووکه، شاليګرچې وکتل ګوري چې صندق دسيندمنځ ته رسيدلى دسيندپه غاړه يې ډېرې منډې والي دي خوجنۍ تې تــلې ده.
شاليګرام دلته پريده خبرې دجنۍ کوه صندق لاړديوه باچادباغ داوبوپه سوري کې ونښته نوکرانوچې صندق باچاته ويوړ، دصندق سريې بيرته که ګوري چې يوه ښايسته جنۍ پکې ده دباچا پې سمدستي سترګې خوږې شوي ،دباچا درې ښځې نورې ام وې څو ورځې وروسته يې دې جنۍ ته وويل:چې زه په تاباندې نکاح تړم ،جنۍ ورته ويلي چې باچاصيب ستاچې څنګه خوښه يې زه به څه ووايم ،باچا امروکه چې بيګاله ملاراولئ چې زمونږه نکاح وتړي ،جنۍ ورته وويل:چې باچاصيب زمونږرواج دى چې کله نکاح تړل کيږي جنۍ مخکې يوځل زيارت ته ځي نوکه ستاخوښه يي داستابيبانې به راسره شي زيارت به وکوو ،باچاورته وويل:ډېره مې
خوښه ده زيارت ته لاړې شئ ، باچا امر کړى څلوراسونه زين شوي دي څلور واړه ښځې يې پرې سورې شوي ، له ښاره وتلي دي جنۍمخکې ده دباچادرې ښځې ورپسې دي ځي،ځي يوې دښتې ته ورسيدل دباچاښځې چې پوښتنه وکي چې زيارت چيرته دى؟ جنۍ ورته وايي تاسې راځئ دلته نژدى دى بياځي،ځي ښځې تې بياپوښتنه وکي چې زيارت چيرته دى؟ جنۍ ورته وايي راځئ دغلته نژدى دى اوس رسېږو هه،هه اخردا چې ماښآم شو ښځې يې يوې داسې دشتې ته ورسولې چې بيرته يې دښآرلاره ام نه پيژنده ناڅاپه څلورغله مخې ته راووتل دښځوداسونوجلبونه يې ونيول ښځې يې له اسونونه راکته کړې غلوورته وويل:مونږپه اسمان غوښتلۍ خداى په ځمکه راکړئ مونږڅلورنارينه يواوتاسې څلورښځې له مونږسره به ودونه کوئ ،دباچاښځې وايي چې داپه څه بلاواوښتوښځې غلوله ځان سره خپلې کوډلې ته بيلې، په دښته کې يوه کوډله ده داغله پکې وسيږي ماښآم شو دګل شهزاده ښځې غلوته وويل:چې مونږخوهسې ام ستاسوشولواوس داسې وکئ چې څه شى مونږته راکئ چې پاخه يې کو، بيګاله به څه خورو ناره شپه خو نه شوکولى، غله خوشاله شوي دي سمدستي يې کټۍ، څمڅۍهرڅه ورکړي دي چې بيګاله پاره يې پاخه کړي دباچايوې ښځې تبۍ باندې کړې ده يويې اوړه اښکلي دي دګل شهزاده ښځې کټۍ باندې کړې ده دګل شهزاده ښځه چې کله دباچادکورنه راوتله له ځان سره يې يوڅه بې خودي راخيستې وه چې دابه مې په يوځاى کې پکارشي وريجي يې پخکړي دځان له پاره يې بيلي کړي دغلوله پاره يې پکې بې خودي اچولې ده کله چې هرڅه پاخه شوي غلوله يې ډوډۍ تياره کړې په مخکې يې ورله ايښې ده غلوورته ويلي چې راځئ تاسې ام له مونږسره ډوډۍ وخورئ دګل شهزاده ښځې ورته ويلي چې تاسې خپله ډوډۍ وخورئ دازماملګرې شرميږي دنارينوسره ډوډۍ نه شي خوړلى ،غلوچې ډوډۍخوړلې لږسات وروسته ټول بې خوده شوي دي، ښځويوڅومړۍ ډوډۍ خوړلې ده دغلوغاړه غوټه يې راسپړلې،يو،يوجوړه دنارينوکالي يې تې راخستي اغوستې يې دي،دهغوى پګړۍ يې په سرکړي دي په اسونوسورې شوې،اسونوته يې کش ورکړى،هه،هه مزل کيي ملا اذن وخت يوبلې باچايې ته وررسيدلې دي..
مه کوچې په دې باچايې کې يوه بلاپيداشوې، هره شپه دښارپيردارخوري دښارله دروازې نه چې څوک بيرون پاتې شي هغه يې دشپى خوړلى وي ،ټول خلک په ويره کې دي سريې مازيګردوکانونه قلف شي،بازارټول بندشي،هرڅوک خپلوکورونوته ځان رسوي باچا او وزيران خپه دي،هره شپه يې يو،يونوکر بلاخوري،پخوابه خلکوزاري کوله چې نوکري پيداکي خوکله چې دبلاويره پيداشوه چې هره شپه يو،يو نوکر خوري څوک نوکرۍ ته اوس زړه نه ښه کيي،پدې کې داڅلورواړه راغلل باچاته يې وويل:چې مونږنوکرې کوو باچا او وزيران ټول خوشاله شول،باچاسمدستي امروکه چي دې څلورواړوته ښه لباس ا و ښي تورې ورکئ ښه قدراوغزت يې وکېء،دباچاامرپه ځاى شوځکه په باچايې کې ويره اوغوغاجوړه وه چا نوکرۍ ته زړه نه ښه کوه کله چې دانوى نوکران راغلل باچا او وزيران ډېرخوشاله شول په دربارکې دبلاکېسې کېدې چې هره شپه دښاردپيردار سرغوڅوي اووړي، مازيګرشوپه ښاراودباچاپه دربارکې بياغوغاجوړه شوه نوي نوکر((دشهزاده ښځې)) وويل نن شپه به دښاردپيرې
نمبرزماوي،باچااو وزيران ډېرخوشاله شول،ماښآم شونوي نوکر ته يې ښه اصيله مصرۍ توره ورکړه،دپيرې په ځاى ودريده، نوکرتوره له تيکې راويستله،غوږ په اواز ودريده نيمه شپه وه چې دبلا زګيروي شروع شول نوي نوکر په ښي لاس کې توره ونيوله،ځان يې ګوزارته برابرکه،بلاچې رانژدې شوه غږيې وکه بچېه داښي لاس دې لږراکه چې دروخيږم نوى نوکر پوه شوچې ام دابلاده نوي نوکر ورته وويل:هه ونيسه چپ لاس يې ورکړبلاچې لاس راوږدکه په توره يې لاس ترې غوڅ که،بلاترې وتښتېده لاس يې پاتې شو،سهارټولو خلکوويل چې نوى نوکر به بلاخوړلى وي خوچې ګوري نوي نوکر دبلاغوڅ شوى لاس په لاس کې نيولى
دربارته راغى، باچااو وزيران ټول حيران شول ټول يې په خوشالۍ مخې ته ورغلل هريوبيل،بيل په غيږکې ونيو،باچادټول دربارپه مخکې اعلان وکه چې دنوي نوکر ددې مړانې په بدل کې ماخپله لورنوي نوکر ته ورکړه،دواده بندوبست يې وکئ،نوي نوکر په زړه کې وويل:چې داڅه په غم ککړه شوم،زه خوخپله ښځه يم،دباچالوربه څه کم دواده بندوبست شروع شو،په ټول ښارکې دنوي نوکردمړانې اوازې خورې شوې دوړاندې،وړاندې ځايو خلک دنوي نوکر ليدوته ډلې،ډلې راتلل،خونوى نوکر خپل واده ته فکر وړى ؤچې څه به کيي سباورځ دواده پروګرام شروع شو،درې شپې اودرې ورځې دواده پروګرام ته ورکړل شوې،اعلان وشوچې دواده اوله شپه او ورځ به دباچاخاص ميلمنوته ډوډۍ ورکول کيږي دويمه شپه اوورځ به عام ولس ته ډوډۍ ورکول کيږي،په دريمه شپه دنوي نوکر په فرمايش به هغوخلکوته ډوډۍ ورکيي چې دنوروښآرونواوباچاييو نه راغلي وي.
داکيسه دلته پريدو،بيرته وروسته ورځو،کله چې ګل شهزاده خپله ښځه په توره وواله وروسته يې چې سوداګر ته دهغې راليږلي خط کيسه وکړه سوداګر حيران شوچې ماخوستادښځې ډېرقدروکړ،بيل کورمې ورته جوړکه،ماخوخط نه دى درلېږلى، شهزاده پوه شوچې چا پې فسادکړى،شهزاده دخپلې ښځې په لټون راووته،شاليګرام ددې ښځې دلټون پسې راووته،هغه بل باچادخپلودرې واړوښځوپه لټون راووته، غله چې کله په خودشوهغوې ام ددې ښځوپه لټون دې ښارته راغلل،دنوي نوکر دواده دريمه شپه راورسيده،دباچا خدمتګارانودنوي نوکر په امر په ښارکې اعلان وکه چې هرڅوک مسافروي نوي نوکرډوډۍ ورته کړې ټول دې راشي ټول مسافرڅوک دډوډۍله پاره اوڅوک دنوي نوکردليدوله پاره راغلل نوي نوکرګل شهزه ده،شاليګر،باچا،څلورغله ټول وپيژندل،باچايي ډوډۍ وه ښه قدراوعزت يې ورته وکه، د ډوډۍ وروسته دنويي نوکرپه امرټول ميلمانه رخصت شول يواځې دغه څوکسان يې ستانه کړل.
دشپې ناوخته باچاملاراوغوښته چې دخپلې لوراونوي نوکر نکاح سره وتړي نوي نوکر وويل:باچاصيب که ستااجازت وي زه ستاسې په مخکې ددغوميلمنوسره يوڅوخبرې کوم بيابه نکاح تړو،باچا اجازت ورکړټول وزيران اود دربارمشران ناست دي نوي نوکر اول د ګل شهزاده نه پوښتنه وکړه چې ځوانه ته څوک اوله کوم ځاى اوڅنګه راغلى يې ؟ شهزاده ورته خپل نوم اوځاى اوښوده اوبيايې خپله ټول کېسه دخلکوپه مخکې وکړه،بيايې شاليګرته مخ ورواړوه پوښتنه يې تې وکړه ښه ته څوک يې اوڅنګه راغلى يي؟ شاليګرام خپله ټوله کېسه دخلکوپه مخکې وکړه،بيايې دهغودرې ښځوچې اوس ام دې سره دسړوپه جامه کې ناستې وې دهغو‌ى دڅښتن(باچا)نه پوښتنه وکړه چې ته څوک يې اوڅنګه دلته راغلى يې ؟ باچا ام خپله ټوله تيره شوې کېسه ورته وکړه،بيايې له هغوڅلورغلونه پوښتنه وکړه چې تاسې څلورواړه څوک يئ اوڅنګه راغلى يئ؟غلوام ټوله کېسه ورته وکړه ټولوناستوخلکوباچا وزيرانو ددې خلکوکېسې واوريدې خونه پوئيدل چې نوي نوکردوى نه ولې پوښتنې وکړې، نوي نوکربياشهزاده ته مخ کړ ورته يې وويل:ښه ته اوس څه غواړې؟شهزاده وويل زه دخپلې ښځې پسې راوتې يم که خداى راته پيداکړي،شاليګر ته يې وويل:ته څه غواړې؟ هغه وويل:زه دهغې جنۍ پسې راوتى يم ماپې ډېرې پيسي لږولي دي خداى روغه کړه زه دهغې پسې راوتى يم که خداى راته پيداکړي،باچاته يې وويل:ښه باچاصيب ته هغه خپلې درې ښځې غواړي اوکه نه هغه بله جنۍ ام غواړې؟با چاوويل:زمادې له هغه بلې جنۍ نه توبه يي زماخپلې درې ښځې پکاردي، غلوته يې وويل:ښه تاسې څه غواړئ ؟ هغووويل: زمونږښځې نه شته خداى په وچه دشته کې ښځې راکړې،مونږراوتې يوکه هغه ښځې راپيداکړو،نوي نوکرباچاته مخ راواړوه ورته يې وويل صاحبه زه ام هغه جنۍ يم چې داټول زماپسې دخپلو کورونو راوتي اودټولوکېسې تاسوپخپلوغوږو واورېدې ګل شهزاده زماميړه دى اوس دې خوښه که خپله لورزماميړه ته ورکى ښه ده اوکه نه يې ورکى ام ستاخوښه، باچااو وزيران ټول حيران شول چې نوى نوکرسړى نه ،بلکې ښځه ده باچاوويل:چې تاپه ښځينه ځان دونه ميړانه وکړه ماداخپله لورستادخدمت لپاره ستاميړه ته ورکړه نوي نوکرهغه دباچادرې ښځې باچاته وسپارلې شاليګراوغلوته يې وويل:چې مړه کوو به مونه خوبياداسې کارونکړئ، ګل شهزاده ښځه يې اودباچالورخپل ښاردسوداګر کورته راغلل.اوتراخره الته اوسيدل