یوې امریکايې څيړنې موندلي، چې د پروټین لرونکو خوړو خوړل انسان دقبضت په ناروغۍ اخته کوي. دغه چاره یو شمېر نورو مهلکو ناروغیو ته لار هواروي.
ﺩ څیړونکو په باور غوښه، ﻫګۍ ﺍﻭ ﺯﯾﺎﺕ ﻏﻮړ ﻟﺮﻭﻭﻧﮑﻲ ﺧﻮړﻭ ﮐﯥ ﻧﺒﺎﺗﻲ ﻓﺎﯾﺒﺮ ﺷﺘﻮﻥ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﺍﻭ ﮐﻪ ﭼﯿﺮﯤ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﺳﺒﺰﯾﺠﺎﺗﻮ ﺍﻭ ﻣﯿﻮﻭ ﺧﻮړﻝ ﭘﺮﯾږﺩﻱ ﻧﻮ ﺯﯾﺎﺕ پروټين ﻟﺮﻭﻭﻧﮑﻲ ﺧﻮﺍړﻩ ﺩ ﻗﺒضیت ﻧﺎﺭﻭﻏﻲ ﻧﻮﺭ ﻫﻢ ﺯﯾﺎﺗﻮﻱ.
دڅیړونکو په وینا کاربوهایډریټ لرونکي خواړه دهاضمې سیستم لپاره دنورو خوړو غوره دي خو پکار دي چې دقندي موادو لرونکو خوړو او دسپینو اوړو څخه لاس ته راغلو خوړو باید ځان وساتل شي.
دترسره شویو څيړنو په باور که تاسو هره ورځ یوه اندازه میوه او یا هم سبزیجات وخورئ نو دغه چاره مو دقبضیت له ناروغۍ ژغورلای شي.
ﮐﻪ ﻏﻮﺍړﺉ ﺩ قبضیت ﻟﻪ ﻧﺎﺭﻭغۍ څخه په امان پاتې شۍ ﻧﻮ ﻟﻪ ﺯﯾﺎﺕ ﭘﺮﻭټين ﺍﻭ ﯾﺎ ﭘﻨﯿﺮ ﻟﺮﻭﻭﻧﮑﻮ ﺧﻮړﻭ څخه ځان وساتئ ﺍﻭ ﭘﺮ ځاې یې ﻣﯿﻮﻩ، ﺳﺒﺰﯾﺠﺎﺕ ﺍﻭ ﻓﺎﯾﺒﺮ ﺍﻭ ﮐﺎﺭﺑﻮﻫﺎﯾډﺭﯾټ ﻟﺮﻭﻭﻧﮑﻲ ﺧﻮﺍړﻩ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﮐړﺉ.
وروستي