ديوه ځوانيمرګ  شاعرياد

                     

                                               قسمته ما دخپل غـــــــــــــــزل په مــــــــــټ هم 
                                              څوک چې پښتون نه وو پښتون مـــــــــــــې نه که 
       ليکوال : ګل رحمن رحماني
       داڅوورځې کېږي چې په پوهنتون کې دمونوګرافونودفاع اودسمينارونوغونډې پيل شوې زموږ ټولګيوال هريويوه موضوع چې دمونوګراف لپاره يې اخيستې وې راځي اودپوهنتون داستادانو، محصلينواوګڼومېلمنوپه وړاندې په رسمي اصطلاح خپل مونوګراف ارايه کوي اوبياورنه دفاع کوي هرچابېلابېل موضوعات اخيستي اوډېريې ښه اوزړه راښکونکي وو چې تراخره بايدواورېدل شي . دغه ټول موضوعات ادبي اوڅېړنيزدي .
تېره ورځ زموږ يوه ټولګيوال بختياردراني د ننګرهاردپچيراګام ولسوالۍ په فرهنګي بهيراوليکوالو په اړه له خپل مونوګراف نه دفاع کوله اوکله يې چې شاعران معرفي کول نوپه ډله کې يې دپښتوژبې دځوان شاعر سيدزمان قسمت نوم هم راغى خو ده ورسره اروښادوويل زه حيران شوم چې هسې نه درانى تېروتي وي خو کله مې چې وروسته پوښتنه وکړه نوريښتياهم هغه داسې شېبې وې چې نورنوقسمت صيب زموږ په مينځ کې نه وواوپه اوږده سفررانه تللى وو .
دراني وويل چې نوموړى څوروځې وړاندې له خپل يوه بل ملګري انجينرسره په موټرسايکل په يوه ترافيکې پېښه کې مړشوى دى ددې خبرپه اورېدومې په ذهن پخوانۍ شېبې دباران په څېرراوورېدې .
((دماښام اته بجې وې په خپل دفترکې دکمپيوټرشاته ناست وم دخپلې ادبي خپرونې لپاره مې ځينې موادچمتوکول چې نيم ساعت وروسته پيل کېدله په نوو شعرونومې هم نظرتېرولوچې تلفون ته مې زنګ راغى چې اوچت مې کړنو زماګران ملګرى اوليکوال زرخان څارن وو له ستړي مشي اوجوړپخيروروسته يې راته وويل چې ستاسې دفتريې نږدې چېرته په کومه مېلمستياکې ګډون کړى اوتکړه شاعرسيدزمان قسمت هم راسره دى که په راډيوکې کومه مرکه ورسره کړې تيارراغلى .
زه خوښ شوم چې خپرونې ته دمطالبوپه چمتوکولوکې به دغه مرکه هم راسره مرسته وکړي څارن ته مې وويل چې بس نيم ساعت وروسته مې تياره ادبي خپرونه درسره راويې وله چې په ژوندۍ بڼه يې مېلمه کړم اواورېدونکي به هم ورته خپل شعرونه وړاندې کړي .
همداسې وشول نيم ساعت وروسته قسمت دڅارن سره په موټرکې څودقيقې وړاندې له خپرونې زمادفترته راغى له قسمت سره مې دلومړي ځل لپاره وليدل قسمت له خپلوشعرونوراته ځوان ښکاره شو، ددرانه شخصيت ،غوره اخلاقو اوپښتونوالې په ټولواصولوبرابرمې ومونديوڅونورهمکاران موهم راغلل دخبري سروېس ترخلاصېدوپورې مودچايوپه سره له قسمت سره پورې خبرې وکړې اوبيامو په نهوبجوپه خپرونه پيل وکړټوله خپرونه تقريبااتيادقيقې وه چې قسمت صيب په کې دخپلې شاعرۍ ترڅنګ دلسګونواورېدونکواوخپلوهغه مينه والو چې دده په شعرونومين وو عالمانه نظرونه ورکړل چې مااوهغوى ته قناعت بښوونکي وو . په سرکې يې يادونه وکړه چې درې شعري ټولګې (( لمرپه چنارونو)) ((زمادزړه په هريوغږکې ته يې )) اودمازديګرزېړيه لمره چاپ شوي دي چې دهغه دښې شاعرۍ څرګندونه يې کوله . خپرونه مودهغه په دغه بيتونوپيل کړه . 
                                         غزل 
                      ماچې څوک نه غوښته نويون مـــې نه که
                      ماچې څوک غوښته نوراستون مې نه که 
                      منم ديارمينه کــــــــې وې شبــــــــــګيرې 
                      خوسرمې هسک ووپه زنـــګون مې نه که 
                     دجـــــانان زړه وولکه شــــــــــــاړه دښــــته 
                      دميــــــــنې بوټى پرې زرغون مــې نه کــه 
                      زمادسبابرخليــــــــــــــک څه ماناچـــــــــې 
                      يوڅوک مــــې زړه که خوازمون مې نه که
                     خپل ژونـــــــدمې بايلوددســـــــباپه خـــاطر
                     دنن مــــــــــــــې نه که دپرون مــــې نه که
                     قسمته مادخپــــــــــل غزل په مــــــــــــټ هم 
                     څوک چې پښتون نه ووپښتون مـــې نه که 
     په خپرونه کې غزلبول شاعرسيداميرجان ګيلمن هم زنګ هم وهلى وو اونقل يې راکړچې قسمت صيب ښه ترنم هم کولى شي همغه ووچې په خلاص زړه يې ښه ترنم هم وکړ. په خپرونه کې مې پوښتنه ورنه وکړه چې شاعراوعادي انسان څه فرق لري لنډځواب يې راکړ. ((شاعريوهنرمنددى اوهرڅوک هنرمندنه وي )).
خپرونه موله ګڼوپوښتنواوشعرونووروسته پاى ته ورسېده له خپرونې وروسته هم ترډېره سره ناست وو اوادبي بنډارمووکړوروسته زرخان څارن اوسيدزمان قسمت لاړل ، څارن صيب چې له منډوترړولږڅه وزګارشي اوس هم کله کله راځي خو قسمت صيب نوبيادتل لپاره رانه لاړاوبياترننه دهغه دغه بيت زماپه زړه منګلې لګلولې دي .
                                 قســــــــمته مادخپـــــل غزل په مټ هم 
                                 څوک چې پښتون نه ووپښتون مې نه که
       زمالومړي ليده له قسمت سره وروستي ليده شول اويوشاعرمې دتل لپاره له سترګوپناه شو لاړو اوشعرونه يې يتيمان شول زه پوهېږم چې هغه په واقعي مانا،شاعروواوس هم همغه خپرونه هروخت په کمپوټرکې رااړوم اوڅوشېبې دهغه په يادتېروم اودده په ويناچې په ځوانه ځوانۍ کې دخپل قوم مشري هم وردغاړې وه چې دااعتمادپښتانه قومونه دومره اسانه په چانه کوي . زه نوموړى دپښتوادب له بڼ نه هغه غوړېدلې غوټۍ بولم چې بې وخت ورژېده اوبڼ يې بې ښکلاکړ.
     په اخېرکې دهغه درنې کورنۍ ،دپچيراګام ټولو فرهنګيانووروڼو،څارن صيب اودنجم الدين اخنذاده علمي ټولنې ټولوغړوته له ځانه او دصفاراډيوله اړخه دزړه له کومې تسليت وايم روح يې ښاداوپرګوريې نور.