غزل

ســر ته مــــې راپام شو چـــــې په لور دزنګنو تلو
خيال يې کړم حيرانه چې په خوا د تورو شپو تلو
ځان يـــــې راښکاره کړو چې برسيره شو اوبو کې
حباب غـــوندې بــــــې خوده زنګيدلی په څپو تلو
تصـــــوير ته مـــــې کتل د خــــوبـــونو په آيينه کې
بــــې واره شان نـــــظر مې د اوښکـــو په ډيوو تلو
آســـــمان و تک ســــور شوی که ســور زما نظر و
لـــــمرپه ژړيدو و، زړه چــې زړه نه په سلـــګو تلو
محوه مې هر خيال شو چې مې سر کړلو راپورته
زړه مـــې سـوځيدلو هـــــر يو آه مــــې په لمبو تلو