ځوانکې (د ځوانۍ پر وخت په مخ باندې دانې) لاملونه او درملنه يې
ځوانکې چې په انګلېسي کې ورته Cutaneous يا Pustule وايي، د پوستکي يا جلدي ناروغي ده. هغه کس چې د ځوانکې ناروغي ولري نو له يادې ناروغۍ څخه داسې نه وي په تکليف، چې استراحت نه شي کولی، درد کوي او يا هم د وجود په نورو برخو کوم بد اغېز وکړي، خو د مخ پوستکي خرابوي او ځېنې وخت د خارښت او کم درد سبب هم کيږي.
دغه دانې لکه څه ډول يې چې د پښتو ژبې له نوم څخه يې ښکاري، د ځوانۍ د دورې دانې دي.
ځوانکې د ښځينه په پرتله په نارينو کې ډېرې د ځوانۍ په مهال پيدا کيږي، لامل يې دا دی، چې ځوانکې د ټيسټيسټرون هورمون د غېرې نارمل او غېرې روغتيايي ودې له امله منځ ته راځي. د ځوانۍ په مهال د ټيسټيسټرون هورمون په نارينو کې وده کوي، چې غېرې نارمل وده يې د ځوانکې يا په ځوانۍ کې د مخ د دانو لامل کيږي.
دغه د انې زيړ، سپين او کله هم تور رنګ لري، چې دننه په کې مايع ميکروبي مواد ټول شوي وي.
۱- د ځوانکې لاملونه:
- ټيسټيسټرون هورمون: لکه څه ډول مو چې وړاندې هم يادونه وکړه، ځوانکې د ځوانۍ پر مهال په نارينو کې ټيسټيسټرون هورمون د غېرې نارمل ودې له امله منځ ته راځي، چې د نورو لاملونو څخه يې يو مهم لامل د ټيسټيسټرون هورمون دی.
- سباشيوس غده: له ټيسټيسټرون هورمون ورسته د ځوانکې بل لامل د سباشيوس غده ده. د سباشيوس غده هم هورمون تولېدوي، چې د هورمون غېرې نارمل تولېد د ځوانکې دپيدا کېدو لامل کيږي.
- د پوستکې غوړ: د بېلابېلو هورمونو له وجې د انسان پوستکی خو په ځانګړې ډول د مخ پوستکی غوړ توليدوي. هر کله چې د مخ پوستکی په زياته اندازه غوړ ترشح کړي نو په پايله کې يې ځوانکې پيدا کيږي.
- د مخ د پوستکي د حجرو زيانمن کېدل: د انسان په پوستکي باندې وېښته شتون لري، د دغه وېښتانو لاندې کوچني سوري شتون لري. د پوستکي د سوريو دنده ده، ترڅو پوستکي ته اکسېجن ورسوي. هر کله چې د پوستکي حجرې زيانمنې شي نو د ويښتانو دغه سوري په ښه ډول سره فعاليت نه کوي، چې په پايله کې، پر مخ ځوانکې پيدا کيږي.
- ارثي لېږد: که څه هم څېړنو ښودلې ده، چې ځوانکې سل په سل کې ارثي ناروغي نه ده، خو د هغه کسان چې پلار او يا مور يې په ځوانۍ کې د ځوانکې ناروغي درلوده په دې ناروغۍ ډېر اخته کيږي، د هغه کسانو په پرتله چې پلار او مور يې په ځوانۍ کې دغه ناروغي نه درلوده.
۲- د ځوانکې درملنه:
- په نرمو اوبو سره مخ ومېنځئ، بيا هغه کريم چې د ځوانکې لپاره توصيه کيږي په مخ په ارام سره وموښئ، هڅه وکړئ، چې د مخ پوستکی په سختې ټوټې سره وچ نه کړئ.
- کرم او د زيتون غواړي: د کرم پاڼې ټوټې کړئ او بيا يې له کمې اندازې د زيتون له غواړيو سر ګډې کړي، پر مخ يې ووهئ او د يو څه وخت لپاره يې پرېږدئ.
- د پياز اوبه: له تازه کلچه پياز څخه اوبه وباسئ او د مخ په هغه برخه باندې يې ووهئ، چې ځوانکې پرې شته. د پياز اوبه کولی شي، چې میکروبونه ووژني.
- په ورځ کې اته ګلاس اوبه څښل: د پوستکۍ د غوړو د کموالو او همدارنګه د ځوانکې د له منځه وړو لپاره د اوبه څښل دي. هڅه وکړئ چې په ورځ کې اته ګلاسه اوبه وڅښئ.
- نعنه: نعنه چې ځيني خلک ورته وېلنی هم وايي، د ځوانکې په درملنه کې ښه اغېز کوي. د تازه نعنه پاڼې او يا هم اوبه يې پر مخ ووهئ او د يو وخت لپاره يې همداسې پرېږدئ.
- مڼه او شات: د مڼې اوبه وباسئ، بيا له شاتو سره ګډه کړئ. د ۱۵ يا ۲۰ دقيقو لپاره يې په مخ پرېږدئ، وروسته يې په نرمو اوبو ومېنځئ.
- هوږه: د تازه هوږې دانې سپينې کړئ، په ځوانکو يې په ارام ډول سره وموښئ، بيا ۲۰ دقيقې يا نېم ساعت وورسته مخ ومېنځئ.
- نارنج پوټکی: د مالټې يا نارنج پوټکي د مخ په هغه برخه باندې ووهئ، چېرته چې ځوانکې وي.
- که چېرې دغه د ځوانکې ناروغي ډېره شديده وي، نو غوره ده چې د پوستکي له متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ.
وروستي