لطیف پدرام د افغانیت او اسلامیت ستر دښمن دی

لطیف پدرام چې د ملي کنګرې په نوم د یوه ګوند رییس او د افغانستان د اقلیت قوم تاجک مربوط یو ډېر سپین سترګی انسان دی، کوم چې په خپل قوم کې د یوه عادي انسان او یا د یوه ماشوم وزن هم نه لري، خو ولې دی ځان د تاجک قوم یو ډېر لوړ مبارز بولي، دغه سړی په حقیقت کې د تېرو یو څو لسیزو را هیسې د افغانستان په دې بحراني شرایېطو کې د دغو بدو حالاتو د لا بدکولو یوغوښتونکی انسان دی.

پدرام د افغانستان د بدخشان ولایت اوسیدونکی دی او د دغې ولایت څخه په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې د افغانستان ولسي جرګې ته ورغی، خو پدرام یوازې په ولسي جرګه کې نه، بلکې له دې وړاندې د افغانستان په دې ناوړه شرایېطو کې د یو روهي مېکروب په څېر موجود و.

داسې ویل کیږی چې دغه سړی د ډاکټر نجیب الله د حکومت سقوط نه وروسته د شمال اتحاد یو قومندان احمدشاه مسعود سره یو ځای شو، دوی دواړه که د فکر په لحاظ هر څوک وو،خو دا موقف یې یو و چې باید په دې خاوره کې د پښتون قوم چې ددې خاورې اصلي حقدار او په هر اړخ کې په سلو کې له شپیتو نه زیات په دغه ټاټوبي کې واقعي شتون لري، د سرکوبۍ لپاره مټې را بډ وهې.
داسې ویل کیږي چې، لطیف پدرام له مسعوده وړاندې د ببرک کارمل، چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د روس پلوه رژیم په راس کې و، یو نږدې دوست او ملګری و، چې د دوستۍ او ملګرتوب راز یې همدغه د افغانستان او پښتون ضد مفکوره وه ؛ ببرک کارمل هغه سړی و چې په ۱۳۴۳هـ ش کال کې د نورمحمد تره کي سره یو ځای د خلق دیموکراتیک په نوم یو ګوند جوړ کړ خو کله چې ببرک کارمل په هغه ګوند کې خپلې سمتي ګټې ونه لیدې نو په ۱۳۴۴ ه ش کال کې یې دغه منظم ګوند په دوو برخو(خلق او پرچم) وویشه او په خپله د پرچم د ډلې مشر شو، چې پایله یې د جدي شپږمه د روسانو راتګ شو، کوم چې افغانستان یې د تاریخ یوې بلې غمناکې کندې ته ور وغورځوه او دغه کریه او بد انسان د شوروي په مستقیمه همکارۍ په کابل کې پر تخت کیناست.

احمدشاه مسعود په اتیایمه لسیزه کې د جهاد یو قومندان او له هغې وړاندې یو څو کاله مخکې د اسلامي نهضت (اخوان المسلمین) غړی و، خو ولې ده د خپلو اصلي ملي او اسلامي برنامو خلاف په ۱۹۸۲ م کې د شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر سره عوربند وکړ او په دې توګه سره یې د خیانت یو لوی حقیقت څرګند کړ.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته احمدشاه مسعود په ۱۹۹۲ م کال کې د کابل ځینې مهمې برخې ونیوې او په دې توګه سره یې خپل ټول مادي او معنوي قوت د خپلو مخالفینو خلاف په کار واچوه چې په نتیجه کې یې د کابل ورانول او نږدې اویا زره د کابل ښاریانو وژل وو.

په وروسته کې پدرام چې کله د هېواد څخه د باندې د لوړو تحصیلاتو په منظور ولاړ، نو په ایران کې په داسې روحیه وروزل شو چې ده د افغانیت پر ځای ایرانیت او پارسیت ته ترجیح ورکړه او نور یې د افغان او افغانستان له نوم سره داسې حساسیت پیدا شو چې ته به وايې پدرام له افغانستان نه بغیر د کوم بل هېواد تبع دی.

د پدرام اړیکې د ایران او تاجکستان سره په داسې ډول دي، چې نور هغه نه یوازې دا چې افغانستان هېر کړی بلکې له افغانستان څخه کرکه لري؛ دغه د تعصب په مرض کاکړ انسان وايي، زه افغان نه یم او زه افغانستان نه منم؛ پدرام او دده په شان یو ځو دګوتو په شمېر ملي خاینان ددې کلک پلویان دي چې تر څو افغانستان تجزیه او د امو څخه نېولې تر اټکه پورې په دې متحد ملت کې چې هره برخه یې د پښتون قوم قسمت دی، دوه جلا هېوادونه جوړ کړي.

پدرام کله د تاجکو لپاره د جلا هېواد د جوړیدو شعارونه ورکوي او کله بیا داسې ښيي چې د افغانسان هغه برخې چې تاجکان په کې زیات مېشت دي د شوروي د یو پخواني جمهوریت تاجکستان سره تړي، کله بیا د خراسان نوم اخلي او ځان په یو ډول نه یو ډول په ایران پوري ښخوي او داسې مانا ورکوي چې د افغانستان ډېری برخې د ایران برخې دي، او کله بیا د افغانستان نور قومونه لکه ازبک، ترکمن، هزاره نورستانیان، پاشایان په ځان پورې تړي.

پدرام وایي که چېرته دی قدرت ته ورسیږي نو د افغانستان نه به د افغانستان نوم لرې کړي، د ډیورنډ کرښه به د رسمي کرښې په حیث وپیژني، د افغانستان ملي سرود به په پارسي کړي، ده څو ځله د غازي امان الله خان خلاف داسې بد څه ویلي چې هيڅ د منلو نه دي، خو مګر دغه پردي پال ته تر اوسه چا د خولې خوند نه دی ور سم کړي، چې تر څو هغه څه چې دی خوري، بیا یې ونه خوري.
په اوس مهال کې چې کله د الکترونیکي تذکرو مساله را مخکې شوه، په دغو تذکرو کې پدرام او ورسره یو څو نورو کسانو په ولسي جرګه کې د افغانیت او اسلامیت د نومونو د لیکل کیدو مخه نېوله خو ولې وروسته دا مساله د ولسي جرګې د غړو د رایو په اتفاق سره تایید شوه تر څو په دغو الکترونیکي تذکرو کې دغه دواړه ارزښتناک نومونه ولیکل شي ، سره ددې چې بیا هم دغه سړی په دې هڅه کې دی تر څو په دې مابین کې د نفاق او جدایۍ اور ولګوي.

پدرام نه یوازې دا چې یو افغان ضد او په دې خاوره کې د نفاق زړی دی، بلکې د اسلام او دیني ارزښتونو یو ستر ضد انسان هم دی؛ هغه ډېر واره داسې څه ویلي چې د دین او اسلامي ارشاداتو خلاف دي، خو مګر تردې دمه افغان دولت په دې برخه کې جدي اقدام نه دی کړی.

د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان مدني قانون هغه څوک چې داسلامي او ملي ارزښتونو خلاف وي د یو ملي خاین په توګه پېژني او باید چې مجازات شي.

دغه د ملي روحیې ضد انسان چې تر ډېره حده د ایران په ګټو تمرکز کوي داسې فکر کوي چې د اوسني افغانستان ټول قومونه پرته له پښتون څه دا باید د ایران( چې وار له مخه یې زموږ پرهېواد خپل کلتوري یرغل شروع کړی) یوه داسې نفوذي سیمه شي چې هغه څه چې د ایران له خوا په کلتوري او فرهنګي لحاظ جوړیږي او را منځ ته کیږي باید بغیر له دلیله ومنل شي.
دا د افغانستان او افغانیت لوی دښمن د لوی اریانا ارزښتونه ټول ایران ته منسوبوي، خو په واقعیت کې دا ټول ارزښتونه په دغه افغاني خاوره افغانستان پورې ارتباط لري او اوسنی ایران یا پخوانی پارس بیا د همدغه افغانستان څخه زیږیدلی دی او دغه پارسي ژبه چې اوس په ایران کې د رسمۍ او دولتي ژبې په حیث شتون لري، هم له افغانستان څخه د غزنویانو په دوره کې ایران ته تللې ده.