که چېرته جمهوررییس د بلخ پخوانی والي بغیر له قید او شرطه له دندې ونه باسي؛ نو دا به د جهوررییس لپاره غټه معنوي کمزوري وي

که چېرته جمهوررییس د بلخ پخوانی والي بغیر له قید او شرطه له دندې ونه باسي؛ نو دا به د جهوررییس لپاره غټه معنوي کمزوري وي.

په دې وروستیو کې چې کله دبلخ د پخواني والي عطاء محمد نور او د ارګ تر منځ د بلخ د ولایت پر سر ستونزې را ولاړې شوې نو ورسره د بلخ پخواني والي عطامحمد نور غورې پرشې هم شروع شوې، ده وویل چې د بلخ له ولایت څخه یې هیڅوک نه شي لرې کولای او نه به لري شي.

تر دوو هفتو پورې د بلخ ولایت مقام چارې د بلخ د مرستیال والي له خوا تر سره کیدې، خو کله چې عطاء په دې مسله کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ځان لپاره د لستوني مار وباله او ګواښ یې وکړ چې د عبدالله غاښونه به مات کړي نو بالمقابل کله چې عبدالله په طنز ډوله لهجه د عطاء خبرو ته ځواب ورکړ او په کنایي ډول یې هغې ته ناوړه خطابونه وکړل نو د عطاء احساسات را وپاریدل او هغه ته یې په خطاب کې وویل چې خپل زور به ورته څرګند کړي.

په دې کې چې د ارګ او عطاء تر منځ خبره لا پسې اوږده شوه نو په دې وخت کې عطاء د خپلو پلویانو په بدرګه د ولایت مقام ته ولاړ، د مرستیال والي څخه یې چارې بېرته واخیستې او خپلې ولایتې چارې یې پیل کړې، زما په نظر چې عبدالله ته دده زور ښودل همدغه وو خو اوس خبره داده چې که چېرته عطاء محمد نور په خپل ځای پاتې شي او یا دا چې که دده د شرطونو د منلو په صورت کې ارګ د بلخ لپاره دده په خوښه والي تایید کړي نو دا به ددغه حکومت لپاره څومره د عیب خبره وي؟

زما په نظر دا به د حکومت او په خاص طور د ډاکټر محمد اشرف غني لپاره د داسې کمزورتیا مانا ولري چې بیا به یې جبران نه کړي.

کله چې د ارګ او جمعیت تر منځ د بلخ د ستونزې په اړه مذاکرات روان وو نو د قندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې دی د قندهار خلکو له خوا ټاکل شوی دی او هيڅوک به دی له خپل ځایه لرې نه کړي، دا باید ووایو چې دا د رازق هغه خبره وه، چې له دې وړاندې عطاء محمد نور هم ۤپه ورته توګه کړې وه چې ویلي وو، دی هيڅوک له ولایته نه شي لرې کولای ځکه دی د جمعیت او محمداشرف غني ترمنځ د واک د وېش په تفاهم کې د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی دی او یوازې د لرې کولو صلاحیت یې د جمعیت اسلامي سره دی، نه د بل چا سره؛ دا هغه خبره وه چې رازق تقلید کړه.

دا چې جنرال رازق د جمعیت غړی او یا هم دهغه طرفدار دی نو ولې بیا د کندهار د امنیه قومندان په توګه (چې د یوه بې طرفه او اصیل افسر دنده ده) وظیفه اجرا کوي او دولت ته د بې قانونۍ له بام څخه ګواښونه کوي.

جنرال رازق د شمشاد سره په خبرو کې د افغان دولت اغېز او معنوي قوت ته په سپکه سترګه وکتل او دا یې په ډېرې زوړورتیا او بې غمۍ سره وویل چې نور نو په دې خاوره له ده نه پاس څوک داسې نشته چې ده ته کږې سترګې هم ور واړوي.

په بلخ کې د عطاءمحمد کیسې او په کندهار کې د رازق دغه ډول څرګندونې هغه څه دي چې د افغان دولت صلاحیت او قانوني واک تر پوښتنې لاندې راولي او که چېرته یې په اړه غوڅ تصمیم ونه نېول شي نو خبره به انارشۍ او خپلسرۍ ته ورسیږي.

داسې څرګندیږي چې د دغو کسانو دغه ډول خبرې نه یوازې د دوی د دندو د روحیې سره چندان سمون نه خوري، بلکې ددوی دغه چپې خبرې بیا د قانون په وړاندې د خپل مسولیت نه منل دي کوم چې باید له دوی نه یې پوښتنه وشي.
که چېرته ارګ او سپیدار ماڼۍ د عطاء او رازق دغه ډول خبرو ته جدي پام ونه کړي نو په لنډ وخت کې به نور عطاء ګان او رازق ګان هم په همدغه ډول غیر اختیاري خبرو کولو ځانونه تکړه او کلک وښيي.
نورمدین بلخېل