لغمان کې د خوشال بابا فکري بهیر څلورمه ناسته!

قاري صیب عبدالاحد عتید د بهیر ناسته د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو تلاوت سره پیل کړه، ورسره جوخت یې د حدیث ژباړه وکړه، ځوانان یې زده کړو، یووالي او همغږۍ ته راوبلل.


دغه راز د مهترلام ښاروال انجینرنظیف الله الکوزی هم د ناستې ګډونوال و، نوموړي په خپل وار د بهیر ناستې ګټورې یادې کړې، ځوانانو سره یې خپلې تجربې شریکې کړې او سپارښتنه یې وکړه، چې د بهیر ناستې باید له دې لا ډېرې معیاري شي.
ورپسې «موږ ولې نه بریالي کېږو؟» ښوونیز لکچر ښاغلي سمیع الحق الکوزي وړاندې کړ، یاد لکچر د ګډونوالو د هرکلي سبب شو.
د ځوانانو په استازۍ بهار مل بهار خبرې وکړې، د ځوانانو په تشویق او هڅونې یې ټینګار وکړ!
رحمان الله رحماني انانسري وکړه او ناسته په دعا پای ته ورسېده!