د سوزاک يا (Gonorrhea) ناروغي، څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نیک محمد ویال د روهي وېبپاڼې څښتن
سوزاک چې په انګلېسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي، د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده. چې علمي نوم يې (sexually transmitted infection (STI دی.
د سوزاک ناورغي د تناسلي سېسټم د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي.
۱- د سوزاک ناروغۍ نښې - نښانې:
نارينه:
- د ادرار (تشو متيازو) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه
- د تناسلي آلې څخه د سپين، زيړ او شينې رنګې مايع وتل او بهېدنه
- د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې
- د هګو (خصيو) پړسوب
- په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل
- د بندونو يا مفصلونو درد
ښځېنه:
- د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.
- د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس
- له جنسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه
- استفراق کول او د نس درد
- د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې
- په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد.
- په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر - زر احساس
۲- د سوزاک د ناروغۍ لاملونه:
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د سوزاک ناروغي د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي. د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په Neisseria gonorrhoeae باندې ککړ وي، نو روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې دغه ناروغي په اسانۍ سره لېږدول کيږي.
په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو:
- د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جنسي اړيکې دي. څېړونو ښودلې ده، چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده، خو که چېرې نارينه د سوزاک ناروغي ولري، نو ښځو ته يې د لېږد شونتيا له ۷۰ څخه بيا تر ۸۰ سلنې پورې ده.
- که چېرې حمل لرونکي مور يا اميدواره ښځه د سوزاک ناروغي ولري، نو د زېږون په وخت کې ماشوم ته د لېږد احمتال لري.
۳- د سوزاک د ناروغۍ مخنېوی:
- په يو کس د سوزاک ناروغۍ د شتون په وخت کې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول
- د جنسي اړيکو په وخت کې د کندوم څخه کار اخېستل
- مخکې د ماشوم د زېږدنې څخه د مور د سوزاک د ناروغي درملنه
- د خولې له لارې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول
۴- د سوزاک ناروغۍ درملنه:
- کومې نښې - نښانې مو چې وړاندې وښودلې، د هغې په ښکارېدو سره بايد د ادرار يا تشو متيازو ټېسټ ترسره شي، چې په تکثري سېسټم کې د Neisseria gonorrhoeae بکتريا پر وړاندې درمل توصيه شي او ياده بکتريا له منځه يوړل شي.
- تر هغه چې د ډاکټر له لورې توصيه شوي درمل اغېز کوي، نو بايد د جنسي اړيکو له تر سره کولو ډډه وشي.
د سوزاک ناروغي نه يوازې په تکثري او تناسلې سېسټم باندې اغېز کوي، بلکې د وجود په نورو برخو لکه مرۍ، خوله، بندونه، نس او خاصرې لکن باندې هم بد اغېز کوي او درد لامل کيږي.
هر کله چې پورته ياد نښې - نښانې تر سترګو شي، نو په بېړه بايد د ادرار ټېسټونه ترسره شي، ترڅو د Neisseria gonorrhoeae بکتريا ډېر وړاندې تګ ونه کړي.
مهمه خبره داده، چې هر کله چې ښځه او يو خاوند د سوزاک ناروغي ولري، نو تر هغه چې په مکمل ډول د سوزاک درملنه نه وي شوي، بايد جنسي اړيکي ترسره نه شي. د سوزاک د ناروغۍ په وخت کې د جنسي اړيکو ترسره کولو دوه ستونزې رامنځ ته کوي.
- د ناروغ کس څخه په اسانۍ سره روغ کس ته د ناروغۍ لېږد.
- د جنسي اړيکو په وسيله د ناروغ کس ناروغي لا نور هم پېچلي او مغلقه کيږي.
په امريکا د څېړونو په پايله کې تر اوسه د سوزاک د ناروغۍ په زرګونه ډولونه پېژندل شوي دي، چې لوی لامل يې د Neisseria gonorrhoeae بکتريا ښودل شوې ده.
وروستي