
محمد رفيع واکمن
ویل کېږي روغتیا لوی شتمني ده، ددې په معنا او اهمیت هغه څوک ښه پوهېږي چې په ناڅاپي توګه په کومه ناروغۍ اخته شي، پر ځای پرېوځي او له خوځېدو خلاص شي.
افغانان یو ډېر عجیب او غریب خواص او عادتونه لري، که په افغاني ټولنه کې دوه، درې کسانو یو کار وکړ بیا نو ټول افغانان هم هغه کار او کړنې تر سره کوي چې بدبختانه بیا زموږ په سیمه، ټولنه او هېواد کې دود شي، نو بیا دوی دې ته نه ګوري چې ایا دغه کار زما په ګټه دي که په توان، بس خپله سیالي مخ ته وړي چې یو څو مثالونه یې پدې ډول دي:
۱ که چا خپل زوی، ورور... لندن یا کاناډا ته ولېږه، نو بیا د هغه خپل خپلوان، دوستان او کلیوال هم دغه کار کوي، خو دېته نه ګوري چې دغه کار څومره ښه او څومره بدې پایلې لري، حتا د خپلو اولادونو په ژوند لوبې کوي، مګر دوی خپله سیالي پالي، چې په رښتیا هم ښه کار نه دی.
۲ که چا خپله لور یا خور د بهر څخه راغلي هلک ته واده کړ، نو بیا هم، ټول همدا کوښښ کوي چې یاره زه هم خپله لور یا خور په بهر کې واده کړم، چې متاسفانه د هلک عمر، کاروبار، کورنۍ، سویه او داسې نور نه لیدل کېږي، بس خپله سیالي تر سره کوي، چې ددغې بدې سیالۍ بدې پېښې هر ورځ په خپلو سترګو ګورو، داسې په لسګونه نور مثالونه شته چې تاسې یې شاهدان یاست.
د تېرو څو میاشتو راهسې هندوستان ته یو شمیر زیات افغانان د تداوۍ او علاج لپاره روان دي، پخوا به ټول پاکستان ته تلل، مګر څه موده کېږي چې ټولو افغانانو هندوستان ته مخه کړې ده، چې په کابل کې د هندوستان د سفارت مخې ته هر ورځ په سلګونه افغانان د ویزې لپاره په اوږدو کتارونو کې په تمه وي، او که چېرې ولایاتو ته سر ور ښکاره کړو، نو د قول سنګریو مخې ته دومره افغانان ولاړ چې ګومان کوې ټول افغانان ناروغان دي او څوک روغ نه دی پاتې. بل پخوا به په اونۍ کې یوازې یو یا دوه پروازه هندوستان ته د الوتکو په پواسطه تر سره کېده، خو اوس په اونۍ کې څو، څو پروازونه له څو هوایي
شرکتونو تر سره کېږي چې واقعاْ د حیرانتیا خبره ده.
که حقیقت ته ځیر شو، نو اوس هندوستان ته تلل دود او رواج ګرځېدلی دی نو ځکه په سلګونه افغانان هندوستان ته روان دي.
زما غوښتنه او وړاندیز لومړی د افغانستان اسلامي جمهوریت لوړ پوړي چارواکو او مسولینو ته دا دی چې دوی باید د هندوستان د سفارت له چاروکو سره په ګډه په کار پوه، مسلکي او د باتجربه ډاکټرانو یو پلاوي او ټیم په دې کار وګماري تر څو دغه ټیم او پلاوی حقیقي او مستحق کسانو ته هندوستان ته د تلو او د علاج او تداوۍ لپاره د تګ اجازه ورکړي، ځکه چې اوس د هندوستان سفارت ته دا مهمه نه چې دا مریض دی یا نه؟ دا په رښتنې توګه باید په هندوستان کې علاج وکړي او که نه؟ ایا دې ته پکار ده چې اوس هندستان ته لاړ شي؟ او داسې نورې په لسګونو پوښتنې دي، چې د سفارت او قولسنګریو چارواکي یÛ
په کیسه کې نه دي او د ورځې په سلګونه ویزې ورکوي ځکه چې ددې داسې خلکو په ورتګ د هندوستان د نورو وګړو ګټه نغښتې ده.
زه لومړی د عامې روغتیا له محترم وزارت څخه هیله کوم چې دې مسلې ته په جدې توګه پاملرنه وکړي تر څو د ډېرو عادي او معمولي ناروغیو لپاره څوک باید بهر ته لاړ نه شي، ځکه دغه کار زموږ په کدري، مسلکي، پوه او باتجربه ډاکټرانو په ورځنۍ کارونو، روحیاتو، حیثیت.... باندې ناوړه او بده اغېزه کوي چې کیدای شي بیا په راتلوونکې کې موږ ښه او مسلکي ډاکټران ونه لرو چې بیا په راتلوونکې کې به افغانان او زموږ هېوادوال د طب په ډګر کې به له لویو ستونزو سره مخامخ وي او له بلې خوا دولت به د هېوادوالو د بې ځایه لګښتونو او مصارفو څخه مخنوی وکړي چې دا د هر رښتنې او زړه سواندی دولت رسالت او دنده ده.
بل دا چې د ډېرو وړو او عادي ناروغیو لپاره چې دغه افغان ناروغان هندوستان ته ځي، هلته هندي ډاکټرانو ته داسې مفکوره پیدا شوې ده ګوندې په افغانستان کې هېڅ پوه او تکړه ډاکټر شتون نه لري، که حقیقت ته ځیر شو نو په افغانستان کې داسې ډېر ډاکټر صاحبان شته چې پرته له کوم تشخیص، څېړنې او مشورې د ناروغانو علاج کوي، که چېرې دوه یا درې قلمه دوا پکار وي، نو ورته لوي پلاستیک ډکوي، خپله پروفیسور صاحب ورته د درملتون پته ورکوي، خپله پروفیسور صاحب ډېر بې کفیت دوا ناروغانو ته لیکي او داسې نور، چې دلته بیا هم د عامې روغتیا وزارت پړ او ملامت دي، ځکه دا د دوی مسولیت او دنده ده چې د ډاکټر صاحبانو د ناوړه کارونو او کړنو مخه ونیسي، خو افسوس چې دې موضوع تر اوسه چا کومه خاصه پاملرنه نه ده کړې.
زه څه موده مخکې له یو ناروغ سره چې د زړه د عملیات لپاره ددې ځای ډاکټرانو توصیه کړې وه تللی وم، تاسې باور وکړی چې ما هلته په روغتون کې داسې ناروغان ولید چې د غاښونو د میځلو او غاښ کېنولو لپاره هند ته راغلي و، بل ناروغ مې ولید چې د عینکو د اخستو لپاره راغلی و، زه هک پک پاتې شومه ځکه دا په رښتیا هم د اندېښنې وړه خبره د چې د دومره وړو، وړو ناروغیو لپاره دې څوک بهر ته سفر وکړي او خپل علاج وکړي.
که تاسې کله هندوستان ته د تداوۍ لپاره لاړ شي بیا به په روغتونونو کې وګورۍ چې څومره افغانان د وړو او عادي علاج لپاره راغلي دي، داسې به ګومان وکړې ګوندې تاسې په کابل کې په کوم روغتون کې یاست، چې ډېره د حیرانۍ خبره ده چې د ډېرو وړو وړو ناروغیو لپاره افغانان هندوستان ته روان دي.
یو بله مهمه خبره چې ناروغانو ته ډېره ستونزمنه ده هغه د Foreigner Regional Registration Office د بهرنیانو د راجستر او ثبت ساحوی دفتر دي، کله چې تاسې هندوستان هېواد ته دنننه شي یا له هغه ځای بهر خپل هېواد یا کوم بل ځای ته ځۍ، نو باید چې د بهرنیانو د راجستر او ثبت په ساحوی دفتر کې ځان راجستر کړي تر څو هغوی تاسې ته د پاتې کېدو او یا د تګ اجازه ورکړي، باور وکړي چې په دې دفتر کې دومره ګڼه ګوڼه وي چې اکثره خلک په دوه یا درې ورځو کې ځان نه شي کولای راجستر کړي، زه چې کله دغه دفتر ته ورسېدم د سهار نهه بجې وې او تر دې مهاله پورې ددې دفتر مسولین نه و راغلي، کله چې مې له نورو افغانانو وپوښتل هغوی وویلې دوی لس بجې کار ته راځي، په دې دفتر کې کې په سلګونه نارینه، ښځینه او ماشومان د ثبت لپاره په تمه وي، حتا یو ناروغ مې ولید چې په کټ کې پروت و او د ثبت انتظار یې ایسته، یو کاکا راته وویلې: زه بیګاه له لسو بجو څخه خپل نمبر ته په تمه یمه او اوس د سهار لس بجې دی، تر اوسه پورې زما د بېرته تګ یا وتلو اجازه نه ده راکړ شوې، په داسې حال کې چې زما دوه بجې کابل ته پرواز دي، نو تاسې خپله فکر وکړي چې دا څومره مشکله ده، زه بیا د هندوستان د سفارت له چارواکو نه دا غوښتنه لرم، چې که تاسې پر کوم مریض باندې شک لري او فکر کوي چې دا به هندوستان ته ګواښ وي اوکومه امنیتي ستونزه را پیدا کړي، نو مهرباني وکړي او هغه ته ویزه او اجازه مه ورکوي، مګر څوک چې د خپل علاج لپاره ځي او راز راز او سختې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي نو مهرباني وکړي او د ثبت او راجستر څخه ورته معافیت وړ کړي، تر څو هغه خپل علاج وکړي او وخت یې ضایع نه شي، هیله ده چې د افغانستان مسول او د هندوستان سفارت مسولین زما دغې غوښتنې ته پاملرنه وکړي، تر څو زموږ د هېوادوالو وخت، پیسې ..... ضایع نه شي، او بل یو خو دې خدای دا زموږ افغانان پوه کړي، صبر او حوصله ورکړي ترڅو په ځینو ځایونو کې قانون مراعت کړي دا خبره مې ځکه وکړه چې دوی په هېڅ ځای کې قانون او اصولو ته پاملرنه نه کوي، ددې پر ځای چې د ثبت او راجستر په ساحوی دفتر کې په منظم کتارونو او لیکو کې ودرېږي، نو د ثبت او راجستر په وخت کې به ناروغان، خصوصاْ کمزوري، بډاګان، ښځینه او ماشومان په تکلیف نه شي، خو افسوس چې زموږ افغان که پر سړک وی یا د کوم دفتر مخې ته په انتظار کې وي نو بس د بزکشۍ لوبه یې پیل کړي وي او یو بل ته نمبر نه ورکوي چې دې کار سره ددوی ډېر وخت ضایع کېږي او د دوی پوه او حیث هم د سوال لاندې راځي.
زه په ډهلي کې د افغانستان د سفارت له چارواکو څخه په جدې توګه غوښتنه کوم چې د هندوستان له دولت سره په دغې مسلې خبرې وکړي چې د ثبت ساحوی دفترونه دې افغانانو زیات شي ځکه چې تر نورو بهرنیانو اوس افغانان زیات هندوستان ته سفر کوي او ددغو دفترونو وخت هم ور زیات کړي، ځکه زموږ افغانان خصوصاْ ناروغان ډېر زیات په تکلیف او ستونزه کې دي.
زه په اخره کې د ټولو افغانانو څخه یوه هیله او غوښتنه کوم چې که د چا علاج په افغانستان کې ممکن وي، نو مهرباني دې وکړي هندوستان ته د تلو نه ډډه وکړي، ځکه چې دا مړی په دې ژړا نه ارزي، تاسې به له ډېرو زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي، ډېرې زیاتې پیسې به مو بې ځایه مصرف شي، زیات وخت به مو د لاسه ورکړي او په هندوستان کې دومره نور تکلیفونه وګوري چې بیا د دوهم ځل لپاره که څوک مو په زوره هم ولېږي تاسې به لاړ نه شی. نورې ډېرې زیاتې ستونزې شته چې که د ټولو یادونه وکړم، نو ستاسو پر سر به درد شي او د مضمون له لوستو به ډډه وکړي.