ديونان لاره

لمر په لويدو دى
ماښام ورو ورو خپل څادر غوړوي
سړه او تونده سيلۍ
د ونو پاڼې اړوي راړوي
دخړخاورين دوچتي کور
ددروازې ترڅنګه
د تناره په مورګه ناسته
يوه ځوانه ښځه
په ځنګانه يې کينولې
يوه ښکلې درې کلنه نجلۍ
د نجلۍ لاس کې يوکنډک
د تناره د ډوډۍ
خو ښځې دوې سترګې
دمخامخ کنډو په لارګنډلې
په خړو خړو اننګو باندې يې
يوه يوه اوښکه رامنډه کړې او ښکته توى شي
نجلې په خواره خوله پوښتنه کوي
مورې مورې!
بابا مې کله راځي؟
مور يې وړه نجلۍ په ټنډه ښکل کړي
په ژړغونې اندازووايي
لورکۍ بابا دې زر راځي
سبا به راشي
خو زړه کې وايي لورې
بابا دې نه راځي بيا
هغه په لار د يونان تلو
دسمندر ماهيانو وخوړلو
٧ غويي ١٣٨٩
سيدجيلاني جلان کابل نوا راډيو