اپل له خپلو پېرودونکو بښنه غوښتې ده

ورسته له هغه چې د اپل شرکت د مشهور تولید یعنې پخوانیو ایفونونو کاري سرعت کم شو، د امریکا په اتو فدرالي محکمو کې په دغه شرکت باندې له دې کبله دعواوې وشوې چې مشتریانو ته له خبرداري ورکولو پرته یې له دوی سره چل او فرېب کړی دی. په دې حقوقي دعواوو کې ویل شوي چې اپل شرکت له دې کبله چې زاړه ایفونونه یې سم کار نه کوي، مشتریان مجبور کړي وو چې د حل لپاره یې بېلابېلې لارې ولټوي او د خپلو کارونو د ښه پر مخ بېولو لپاره نوي او د لوړې بیې ایفونونه واخلي. دغه دعواوې د کلیفورنیا، نیویارک او اېلېنویز ایالتونو په فدرالي محکمو کې د ایفون د هغو مشتریانو په استازیتوب شوې وې چې له دې چارې ځورېدل.
اپل له هغه وروسته داخبره افشا کړه چې د پرایمټ لبز په نامه د یوه شرکت له خوا د ایفون د اجرااتو د ارزونې لپاره یو اپلېکېشن جوړ شو. د ډسمبر په اتلسمه په خپاره شوي تحلیل کې ویل شوي وو چې د سافټ وېیر اپډېت کولو، د زړو ایفونونو سرعت کم کړی و. په سانفرانسیسکو کې په یوې دعوا کې ویل شوي دي چې له کوم نوي سافټ وېیر پرته د پروسېسر د سرعت پر وړاندې د بېټریو نیمګړتیا، یوه نقیصه ده. په دعوا کې دا هم ویل شوي وو چې اپل د دې پر ځای چې د بېټریو د نقیصې غم وخوري او اغېزمنو شوو ایفونونو ته اضافي بېټرۍ ولېږي، هڅه یې کړې چې دغه نقیصه پټه وساتي.
په ځینو نورو دعواوو کې ویل شوي چې مشتریانو ښايي داسې فکر کړی وي چې د ټلیفونونو سافټ وېیر یې خراب شوی او د نویو ټلیفونونو د اخیستو هڅه یې کړي وي، په داسې حال کې چې حقیقي علت یې د بېټریو خرابوالی و چې یوازېنۍ چاره یې د نویو بېټریو اخیستل وه. اوس اپل شرکت له بښنې سره سره د خپلو پېرودونکو لپاره د نویو بېټریو په بیه کې کمښت راوستی دی. له ګڼو نیوکو وروسته، چې ویل کېدل د اپل شرکت زاړه ایفونونه ورو شوي دي، دغه شرکت په رسمي ډول له خپلو پېرودونکو څخه بښنه غوښتې ده. دوی منلې چې زاړه ماډل موبایلونه یې داسې طراحي کړي دي چې د وخت په تېرېدو سره د بېټرۍ له اړخه زیان ویني او په سرعت کې یې کمښت راځي. پېرودونکي فکر کوي چې دغه شرکت دا کار د دې لپاره کړی چې دوی مجبور شي نوي ماډل ایفونونه واخلي.
اپل شرکت ویلي چې پېرودونکي یې کولی شي یوازې د یوې نوې بېټرۍ په اخیستو سره د خپل ایفون سرعت بېرته خپل اصلي حالت ته را وګرځوي او زیات یې کړي. اپل شرکت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د پېرودونکو د خوښۍ لپاره یې د نویو بېټریو بیه له ۷۹ ډالرو څخه ۲۹ ډالرو ته را ښکته کړې ده. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د دې لپاره چې د خپلو مشتریانو باور جلب کړي ګڼ تدابیر سنجولي دي.
لومړنی ایفون د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د اپل شرکت د مدیر سټیو جابز له خوا معرفي شو. د خلکو له تاوده هرکلي وروسته په ۲۰۰۹ کال کې دغه شرکت د ایفون درېیم نسل خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړ. وروسته ایفون څلور، چې کمره یې ۵ مېګا پېکسله وه بازار ته وړاندې شو. ورپسې ایفون څلور اېس بازار ته راغی، چې ۸ مېګا پېکسله کامره یې درلوده.
په ۲۰۱۲ کال کې ایفون پنځه اېس را ووت، چې ۱۱۲ ګرامه وزن یې درلود. ورپسې په ۲۰۱۳ کال کې ایفون پنځه سي د خلکو لاس ته ورسېد او د پېرودونکو له خوا یې ګرم هرکلی وشو. ایفون شپږ بیا د اپل شرکت اتم نسل دی، چې د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې بازار ته وړاندې شو. په همدې کال کې ایفون شپږ اېس هم د دغه شرکت بل تولید و، چې ګڼ شمېر پېرودونکي یې درلودل.
د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۱ مه نېټه اپل شرکت ایفون اېس آی بازار ته وړاندې کړ، چې ګڼ شمېر ښېګڼې او اسانتیاوې یې درلودې. ایفون اوه د اپل شرکت بل تولید دی، چې له ډېرو کمو بدلونونو سره بازار ته وړاندې شو. ور پسې اپل شرکت ایفون اوه پلس خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړ چې کمرې یې دوه لېنزونه درلودل او د عکس کیفیت یې ۱۲ مېګا پېکسله و.
په ۲۰۱۷ کال کې اپل کمپنۍ په سټیو جابز نومي سالون کې درې ډوله موبایلونه (ایفون ۸ ، ایفون ۸ پلس او ایفون لس) معرفي کړل. دغه ایفونونو ۶۴ او ۲۵۶ جي بي داخلي حافظې درلودې.
د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې اپل شرکت ایفون اېکس معرفي کړ چې د معرفي کېدو پر مهال ورته د ایفون لس نوم هم اخیستل کېدو. په دې ډول ایفونونو کې د تېر په پرتله ګڼ شمېر بدلونونه راغلي وو او ډېرې ښېګڼې لري. دې ایفونونو هم دوه ډوله ۶۴ او ۲۵۶ جي بي حافظې درلودې. بیې یې هم په ترتیب سره ۹۹۹ او ۱۱۴۹ امریکایي ډالره ښودل شوې وې. دا چې له دې وروسته به دغه شرکت خپلو پېرودونکو ته کوم نوی ډول ایفون وړاندې کړي وخت به يې ځواب ووایي.