
د اوسنۍ نړۍ ټول پرمختګونه د یوې سالمې منظمي ښوونې له امله رامنځته شوي دي او ټول وګړي په دې قانع دي چې بې له ښوونې او همداشان منظمې روزنې یو څوک نشي کولای د ژوند چارې په سمه توګه هغسې چې مناسبه ده پر مخ یوسي.
که تاسې زیاتره پر مختللي هیوادونه وګورئ ددوي د پرمختګ یو راز به دا وي چې هلته به د ښوونې کچې پر مختګ کړې وي او یا به د نورو سیمو باسواده خلکو په کې کار کړی وي دا ځکه وایم چې ډیرۍ داسې هیوادونه شته دي چې د وګړو د ښوونې کچه یې ټیټه ده او اقتصاد یې قوي دی، نو د همدې له امله نورو وګړو د پیسو په بدل کې ورته کار کړی دی مګر بیا هم خبره ښوونې او علم ته راځي.
که چیرته مونږ او تاسې خپل چاپیریال ته راشو دا سمه ده چې د پخوا په پرتله مو تغیر کړی دی مګر ځینې ستونزې شته چې باید ورته فکر مو وي.
د والدینو له لوري د ماشوم نه تشویق، نه پاملرنه، او نه څارنه ددې سبب ګرځي چې د ماشوم فکر بل لوري ته واوړي او فکر یې بدل شي، بله د ماشوم لپاره د مطالعې لپاره مناسب چاپیریال او وخت نه ټاکل بله ستونزه ده، کله چې مونږ او تاسې په دې قانع یو چې یو کوچنی نه شي کولای د ژوند چارې سمې سمبال کړي نو اړینه ده چې مونږ او تاسې ورته تقسیم اوقات برابر کړو او په هغې کې ورته د د منظم خوب سربیره، د لوبو، مطالعې او داسې د ژوند نورې اړینې چارې په کې موجود وي جوړ کړو.
د والدینو له لوري د پورتنیو چارو ترسره کول پخپله کوچنیانو ته پاملرته ده، ددې تر څنګ لکه څنګه چې یې وړاندې یادونه وشوه ماشومان باید وڅارل شي د هغه د ښوونکي سره نږدې وکتل شي چې ماشوم دې په کومه کچه کې دی، لایقه دی، نالایقه دی حاضري ورکوي نه یې ورکوي او څومره په صنف کې برخه اخلي، دا چارې تر سره کول زده کونکی دې ته متوجې کوي چې زه باید خواري وکړم تر پلار او ښوونکي ته ګران شم.
تر ټولو اړین څه چې باید ورته متوجې وو د یوه زده کونکي لپاره هغه ته د پرمختګ په وخت کې یو ډالۍ شرط کیښودل دي، یعنې که ورته وویل شي که اول نمره شوی دا ډالۍ درته اخلم هغه ستاسې تر اقتصادي حالت پورې اړه لري مګر دا کړنه زده کوونکې دې ته متوجې کوي تر څو نوموړی لا خواري وکړي او ښې نومرې لاسته راوړي.
د ماشومانو بې ځایه تهدید بله لویه ستونزه ده چې زده کوونکی له زده کړې لرې پاتې کوي، زیات والدین به مو لیدلي وي چې کوچنیان وهي او ټکوي ددې لپاره چې ولی دې درس سم ندې زده کړی حال دا چې خپل مسولیتونه به یې یو هم نه وي پر ځای کړي، د والدینو دا چاره کولای شي زده کوونکي له درس څخه زړه توري کړي او ورو ورو یې له زده کړې سره واټن پیدا شي.
همداشان کوچنیان له لوبو رامنعه کول او یواځې دا ورته ویل چې شپه ورځ درس ته کینه او بس، دا بله ستونزه ده چې کوچنیان له مطالعې واټن پیدا کوي کوچنیان لکه څنګه چې خوب ته اړتیا لري هغسې لوبو ته هم اړتیا لري خو چې په پاک ځای کې یوه مناسبه لوبه وکړي.
دا او دې ته ورته ځینې اړینې چارې دي که چیرته یې والدین په نظر کې ولري ماشومان به یې په سمه توګه وکولای شي چې منظمه ښوونه لاسته راوړي.