خوښۍ په شریکولو لا زياتېږي

ګورباچوف به ویل: «ټول هغه څه مې چې وساتل، له منځه ولاړل، خو هغه څه مې چې له نورو سره شریک کړل، له ماسره پاتې شول».

په اصل کې موږ انسانان له هغه څه پرته، چې له نورو سره یې شریکوو، بل څه نه لرو. مینه، څه پیسې او مال نه دي چې جمع شي. مینه هغه عطر او ښکلا ده، چې له نورو سره باید ووېشل شي. هغوی چې ډېر څه وېشي، ډېر څه لاسته راوړي؛ خو هغوی چې لږ څه وېشي هېڅ هم نه لري. له کوهي څخه د اوبو را ایستل د دې سبب کېږي، چې د کوهي اوبه نورې هم تازه شي، خو که د کوهي سر وتړی او له اوبو یې ګټه وانخلی، نو د وخت په تېرېدو سره به یې اوبه خرابې او يا وچې شي.

د ژوند له ښکلاو هېڅکله هم په یوازېتوب ګټه اخیستل خوند نه کوي. خوښۍ، چې څومره هم تقسیم شي په هماغه کچه زیاتېږي. عقل، راز او نیاز، مینه، ښکلا او نېکمرغي ټول په دې ښکلا کې ګډ کړئ.

که مو موټی له ملغلرو ډک وي، په ځمکه یې وکرئ، په دې اړه فکر مه کوئ چې د چا تر پښو لاندې کېږي.