لس (۱۰) څېزونه چې په سړه هوا کې په کور دننه د زکام درملنه کوي

لس (۱۰) څېزونه چې په سړه هوا کې په کور دننه د زکام درملنه کوي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
 
زکام چې په انګلېسي کې ورته Cold او يا هم Common Cold وايي، د پورتني تنفسي سېستم د غړو ويروسي ناروغي ده، چې په پوزه، مرۍ او وچه غاړه اغېز کوي. هر کله چې د زکام راوړونکی ويروس وجود ته داخل شو، نو يوه يا دوه ورځې وروسته يې نښې - نښانې لکه ټوخۍ، د مرۍ درد، تبه، د سر درد، پرنجېدل او له پوزې څخه د اوبو بهېدل راڅرګنديږي.
 
 په منځني ډول هغه کسان چې زکام ولري نو له پنځو څخه بيا تر لسو ورځو پورې ښه کيږي، خو په ځينو نور کې ښايي تر څو اونيو هم دوام وکړي.
 که د زکام ناروغي ډېره سخته نه وي او نور لاملونه هم ونه لري، نو په وخت او اسانۍ سره يې درملنه شونې ده، په دې لېکنه لس هغه لارې او څېزونو درته په ګوته کوو، چې پرته له دې چې ډاکټر ته لاړ په کور دننه د زکام درملنه وکړئ او روغتيا ترې حاصله کړئ.
 
۱- ليمو، دال چيني او شات: يوه کاشوغه شات او څو څاڅکي د ليمو اوبه سره کډ کړئ، بيا يې د دالچين له پوډرو سره کډ کړئ، په ورځ کې دوه ځلې دغه مېکس وخورئ، نو د زکام او همدارنګه د ټوخي له شره به خلاص شئ.

۲- زنجبيلو چای: د زنجبيلو چای پرته له دې چې ښه خوند لري؛ کولی شي د زکام لپاره هم ګټور تمام شي. د زنجبيلو چای د زکام په وخت کې هغه اوبه او مايع چې له پوزې بهیږي وچوي. د زنجبيلو چای هغه بلغم چې د زکام په وخت کې پيدا کيږي له منځه وړي. هڅه وکړئ چې په ورځ له درېيو تر پنځو ځلې دغه چای وڅښئ.
 
۳- شېدې او زرد چوبه: زردچوبه يو ډول هندي زيړ رنګ لرونکي پوډر دي، چې غذا ته تريخ خوند او زيړ رنګ ورکوي. يوه کاشوغه د زردچوبه پوډر له ګرمو شېدو سره ګډ کړی، له بېده کېدو وړاندې يې وڅښئ، زکام او ټوخی دواړه له منځه وړي.
 
۴- هوږه او مالګينې اوبه: لومړی په اوبه کې مالګه ګډه کړئ، بيا د هوږې يو څو ټوټې په دغه اوبه واچوئ، د پوزې په وسيله يې تنفس کړئ، نو د زکام په کموالي کې غوره مرسته کوي.
 
۵- تور چای او تور مرچ: په تور چای کې د تورو مرچو څو دانې او يا ميده شوي پوډر واچوئ، کله چې چای لږ سوړ شي نو بيا يې وڅښئ، خو په ياد ولرئ چې تور مرچ بايد په کمه اندازه په کې واچول شي.
 
۶- زنجبيل او مالګه: زنجبيل ټوټه کړئ، بيا يوه اندازه مالګه په زنجبيلو کې واچوي، زنجبيل او مالګه په خوله کې د يو څو دقيقو لپاره وژويئ، هم د خولې خوند ښه کوي او هم ښه زکام په درملنه کې مرسته کوي.
 
۷- ويټامين سي لرونکي خواړه: د زکام لپاره ډېري درمل په خپل جوړښت کې ويټامين سي لري. هغه خواړه چې ويټامين سي لري عبارت دي له ليمو، مالټه، نارنج، ګلپي، کېوي، شفتالو او نور.
دغه خواړه کولی شي چې په وينه کې د وينې سپين کرويات توليد کړي او همدارنګه په تنفسي سېسټم کې مختلف ويروسونه ووژني.
 
۸- شنه مرچ: هغه وخت چې په زکام کې له پوزې اوبه بهیږي نو شنه مرچ له ډوډۍ سره وخورئ او يا يې هم يوازې بوی کړئ. هغه جرسيم او مېکروبونه چې د تنفسي سېسټم غړو د زکام په وخت کې اخېستي وي، د مرچو په وسيله له منځه ځي.
 
۹- د چرګې سوپ: د زکام په وخت کې د چرګې له غوښې څخه جوړ سوپ يا يخني په کم وخت کې زکام او ټوخی له منځه وړي. د چرګې غوښه په ډېر شمېر سره ويټامينونه او نور منرالي مواد لري، چې د زکام ، سر دردۍ او ټوخي لپاره ګټور دي.
 
۱۰- خوب او استراحت: وړاندې چې کوم خواړه او نورې څېزونه د زکام د درملنې لپاره توصیه شول، په هغه وخت کې ښه پايله ورکوي، چې ناروغ کس په پوره اندازه خوب او استراحت وکړي. پرته له خوب او اسراحت څخه د پورته څېزونو او يا هم د درملو خواړل بې ګټې تماميږي.
 
دا چې زکا ساري يا له ناروغ کس څخه جوړ کس ته لېږدونکې ناروغي ده، نو غوره ده چې د ټوخي او پرنجېدو په وخت کې له ځان سره دسمال ولري، ترڅو د زکام ويروس روغ کس ته انتقال نه شي.