جنابت يا په خوب کې شيطان غولونه څه ته وايي؟ څومره وخت وروسته چې واقع شي نارمل ده؟

جنابت يا په خوب کې شيطان غولونه څه ته وايي؟ څومره وخت وروسته چې واقع شي نارمل ده؟

الله (ج) د انسان وجود داسې خلق کړی دی، چې د وخت په تېرېدو سره ځينې نسجونه او سېسټمونه د تېر وخت په پرتله تغير پيدا کوي. له دې سېسټمونو څخه يو هم تکثري سېستم دی، چې په ښځينو او نارينو کې د وخت په تېرېدو او د ځوانۍ پړاو ته په دننه کېدو سره په کې بدلون راځي او کار يې دوه برابره کيږي.
 
د هلک او جينۍ د بلوغ دوره د Puberty په نوم ياديږي، په بلوغ يا Puberty کې د هلک او جينۍ په تکثري سېسټم کې نوي نښې - نښانې راڅرګنديږي.
 
د بلوغ دورې ته په رسېدو هلک په فزيکي ډول له ارګازم سره مخامخ کيږي يعنې مني له بولې مجرا څخه تولېديږي او جيني مياشتنۍ ناروغي پيدا کوي.
 
په منځني ډول هلک له ۱۱ کلنۍ څخه بيا تر ۱۷ کلنۍ پورې بلوغ ته رسيږي او جينۍ له ۱۰ کلنۍ څخه بيا تر ۱۷ کلنۍ پورې.

هر کله چې نارينه او ښځينه د بلوغ دورې ته ورسېدل، نو د جنسي اړيکو وړتيا پيدا کوي او د جنسي اړيکو په واسطه يې اولاد پيدا کيږي.

په نارينو کې د بلوغ په دوره کې مني په دوه ډوله بهر کيږي، چې يو يې په خپلواک ډول دی او بل يې په نه خپلواک ډول يا د خوب په وخت کې دی، همدا ډول په ښځو کې جنسي ارګازم هم په خپلواک ډول د جنسي اړيکو په وخت کې پېښيږي او هم په نه خپلواک ډول د خوب په وخت کې.
 
هغه ارګازم چې د خوب په وخت کې منځ ته راځي، په پښتو کې ورته جنابت او يا شيطان غولونه وايي. په انګلېسي کې ورته Wet Dream/Sex Dream وايي او علمي نوم يې Nocturnal Emission دی.

په هلک او جينۍ دواړو کې له بلوغ وروسته د خوب په وخت کې شيطان غولونه او يا هم جنب کېدل ډېر وي، خو د ځوانۍ د عمر په تېرېدو سره په کې کموالی راځي.
 
څومره وخت ورسته چې په نارينو کې د خوب په وخت کې ارګازم رامنځ ته شي نو روغتيايي او نارمل دي؟

۱- ټول سړي يا نارينه په خوب کې ارګازم ته درسېدو پر بنسټ له يوو بل څخه زيات توپیر لري. لکه څه ډول چې بلوغ ته د رسېدو عمر ټاکلی نه دی، همدارنګه د شپې له خوا شيطان غولونه ټاکلې نه ده.

۲- په خپله؛ په خوب کې ارګازم Nocturnal emission منځ ته راتګ بېلا بېل لاملونه لري، د دغه لاملونو له امله يې منځ ته راتګ هم توپير لرونکی دی.

۳- په خوب کې د ارګازم يا Nocturnal emission لپاره ځانګړې شمېره شتون نه لري، چې په ورځ، اونۍ، مياشت، کال او يا هم په ټول ژود کې بايد څوځلې رامنځ ته شي. د څېړنو اړوند ځينې کسان په يوه اونۍ کې دوه يا څو ځلې په خوب کې ارګازم ته رسيږي او ځينې نور کسان بيا په ټول عمر کې يوازې يو يا دوه ځله په خوب کې ارګازم ته رسيږي.

۴- څېړونو ښودلې ده، چې په کمه شمېره او يا هم په ډېره شمېره په خوب کې ارګازم کېدل د اندېښنې خبره نه ده، ښايي په اونۍ کې څو ځلې له Nocturnal emission سره مخ شی او يا هم په ټول عمر کې څو ځلې Nocturnal emission ولری، خو دواړه يې نارمل او روغتيايي دي. د Nocturnal emission کمه او يا ډېره شمېره په دې پورې تړاو نه لري، چې له واده وروسته به اولاد پيدا شي او يا نه.

۵- د څېړنو اړوند هغه کسان چې نوي د بلوغ دورې ته داخل شوي وي او عمر يې له ۱۵ذ کلنو لوړ وي نو شونې ده چې په يوه اونۍ کې له ۲- ۳ ځلو پورې او يا هم له ۴۰ ورځو څخه تر ۵۰ ورځو پورې د خوب په وخت کې ارګازم لري.

۶- هغه کسان چې عمر يې ۲۰ زيات وي او هم يې وداه کړی وي، نو بيا په خوب کې د ارګازم شمېره يې په مياشت کې له يو ځل څخه پيل تر په ټول عمر کې د يو يا دوه ځله پورې.

نو په لنډ ډول ویلی شو، چې په خوب کې د ارګازم يا Nocturnal emission ډېر او يا کم منځ ته راتګ کومه روغتيايي ستونزه ده، بلکې د چاپيريال، خوراک، صحت، بوختياو، مدني حالت او نورو په اساس توپير کوي.