ستاچي تر پښو لاندي جنت دئ مورې
دخالق څومره لوی حکمت دئ مورې
ته په جهان کښي يې دمينې سمبول
ستا دناز غېږه کـــي راحت دئ مورې
ځم چـــــــي هر لـــوري ته دښمن نلرم
ستا ددوعاوو برکت دئ مــــــورې
پام کوه زويه کورته شر مه راوړه
تاراته کـــړئ داوصيت دئ مورې
عمری ستا کوي خدمت ځکه چي
داسراسر لوي عبادت دئ مورې
په درنښت
محمدعلی عمری
سهيلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.afghan@hotmail.com
وروستي