د بلخ نوی والي انجنير محمد داود
زوکړه: محمد داود د عبدالفتاح زوی، په کال ۱۳۳۳ لمريز کې په بلخ ولايت کې زېږدلی دی، پلارنی ټاټوبی يې هم بلخ ولايت دی.
زده کړې: محمد داود د ښوونځۍ دورې لومړنۍ او د لېسې دورې زده کړې په بلخ ولايت کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې يې د نفت او ګازو د استخراج په برخه کې، په انګلستان هېواد کې ترسره کړې دي او په دې برخه کې د نفت انجنير دی.
د انجنير محمد داود مورنۍ ژبه دري ده، په پښتو، انګلېسي او روسيي ژبو هم په پوره ډول خبرې کولی شي.
دندې: ښاغلي محمد داود د ليسناس دورې د زده کړو وروسته د معدن او صنايع وزارت د نفت د استخراج په برخه کې د يو زيات وخت لپاره دنده ترسره کړي.
له ۱۳۵۷ کله وروسته د هېواد په شمال کې د ۱۲ کلنو لپاره د مجاهدينو په ليکو کې د ښوونې او روزنې مسوول وو او همدا ډول د يو زيات وخت لپاره په شمال کې د برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د ذبيح الله په نوم له يو جهادي قومندان سره نېږدې پاتې شوی او په جهادي جبهو کې دنده تر سره کړې ده.
نوموړي د جنرالۍ په رتبه کې د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر په توګه هم په دنده پاتې شوی دی.
انجنير داود په شمال کې د مشهور جهادي شخصيتونو له ډلې څخه دی او د اسلامي جمعيت ګوند غړی هم دی.
څه د پاسه يوه مياشت پخوا، ولسمشر غني د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا قبوله کړه او پرځای يې، انجنير محمد دواد بلخ ته د والي په توګه معرفي کړ. که څه هم عطا محمد نور او انجنير محمد داود دواړه د اسلامي جمعيت ګوند غړي دي او د جهاد په جبهو کې يې يو ځای دنده ترسره کړې ده، خو نور او اسلامي جمعيت ګوند بلخ ته د والي په توګه له ښاغلي محمد داود سره مخالفت وښوود.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې انجنير محمد داود د ولسمشر فرمان په لاس لري، خو د نور له ويرې نشي کولی تر څو بلخ ته لاړ شي او خپله دنده پيل کړي.
مرکزي حکومت انجنير محمد داود ته د بلخ پر ځای د کابل په ډېپلوماټيکه سيمه وزير محمد اکبر خان کې دفتر پرانېستی او نوموړی ځيني لېدنې او د بلخ ولايتي کارونه له دغه ځای تر سره کوي.
له رسنيو سره په خبرو کې ښاغلي داود ويلي وو، چې عطا محمد نور يې د جهاد د دورې ملګري او دوست دی، د نوموړي په وينا چې د اسلامي جمعيت ډېری غړي د ده له ټاکنې سره هوکړه لري، خو عطا محمد نور يې پر وړاندې خنډ دی.
محمد دواد وايي چې که ولسمشر ورته لارښوونه وکړي نو تيار دی چې بلخ ته لاړ شي او خپله نوې دنده پيل کړي، خو حکومت تر نن ورځې له اسلامي جمعيت سره په خبرو اتر بوخت او لا يې عطا محمد نور له دندې نه دی لېرې کړي.
اسلامي جمعيت ګوند د عطا محمد نور له استعفا سره حکومت ګواښونه وکړل او وورسته يې ورته يو شمېر شرطونه وړاندې کړل. د اسلامي جمعيت ګوند په شرطونو کې يو دا هم دی، چې د بلخ نوی والي به پرته له انجنير محمد داود څخه بل کس وي او هغه هم د ياد ګوند په خوښه.
د اسلامي جمعيت ځينو غړو هم له انجنير داود غوښتنه کړې، چې د بلخ ولايت له چوکۍ څخه تېر شي، د ياد ګوند يو لوپوړی کس جنرال عتيق الله بريالي، محمد داود ته په يو ليک ويلي وو، "ليک درته زه ليکم چې د جهاد او مقاومت د ودرې ملګری هم سنګره يو، که غواړي چې په حکومت کې دنده ولرې نو نورې دندې هم شته، غوره ده چې د بلخ ولايت له چوکۍ څخه تېر شي."
درې ورځې وړاندې د انجنير محمد داود پلار فات شو او د جنازې مراسم يې په بلخ ولايت کې ترسره کېدل، نو د راپورنو په اساس، مرکزي حکومت له عطا محمد نور غوښتنه وکړه، چې ښاغلي داود ته اجازه ورکړي چې په خپل پلارني ولايت کې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.
عطا محمد نور د يو غېرې پوځي کس په توګه، انجنير داود ته اجازه ورکړه او بلخ ته لاړ.
دا چې د عطا محمد د استعفا د لاسليک او د انجنير محمد داود له ټاکنې څه د باندې يوه مياشت اوړي، خو تر اوسه نه عطا د بلخ چوکي خوشې کړې ده او نه هم نوي والي انجنير داود خپله دنده پيل کړي.
د جمعيت او حکومت ترمنځ څو ځله ناستې ترسره شوې، خو تر نن يې مثبته پايله نه ده ورکړي، دا هم مالومه نه ده چې د انجنير داود او عطا محمد نور راتلونکی به څه شي.
وروستي