د ايډز (AIDS) او (HIV) ترمنځ توپير
۱- پېژنده:
- ايډز: د ايډز کلمه د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) لنډ نوم دی چې د انګلېسي ژبې په AIDS تورو سره ښوودل کيږي. د Acquired Immune Deficiency Syndrome پښتو مفهوم دی (د فاعي سېسټم د کمزورتيا نښې).
هغه ناروغي په کوم کې چې د وجود حجرې په جدي ډول سره له منځه ځي، د وجود دفاعي او د خونديتوب سېسټم کمزوری کيږي او وجود خپل مقاومت له لاسه ورکوي د ايډز په نوم ياديږي.
- HIV: اېچ.ای.وي، د human immunodeficiency virus لنډ نوم دی، چې په انګلېسي کې ورته HIV وايي او پښتو مفهوم يې (د انسان د خونديتوب سېسټم ويرس) دی.
هغه ويرس چې د وجود په دفاعي سېسټم يا د وجود په طعبي سېسټم بريد کوي، د HIV په نوم ياديږي.
تر ډېره د HIV او ايډز ترمنځ په اسانۍ سره توپير نه کيږي، خو HIV او ايډز په خپل منځ کې توپير لري. بايد وايو چې HIV او ايډز دواړه د انسان د وجود د فاعي سېسټم د کمزورتيا لامل کيږي.
۲- د HIV او ايډز ترمنځ توپير:
- لکه څه ډول يې چې له نوم څخه څرګنديږي، HIV د ويرس نوم دی، چې د ياد ويرس په شتون کې وجود د ايډز په ناروغۍ اخته کيږي.
- ايډز بيا هغه حالت او يا ناروغي ده چې د HIV ويرس په شتون کې منځ ته راځي، لومړۍ په وجود کې د HIV ويرس شتون پيدا کوي، د وجود دفاعي سېستم کمزوری کيږي او پايله کې د ايډز ناروغي يا حالت رامنځ ته کيږي.
- لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، HIV ويرس دی او ايډز حالت، شوني ده چې يو کس پرته ايډز څخه HIV ولري، خو پرته له HIV څخه ايډز نه پيدا کيږي.
- د HIV له ويرس سره يو کس کولی شي، چې د ډېر وخت لپاره ژوند وکړي او خو د ايډز په موجوديت کې د انسان د وجود د ساتنې يا دفاعي سېسټم په کم وخت کې له منځ ځي.
- HIV له يو کس څخه بل کس ته انتقال مومي، په ځانګړې ډول کله چې يو کس HIV ولري او له بل کس سره جنسي اړېکې تر سره کوي نو د HIV ويرس د روغ کس وجود ته لېږدول کيږي. د جنسي اړيکو په وخت کې او يا په نور حالتونو کې چې کوم ويرس له يو کس څخه بل کس ته لېږدول کيږی، هغه HIV ويرس دی، نه د ايډز ناروغي. که په لنډ ډول ووايو نو ويرس لېږدول کې نه حالت.
- د HIV د انتقال تر ټولو مهمه لاره جنسي اړيکې دي او همدارنګه هغه پېچاري چې يو ځل د HIV ناروغ ته کارول شوي وي، که روغ کس ته وکارول شي، نو هغه په HIV ويرس اخته کيږي، چې بيا وروسته په ايډز بدليږي.
- وجود ته د HIV ويرس په دننه کېدو سره، ناروغ کس د يو څو اونيو او مياشتو په موده د HIV په نښو - نښانو نه پوهيږي، دا ځکه چې د وجود دفاعي سېسټم هڅه کوي ترڅو HIV ويرس له منځ يوسي، خو چې هر کله HIV د وجود په دفاعي سېستم برلاسی شي، نو نښې - نښانې يې څرګنديږي. خو د ايډز په پرمختيا سره په کم وخت کې د ايډز نښې - نشانې څرګنديږي. دا ځکه چې د ايډز په حالت د انسان دفاعيی سېسټم په بوره ډول سره کمزوری شوی وي، نو د کمزورتيا پر بنسټ ايډز خپل ځان راڅرګند کړي.
- د HIV ويرس په ساده او اسانه طبي ټېسټونو په وسيله تشخيص کيدای شي، خو د ايډز د تشخيص ټېسټونه مغلق او پېچلي دي.
- کله چې په وجود کې يوازې د HIV ويرس وړاندې تګ کړی وي، نو په اسانۍ سره يې درملنه هم شونې ده، خو هر کله چې HIV په ايډز تبديل شي نو بيا د تشخيص او درملنې دواړه پروسې سختې او پېچلې کيږي.
د HIV د ويرس په وخت کې شونې ده چې د وجود دفاعي سېسټم ورغول شي، او درملنه يې تر سره شي، خو که چېرې دغه ويرس په ايډز تبديل شي نو بيا ستونزمنه ده ترڅو د اسنان دفاعي سېسټم خپل خالت ته په اسانۍ سره راوړل شي.
وروستي