
درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۲۱۴مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته، د روانی اونی په مهمو پیښو او خبرونو مرور او تحلیل وړاندی کیږی.
بیا به ښاغلی شریف ځدران « زما ژوند او زما مبارزه » کتاب مهم ټکی او لنډیز وړاندی کړی. بیا به ښاغلی عزیز پردیس د بریالي ویناوالو د ځانګیړنی په هکله پرزنټیشن وړاندی کړی. ورپسی به ښاغلی ذبیح الله هیواد وال د فاطمیونو د لښکر په هکله یوه په زړه پوری وینا وړاندي کړی.
وخت: پنجشنبه د جدی ۲۸، ماسپښين دوه بجې
ځای: دارلامان سرک خاتم النبیین مدرسی ته مخامخ د حبیبیی لیسی څنګ ته سړک، کیڼ لاسته اوله کوڅه، ښي لاسته دویم کور.
یادونه: د یادونی وړ ده چی د خوشال بابا فکری بهیر غونډی اوس د ماسپښین په دوه بجو پیلیږی.
په ډېر درنښت