د (ميرګي) يا (صرع Epilepsy) ناروغي، څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې

ښايي تر ډېره مو په خپل کور، خپلوانو او ملګرو په منځ کې، د يو کس داسې حالت لېدلی وي، چې بې اختيار يې لاسونه کلک او کږه شي، سترګې يې يوې خواته حرکت وکړي، ژبه په غاښونو کې ونېسي او په بې کنټروله ډول پورته او ښکته غورځيږي.
 
د ميرګي ناروغۍ پېژندنه:
په په عصبو کې کډوډي، دماغو کې غېرې نارمل برقي کړنې، د هوش له لاسه ورکول او د وجود د غړو غېرو منظمو حرکتونو ته ميرګي يا Epilepsy وايي.
شونې ده چې ميرګي ناروغي د بېلا بېلو ستونزو لکه د وجود د ټپي کېدو، د هډکو د ماتېدو او په تنهايۍ کې د مرګ سبب هم شي.

۲- د ميرګي ناروغۍ نښې - نښانې:
- له خولې څخه لاړې او ځګونه راتلل
- د لاسونو او پښو کږېدل
- هوش له لاسه ورکول
- د سترګو کږېدل او په سترګو کې د سپنو زياتوالی
- په يوې ټاکلې خوا د سترګو نېول
- د وجود د نور غړوړ بې اختياره حرکتونه
- په تېز ډول او لوړ غږ سره د ساه اېتسل او اخېستل
- د ژبې او غاښونو چېچل
- او شونې ده چې ناروغ په بې اختياره ډول سره غايطه مواد اطراح کړي
 
که څه هم د ميرګي ناروغۍ د منځ ته راتګ ځانګړی علت مالوم نه دی، خو د څېړنو اړوند لاندې لاملونه د ميرګي ناروغي منځ ته راوړي.
۳- د ميرګي ناروغۍ لاملونه:
- ارثي يا جنيټک لامل: د څېړونو اړوند تر ډېره دغه ناروغي د ارثي او جنيټک لېږد په اساس منځ ته راځي. په کورنۍ کې که پلار، مور، ورور او خور دغه ناروغي ولري نو شونې ده چې نوی راتلونکی ماشوم هم ورسره په راتلونکې کې مخ شي.

- د زېږون په وخت کې: کله چې زېږون په وخت کې د ماشوم په اعصاب فشار راشي او په کمه اندازه ورته اکسيجن ورسيږي، نو اعصاب داخلي کډوډي پيدا کوي، چې د ماشوم په لوېدو سره ورته د ميرګي ناروغي پيدا کيږي.
 
- د مغزو التهاب: دا چې ميرګي یوه عصبي ناروغي ده، نو په مغزو کې د هر ډول ستونزې پيدا کېدل د ميرګي او نورو عصبي ناروغيو لامل کيږي. په مغزو کې التهاب، د مغزو ميکروبي کېدنه او دماغي سرطان تومور د يادې ناروغۍ لاملونه شمېرل کيږي.
 
- مخدره مواد: کله چې مور حمل ولري او په دې وخت کې د نشي توکو لکه سېګرټ، شراب، آپين او نور څخه په دېرې اندازې کار اخلي، د مور په نس کې د ماشوم په مغزو بد اغېز کوي او له زېږون وروسته ماشوم د ميرګي ناروغۍ څخه کړيږي.
 
- نور لاملونه: په ښځو کې د مياشتنۍ ناروغۍ ګډوډي، ډېرې اندېښنې او تشويش، بې خوبي او لوږه، په ډېره اندازه قهوه څښل او د نشي توکو استعمال او په لويه خفګان او تشويش د ميرګي د ناروغۍ نور لاملونه شمېرل کيږي.

۴- د ميرګي د ناروغۍ درملنه: په افغاستان او ځينوو نورو ټولنو کې ياده ناروغۍ په پخواني او عقيدوي بڼه تر درملنې لاندې نېول کيږي. دې ناروغۍ ته په ځينو سيمو پيريانۍ ناروغي يا دپيريانو د ناروغۍ سخت ډول هم وايي.

په افغاني ټولنه کې د ميرګي ناروغۍ، ناروغ ملا ته وړل کيږي ترڅو ورته دم اوړتعويز وکړي، زيارتونو او قبرونو ته وړل کيږي، په تياره خونه، هديره او يا د زيارت په کوټه کې ساتل کيږي، چې دا هر څه د ناروغ د عصبي سېسټم د لا خرابېدو او له منځه تلو سبب کيږي.

غوره دا ده چې د ناروغۍ په منځ ته راتګ سره ناروغ د عصبي نارغيو متخصص ډاکټر ته يوړل شي، ترڅو ناروغي تشخيص او درملنه يې وشي.

د ميرګي ناروغۍ د منځ ته راتګ وړاندې، بهتره چې د مخنيوي او وقايې په توګه له دغو کړنو ګټه واخېستل شي.

- هڅه وکړئ، چې ماشوم سرته د هر ډول ضربې له رسېدو خوندي وساتئ.
- تشويش، اندېښنې، خپګان، بې خوبي او د نشي توکو له ډېرې کارونې ډډه وکړئ.

- د موټر په وخت کې کمربند وتړئ او د موټرسايکل د چلولو په وخت کې هېلمېټ يا محافظتي خولۍ په سر ولرئ.