غزل: (زه په تمه ته بې غمه!)

تمې مې اوږدې شوې هېڅ ته نه راغلې
سمې ژمي شپې شوې هېڅ ته نه راغلې
هېلې وې او موخې رسېدم ورته
ټولې مې مړې مړې شوې هېڅ ته نه راغلې
نشته هغه خوند اوس تا کې یاره نور
بدلې د شېبې شوې هېڅ ته نه راغلې
مخه باندې راغلې مخ د واړوو
هېرې خاطرې شوې هېڅ ته نه راغلې
هره ورځ نارې پسې وهمه زه
ژمنې د کَړې شوې هېڅ ته نه راغلې
نور مې زړه له تا نه صبر شوی دی
دا کیسې زړې شوې هېڅ ته نه راغلې
اوس یې ویښوی نشې نور چوپ شته ته
هیلې مې ویدې شوې هېڅ ته نه راغلې
تا ته رسېدل ناشوني شوي دي
ورکه په تیارې شوې هېڅ ته نه راغلې
حقمل درنه ځار کړی ژوند او ځان تل
ته پکې پاتې شوې هېڅ ته نه راغلې