دلته د درک نړۍ ده ورانه نور ترې ځمه
دې ښار کې زړه مې شو ستومانه نور ترې ځمه
اوس یې هر څوک بې رحمه شوي دي وګوره
تل حق خوړل دي بې پرسانه نور ترې ځمه
یواځې خپل یې میراثي چوکۍ ته بوتلل
بل څوک نه دي حقدارانه نور ترې ځمه
دومره مې وس دی، چې یې پرېږدم ترېنه لاړ شم
بل څه نه ښکاري اسانه، نور ترې ځمه
ستا دې، پټ ځواک او استعداد اهمیت نشته دلته
دې باندې پوه شه حقمل جانه نور ترې ځمه
وروستي