د زړونو ښکار او ګټل!

د زړونو ګټل په پیسو نه دي، کوم ستونزمن کار هم نه دی، خورا اسانه کړنه ده؛ زه، ته او هر څوک یې ګټلی شو.
خو دومره ساده خبره هم نده، چې پرته له اړینو ځانګړنو دې وګټل شي.
د زړونو د ښکار راز په بل هېڅ کې نه بلکې په ښه چلند کې دی؛ که د ښه چلند څښتن و اوسو یا ښه چلند خپل کړو، نو د زړونو ګټونکي به شو او د زړونو پاچاهان به وو.
پښتو کې یو متل لرو، چې وایي: پښتون په زور جنت ته هم نه درسره ځي، خو په خوښه او رضا بیا تر دوزخ هم درسره ځي؛ دې متل هر څه په ډېر ښه ډول څرګند کړي دي.
که غواړئ زړونه وګټئ؛ ښه چلند غوره کړئ!
  
تر ګټلو یې ساتل اړین!
د زړونو تر ګټلو د زړونو بایلل بیا ډېره اسانه خبره ده؛ کېدای شي د یو چا زړه په خورا زیاتو هڅو خپل کړو او په خورا ساده او وړه کړنه یې له لاسه ورکړو.
د بېلګې په توګه: که چېرې یو څوک نورو وګړو ته هر څومره په چیغو، نارو، زاریو او ښو ښو خبرو ووایي، زما ملګري شئ، خو هېڅوک به هم باور پرې ونه کړي او ملګري به یې نشي او که چېرې خپلو ټولو شته ملګرو ته ووایي، چې ګواکي له تاسو سره وروسته له دې خپله اړیکه نشم غځولی او څه نا څه ناوړه خبرې هم ورته وکړي، نو په ورته وخت کې به خپل ټول ملګري په یوه شېبه کې له لاسه ورکړي.
نو له دې څرګنده شوه، چې د زړونو تر ګټلو د زړونو هم ساتل اړین دي.
د زړونو ګټل او د زړونو ساتل ټول په یوه پړي تړلي دي؛ هغه پړی هم غوره او ښه چلند دی.
#محمداکبر حقمل معینزی