د ماشوم د ښځينه يا نارينه جنس راز په څه کې دی؟ پلار ډېر رول لري او که مور؟
لور او زوی درلودل دواړه د لوی خدای (ج) نعمت او ورکړه ده، په ناشکرۍ سر يې لوی خدای خپه کيږي او ناشکره انسان يې د قهر وړ کرځي.
د اسلام څخه مخکې دوره چې د جهالت دوره وه، په ښځينه اولاد باندې خلک شرمېدل او لوڼې به يې ژوندۍ تر خاور لاندې کولي.
په اوسني وخت کې هم په ځينو خلکو کې د جهالت د دورې نښې پاتې دي، د لور په پيدا کېدو سره خپه کيږي، ناشکري کوي او د ځان لپاره يې شرم بولي. په افغاني ټولنه کې د ښځينه اولاد يا لور راوړل د کورنۍ او خاوند له لورې په ښځه اچول کيږي او د زوی پرځای د لور پېدا کېدل د مور کورنۍ ژوند د تاوترېخوالي تر پولو رسوي.
په دې لېکنه د اولاد په نارينه او ښځينه جنس د بيولوژيکي او طبي لېدلوري له اړخه خبرې کوو او همدارنګه دا درته په ګوته کوو، چې د نارينه او ښځينه اولاد په راوړلو کې ډېر رول د چا دی؟ د پلار او که د مور؟
انسان، هغه که ښځينه وي او يا نارينه له زايګوټ zygote څخه منځ ته راځي، زايکوټ په جنين fetuse بدليږي، جنين په شيدي خوړونکي ماشوم ورپسې په ماشوم او تر مرګ پورې نور دورې.
انسان، حيوانات او يو شمېر حشرات د اېکس-واي په نوم جنسيت ټاکوونکی سېسټم لري چې په انګلېسي کې ورته XY sex-determination system وي. انسان خپل وجود کې ۴۶ کروموزومونه لري، چې له دې ډلې څخه دوه په کې جنسي کروموزومونه دي.
دغه دوه جنسي کروموزومونه د XX او XY په نوم ياديږي. د XX کروموزومونه په ښځه کې شتون لري او د XY کروموزومونه په نارينه کې. د دندې له مخې د Y کروموزوم اړ دی چې کم تر کمه يو جن Gene له ځان سره ولېږدوي. د نارينه او ښخينه جنس ټاکنه په Y کروموزوم پورې اړه لري، ځکه چې د Y کروموزوم له ځان سره جن Gene لېږدوي.
په ښځه کې دواړه کروموزومونه XX دي نو د ورته والي له امله ورته homogametic sex يا متجانس جنس وايي، په نارينه کې دوه مختالف جنسي کروموزومونه XY او ستون لري چې د نه ورته والي له امله ورته Heterogametic sex يا غېرې متجانس کروموزومونه وايي.
دا چې ښځه دواړه د XX کروموزومونه لري او نارينه يو د X او بل د Y کروموزوم لري، نو د X او Y کروموزومونه له يوځای کېدو څخه نارينه يا ښځينه اولاد منځ ته راځي.
اوس نو ويلي شو چې دښځې هګۍ د اولاد نيم DNA له ځانه سره لري او د نارينه سپرم هم د اولاد نيم NDA له ځانه سره لري، کله چې د جنسي اړيکو په وسيله دښځې هګۍ او د نارينه سپرم سره يو ځای شي نو پوره ۴۶ کروموزومونه منځ ته راځي چې له دې ۴۶ کروموزومونه څخه زايګوټ، ورپسې جنين....ماشوم پيدا کيږي.
له ۴۶ کروموزومونه څخه ۲۲ کروموزومونه جنس ټاکي او پاتې نور د وجود ټولې برخې د سترګو رنګ، د وجود ډول او نور............ټاکي.
پايله: ښځه هر وخت دوه د XX کروموزومونه لري او سړی هر وخت د XY دوه کروموزومونه لري، نو که چېرې د سړي په سپرم کې د Y کروموزوم وي، نو دښځې د X له کروموزوم سره به يوځای شي او اولاد به نارينه منځ ته راشي، برعکس که چېرې د نارينه سپرم د X کروموزوم ولري او دښځې خو دواړه کروموزومونه XX دي، نو اولاد جنس به ښځينه يا جيني وي.
نو په لنډ ډول ويلي شو، چې د نارينه او يا ښځينه اولاد منځ ته راتک په نارينه يا خاوند پورې اړه لري نه په ښځه پوري.
د ځينو مغلقو او ځانګړو کلمو تشريح:
زايګوټ zygote: د دوو ګاميټونو gametes يعنې د نارينه او ښځينه تکثري حجرو يوځای کېدو عمليې ته وايي.
ګاميټ gamete: بالغه تکثري حجرې ته وايي، چې د کروزمونو منفرد بې جوړې سېټ لري.
جنين fetuse: د ماشوم هغه حالت چې د مور په نس کې وي او لا پيدا شوی نه وي د جنين په نوم ياديږي.
کروموزومونه chromosomes: د حجرې په هستوي برخه کې، د تار په څېر د DNA رشته ده چې په زيات شمېر او يا لږ تر لږه يو جن ورباندې شتون لري.
وروستي