د اولاد نه پيدا کېدل يا دښځې وچوالی د چا ناروغي ده؟ د ښځې او که د خاوند؟
په انساني ټولنيز ژوند او د اسلام د مبارک دين د احکامو اړوند، چې کله هلک او جلۍ بلوغ ته ورسيږي نو واده ورته کيږي. د جلۍ او هلک له واده وروسته نوی ژوند د نويو او ډېرو هېلو سره پيل کيږي.
په اسلام مبارک دين کې واده کول سنت طريقه ده او د ماشوم راوړل هم په دې پار، چې د اسلام، هېواد، خاوري خدمت وکړي او د بوډاتوب په خالت کې پلار او مور ته امسا شي او لاس نيوی يې وکړي.
د اسلام مبارک دين څخه په وړاندې موده کې د جهالت دوره وه، هغه په د ې مانا چې د وخت خلک د جلۍ اولاد په راوړلو شرمېدل او جينۍ به يې ژوندۍ ښخولې.
د ښځې وچوالی او يا نه اميداوري، دا ستونزه يوازې په ښځې کې نه ده بلکې تر ډېره شوني ده چې په خاوند کې دا ناروغي شتون ولري. همدا ډول د نارينه او يا ښځينه اولاد راوړل له ښځې ډېر د خاوند په وجود پورې اړه لري.
په دې لېکنه کې په دې خبرې کوو، چې وچوالی يا نه اميدواري څه ته وايي، ستونزه په خاوند کې وي او که په ښځه کې؟
۱- وچوالی/نااميدواري Infertility: وچوالی په انسانانو، حيواناتو او نباتاتو کې هغه ناتوانايۍ ته وايي، چې دوی ونه شي کولای، چې په نارمل او طعبي ډول سره تکثر وکړي. په انسانانو کې وچوالی Infertility هغه حالت ته وايي چې ښځه حمل نه اخلي او اميدواره کيږي نه.
د روغتيا نړيواله اداره وچوالی Infertility داسې تعريفوي: وچوالی د تکثري سېسټم هغه ناروغي ده، چې د ۱۲ مياشتو په موده کې جنسي اړيکې ترسره شي خو ښځه اميدواري نشي.
۲- د وچوالي په اړه احصاييه: د څېړنو له مخې په ټوله نړۍ کې پنځه سلنه ښځې او خاوندان د وچوالي له ستونزې زوريږي، د وچوالي Infertility ستونزه له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې په سړيو کې، له ۲۰ څخه تر ۳۵ پورې په ښځو کې او يا هم په دواړو کې په مساوي او ورته شمېر او سلنې سره وي. له ۲۰ څخه تر ۴۰ پورې د وچوالي Infertility ناروغي د ښځې او خاوند د دواړو له امله وي.
۳- په ښځه او خاوند کې د وچوالي لاملونه:
په ښځه کې د وچوالي لاملونه:
- په ښځو کې د وچوالي لوی لامل د دوی د تخمدان د ناروغۍ له امله، چې د ښځو مياشتنۍ ناروغي بنده شي او په پايله کې ښځه حمل نه اخلي.
- په ښځو کې د تکثري هورمونو کډوډي د نارينه سپرم ته اجازه نه ورکوي چې لکه هګۍ سره القاح وکړي.
- کله چې د ښځې په فالوپ لوله Fallopian tube يا رحم کې، نسجونه په غېرې نارمل ډول سره نمو او وده وکړي، نو د اميداورۍ چانس کميږي.
- د ښځې زيات وزن او يا هم ډېر ډنګروالی د اميدوارۍ مخه نيسي، په ځينيو حالتو کې چې ښځه د خپل عمر تر ۳۰ کلنۍ پورې وداده ونه کړي، نو له ۳۰ کلنۍ وروسته واده د نااميدوارۍ يا Infertility ستونزه منځ ته راړي.
- نرۍ رنځ يا توبرکلوز او ځينې نورې داخله ناروغۍ لامل کيږي، چې ښځه اميدواره نشي.
په نارينه کې د وچوالي لاملونه:
- په نارينه کې د وچوالي ستونزه د مني له امله وي، کله چې د سړي مني په دومره اندازه سره سپرم ونه لري چې د ښځې په تخمدان کې القاح وکړي، نو په پايله کې د وچوالي ستونزه د نارينه وي او ښځه حمل نه اخلي.
- په سړيو کې د اِندوکراين سېسټم ناروغۍ، په مخدره مواد اعتياد او د ډېرو لوړو درملو خوړل د وچوالی يو لامل دی.
- د هورمونو نه برابري، د بولي مجرا ناروغي او زخم، د مني د کڅوړو يا Testicle ډېر غټوالی او يا ډېر کوچنيوالی په سړيو کې د تکثري سېستم ستونزې دي.
درملنه: د وچوالی يا Infertility درملنه د هغې له تشخيص وروسته کيږي، لومړۍ بايد دا څرګنده شي، چې ستونزه په خاوند کې ده او که په ښځه کې، وروسته له دې، که چېرې د تکثري سېستم د غړو غېرې صحي وده او نمو وي، نو بيا جراحي عمليات کيږي او که ستونزه داخلي وي نو بيا د مختلفو درملو په نېولو سره د ناروغۍ درملنه کيږي.
پرته له طبي درملنې ځينې نورې چارې لکه په ډېر زيات عمر کې د واده نه کول، د مخدره موادو ترک، برابر وزن درلودل، د سړيو لپاره په لاس سره د مني د وتلو مخنيوی او نور د وچوالي Infertility پر وړاندې وقايه ده.
نو په پايله کې ويلی شو، چې د وچوالي يا Infertility ناروغي او ستونزه شونې ده چې په ښځه او خاوند دواړو کې شتون ولري. د پخوانيو ټولنيزو راوجونو پر بنسټ په دې برخه بايد يوازې ښځه ملامته نشي چې د وچوالی ستونزه لري، بلکې د ناروغۍ له تشخيص وروسته د ا څرګنديږي چې ستونزه په چا کې ده او په څه کې ده.
وروستي