په خيبر پښتونخوا کې دافغان مهاجرينو مشورتې شورا جوړه شوې

سه شنبه (نهې) ٤/٠٥/٢٠١٠

پېښور : دافغان مهاجرينو مشورتې شورا وياند جان اغا زيار وويل ، چې نږدې دوه مياشتې کيږي ، چې دخيبر پښتونخوا په ايالت کې دافغان مهاجرينو مشورتې شورا جوړه شوې ددغې شورا مشر ملک يعقوب خان شينوارى دى او مرستيال يې ملک نياز محمد دى او سيد وارث حنيفى او نور ورسره په شورا کې غړي ټاکل شوې تردې دمه ديو شمير افغان کډوالو دکمپونو دمشرانو سره کتلى نوموړې وويل ، چې تيره ورځ دخير اباد او اکوړې دکيمپ مشرانو هر يو عبدالقدوس او احمد شاه ددغې شورا دمشرانو سره وکتل او خپل ستونزې يې ورته په ګوته کړى او ورسره يې له شورا څخه خپل ملاتړ څرګند کړ ددغې شورا مشرانو دکيمپونو استازو ته دمرستې ډاډ ورکړ او ورته يې څرګنده کړه ، چې ستاسو دستونزو دحل دپاره هلې ځلې کوو ديوې پښتنې په ځواب کې جان اغا زيار وويل ، چې دافغان مهاجرو دمشورتې شورا دجوړيدو هدف په خيبر پښتونخوا کې دافغان کډوالو دقانونى ستونزو حل کول دى لکه ځينې وخت پوليس افغان نادرا کارتونه نه مني او داسې پېښې هم تر سترګو شوې ، چې ځينې وخت پوليسو دافغانانو څخه قانونى اسناد شلولي او بيايې په زندانونو کې اچولى مونږ هلې ځلې کوو، چې دپاکستان له اړوند چاراکو سره په دې اړه ددغې ستونزو دحل دپاره هلې ځلې وکړو نوموړې وويل هغه افغانان ، چې کوربه هېواد ورته غير قانونى وايي ترې هيله کوو، چې خپل هېواد ته ستانه شي دوى قانونى اسناد نه لري او نه يې دنادرا او يو اين ايچ سى ار کارډونه ترلاسه کړى نوموړې په ټولو ميشتو افغانانو غږ وکړ ، چې ددوى سره په دې بهير کې يوځاى شى او دافغان کډوالو دستونزې حل دپاره ورته لازمې چارې وسنجوى نوموړې وويل تر دې دمه مونږ يوازې دخيبر پښتونخوا په کيمپونو کې خپل استازى ټاکلى .کډوال کولى شى ، چې په دې نمبرو دمشورتى شورا له مشرانو سره اړيکى ونيسى 
ملک يعقوب موبائيل : ٠٣٣٢٩٨٠٧٠٩٣
ملک نياز محمد موبائيل : ٠٣٣٣٩٦١٦٢٠٣
Email : Hashamee@gmail.com