سړیه

خدای وایي عاقل سړیه 
مه کوه وژل سړیه 
مه منه د بل خبرې 
مه غولیږه تل سړیه 
ټول دې مظلومان وژلي 
ځان ښایي اتل سړیه 
کور کې دې قرآن سوځيږي 
بل ته کړې کنځل سړیه 
ایمان دې په خطر کې وینم 
نه درځې چارقل سړیه 
جومات وران شو که شهید شو 
اوس یې وایه حل سړیه 
اعمالکم عمالکم 
څه کوې اټکل سړیه 
د میم خبرې ومنه 
ځه په خدای توکل سړیه