
د بې پولې خبريالانو ټولنې (cpj) پرون دمطبوعاتو دآزادۍ په ورځ دمطبوعاتو د دښمنانو په خپاره کړي تورلیست کې دنړۍ دیوشمیرولسمشرانوترڅنګ دافغانستان داسلامي امارت دمشرتابه نوم هم له دې امله شامل کړی چې دټولنې په وینا د هغه د نفوذ لمن پاکستان ته هم غځېدلې او د مطبوعاتو پرضد هم مبارزه کوي .
داسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون پداسې حال کې چې په خپل مشرتابه باندې دبي پولې خبریالانوله لوري دغه تور ناسم اودهغوﺉ له خپلوژورنالیستیکي مقرراتوڅخه تخطي بولي په غبرګون کې یې لاندې ټکې اعلاموي:
۱ـ دافغانستان داسلامي امارت دنفوذ اوټولوپوځي ،فرهنګي ،اداري ،سیاسي اوقضایي فعالیتونوساحه دافغانستان د حریم په داخلي ساحې پوري محدوده ده اویواځې په همدغه ساحه کې دخپلواړوندوارګانونوداجراآتوپه هکله مسؤلیت ورته راجع کیږي. له خپلې ساحې سیواپه نوروهیووادونوکې دترسره کیدونکو فعالیتونو مسؤلیت اسلامي امارت ته قانونا نشي راجع کیدای.
۲ـ هرهغه خبریال چې دخپلومسلکي فعالیتونودترسره کولولپاره داسلامي امارت ترکنترول لاندې سیموته ورځی دمقرراتوله مخې هغه باید دهغې سیمې داداري چارواکوقبلې اجازه لیک له ځانه سره ولري له اجازه لیک نه بغیر نومړي سیمې ته له ټولوراغلیو اوراتلونکوبهرنیانوسره دهغوﺉ دقانوني تخلفاتوله مخې معامله کیږي نه دقانوني ژورنالیستانوپه توګه اوپه دې هکله مسؤلیت هم خپله همدغو متخلفینوته راجع دی.
۳ـ داسلامي امارت فرهنګي کمیسیون دبي پولې خبریالانوله ټولنې څخه هیله کوي چې په خپل مسلکي فعالیت کې دزورورولوریوفرمایشونواودستورونوته ځای ورنکړي اوپه خپلو داشانې لیستونوکې دهمدغوزوروسرغړوونکو په تخطي ګانوباندې هم سترګې پټې نه کړې ترڅو ثابته کړی چی دوی رشتیا هم بی پری او دچادزراوزور تابع ندی .
۴ـ په افغانستان کې دیرغلګروځواکونوموجودیت په نوروناقانونیوسربیره دژورونالستانو اودهغوﺉ دبي پرې فعالیتونوپه مخکې هم ستر ګواښ بلل کیږي چې دهمدغوبهرنیانوله لوري په کندهارکې شهیدجاویداحمد یازمي لومړی یوکال بندي او وروسته په شهادت ورسول شو دبي پولې خبریالانوډله بایدله بهرنیویرغلګروڅخه په پوښتنې کولوسره دشهیدیازمي او دالجزیره شبکې دځورول شویوژورنالیستانودځورونو په هکله هم خپل مسؤلیت سرته ورسوي.
۵ـ په دې وروستیوکې د ويكيليكس ویب پانې له لوري په عراق کې دامریکايي پوځونوله لوري درویټرآژانس ددوتنوژورنالیستانو دوژل کیدوزړه بوږنووکې ویډیوخپره شوه دبي پولوخبریالانوته په کاروو چې ددغوبیګناوژل شویو ژورنالیستانو ددفاع په منظوریې په خپل کلني راپورکې دسپینې ماڼۍ اوپنټاګون دچارواکونومونه هم راوړي وای چې سرایله پوځیانویې په رڼاورځ دغه جنایت ترسره کړ.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
دفرهنګي چاروکمیسیون