په وينه کې د وينې د سرو کروياتو (Red Blood Cells - RBCs) يا د هموګلوبين کمښت او کموالي ته د وينې کمېدنه يا اني ميا وايي، يا په بل عبارت، کله چې وينه د اکسيجن پوره لېږد وړتيا ونه لري، نو يادې ستونزې ته کم خوني وايي.
نوټ: همو ګلوبين د سرو کروياتو مهمه برخه ده او د اکسيجن دلېږد دنده په غاړه لري.
۱- د وينې کمېدنې په اړه اړين ټکي:
- د وينې کمېدنې ناروغي ښايي په ذاتي ډول سره وي، کله چې ماشوم پيدا شي نو شونې ده چې په ياده ناروغۍ اخته شي.
- ښځې د اميداورۍ په وخت د ماشوم له پيدا کېدو وروسته ډېرې د کم خونۍ په ناروغۍ اخته کيږي. د اميداورۍ په وخت کې مور وجود د وينې ډېره برخه د ماشوم په تعذيه کې مصرف کيږي او همدارنګه د ماشوم د پيدايښت په وخت له وجود څخه د وينې تلل، په ښځو کې د وينې کمېدنې لامل کيږي.
- د عمر په زياتوالي سره هم د کم خونۍ چانس ډېريږي، په زيات عمر کې د نورو ناروغيو له امله کمزوری خوراک د کم خونۍ په منځ ته راتګ کې مرسته کوي.
۲- د وينې کمېدنې نښې:
- د رنګ زېړوالی: د وينې کمېدنې مالومه او څرګنده نښه د پوستکې او په ځانګړې ډول د مخ د رنګ زيړوالی دی، سره کرويات د پوستکي د رنګ د سوروالی لامل دی، نو هرکله چې په وينه کې سره کرويات او هموګلوبين کم شي، د مخ رنګ هم ورسره زېړ ښکاري.
- د زړه ضربان: د وينې کمېدنې په ناروغۍ کې د زړه ضربان د عادي حالت په پرتله څو برابره زياتيږي، د زړه د ضربان علت په دې کې دی، چې هموګلوبين او سره کرويات کم خو وجود پوره اکسېجن او غذايي موادو ته اړتيا لري، نو په دې وخت کې زړه اړ دی تر څو په بېړه او فشار سره وينه پمپ کړي ترڅو د بدن اړتيا پوره کړي.
- بې فکري: کله چې په يو څه باندې په ښه ډول تمرکز سره فکر نشی کولای او ډېری وخت بې فکره او طعبيت مو ګډوډ وي، يادې ستونزې هم د وينې کمېدنې نښې کېدای شي.
- ستړيا: کله چې هر وخت پرته له کوم ځانګړې او مالوم لامل څخه د ستړيا احساس کوی، نو دا د وينې کمېدنې يوه نښه ده، لکه چې وړاندې مو وويل د وينې کمېدنې په وخت هموګلوبين نشې کولای په پوره ډول اکسيجن او نور غذايي مواد د وجود نور برخو ته ورسوي، نو هر کله چې وجود په پوره ډول غذايي مواد تر لاسه نه کړي نو ستړيا منځ ته راځي چې د کم خونۍ له نښو څخه يوه نښه ده.
- د کمزورتيا احساس: د ژوند او ورځنيو چارو په اړه سست او کمزوری احساس د وينې کمېدنې بله نښه ده. دا چې وينه د انسان په بدن کې په پر لپسې ډول په حرکت او جريان کوي، له وجود اضافه مواد او کاربن ډای اکسايد اخلي او په بدل کې اکسيجن او غذايي مواد د وجود ټولو برخو ته رسوي، نو د وينې په کموالي سره وجود کمزوری او سست کيږي.
- د ساه کموالی يا نفس تنګي: د هموګلوبين او د وينې د سرو کروياتو په کموالې سره، اکسېجن په پوره ډول د وجود برخو ته نه رسيږي، د اکسېجن نه رسېدل د نفس تنګۍ لامل کيږي، چې په خپله نفس تنګي د کم خونۍ نښه ده.
د نااشنا شيانو خوړل: د وينې کمېدنې يوه بله نښه د نا اشنا شيانو لکه کاغذ، پلاسټيک، يخ او نورو خوړل او ژول دي.
۳- د وينې کمېدنې لاملونه:
- د وينې بهېدنه: د ټکر، جراحي عملياتو، ټپ کېدو، د ماشوم د پيدايښت او يا بل هر هغه علت چې له وجود څخه د وينې د بهېدو لامل شي، په پايله کې کم خوني منځ ته راځي.
- په وجود کې د اوسپنې کمښت: هډوکي اړتيا لري چې د رشتو او نمو لپاره په کافي اندازه سره اوسپنه ولري، د هډوکو په مغز کې د وينې د سرو کروياتو حجرې جوړيږي، نو هرکله چې هډوکو ته اوسپنه او نور منرالي مواد ونه رسيږي، د سره کرويات نه توليديږي چې د کم خونۍ لامل کيږي.
- اوږد مهاله ناروغۍ: ځينې اوږد مهاله ناروغۍ لکه سرطان او داسې نور د و ينې کمېدنې او وجود د کمزورتيا لامل کيږي.
- پښتورګي: په پښتورګو کې اوږد مهاله ناروغۍ د هغه هورمون پر وړاندې خنډ ګرځي، چې د هډوکو په نمو کې مرسته کوي، د پښتورګو اوږد مهاله ناروغۍ د کم خونۍ يو بل لامل کېدای شي.
ضعيف خوراک: کله چې وجود په پوره اندازه غذايي مواد تر لاسه نه کړي، نو د وينې کمېدنه منځ ته راځي.هغه غذايي مواد چې پوره اندازه منرالونه او ويټامينونه ولري د کم خونۍ مخنيوی کولای شي.
وروستي