
سيدسعيد
بالاخره يرغلګروځواکونودولسي جرګې دمشهورې غړې اغلې صفيې صدیقي پرکورهم دنوروهیوادوالودکورونوپه څېردافغاني اوبین المللي قوانینواوارزښتونوخلاف یرغل وکړاودکورنۍ یوتن غړی امان الله یې په بې رحمانه توګه وروواژه .وکیلي صفیې رسنیوته وویل : کله چي بهرنیوعسکروددې اونوروګاونډیانودکورونوتلاشي پیل کړه ،دحکومت څخه یې دمرستي غوښتنه وکړه ،خو امریکایې پوځیانوافغان عسکروته اجازه ورنه کړه چي مرستي ته یې ورسي .دننګرهاردامنیې قوماندانۍ ویاندسمونوال عبدالغفوروایې چي : امریکایې ځواکونوددوی دخبرتیاپرته نوموړي عملیات ترسره کړي دي .امریکایې قواووبیادتل په څېر دا(دصفیې پرکور)عملیات هم دترهګرو پر ضد نومولي اووایې چي وژل سوی کس (امان الله )دمخالفینویو وسله وال قوماندان ؤ،نه یوملکي افغان .
دمظلوموافغانانووژل ،نیول ،تړل ،شکنجه کول ،بمبارول ،تلاشي کول ،په سپیوداړل ،په قفسونوکي اچول اوبې عزته کول هغه کلمې دي چي دامهال درسنیواودحکومتي اوولسي کړیو اوافرادوترمنځ ترنوروهغوڅوواره زیاتي تکراریږي اوبیانیږي .دکال په ټولو شپو ورځوکي داسي ورځ نه ده شپه سوې اوشپه نه ده سبا سوې چي دملکي هیوادوالودوژنو ،نیونو ،بمبارونو او..... راپورونه دي نه وي پکښي خپاره سوي .غواړوچي دخپلي دغي ادعادثبوت لپاره په لاندي کرښوکي دهیواددګوټ ګوټ څخه دوروستیو ملکي تلفاتوهغه ارقام وړاندي کړوچي دنړیوالواوکورنیوخپلواکورسنیوله لوري نشرسوي اودعاملینوله خوایې هم تائیدسوي دي .
لراوبرداپریل پر۳۰مه لیکي چي د زابل ولايت د جلدک په سيمه کي يو سراچه ډوله موټر ، چي د کندهار څخه مخ پر زابل روان وو، د ناټو ځواکونو له خوا تر ډزو لاندي ونيول سو چي په پایله کي یې دوې ښځي او يو ماشوم وژل سوي اودوه تنه ټپیان سوي دي .دغه رازد همدې ورځي په یوبل خبرکي راغلي چي د فرانسې د دفاع وزارت وویل چي : د کابل په سروبي ولسوالي کي يې د رواني مياشتي په پيل کي د تېروتني له امله څلور ملکي کسان وژلي او يویې ټپي کړی دی .د فرانسې حکومت ويلي دوى د ملکي کسانو پر دې مرګ ژوبله خواشيني دي اووایې چي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د دوى پر پوځيانود ترسره سوي حملې دځوابي ډزوله امله یې پنځه ملکي ځوانان په نښه سول، چي څلور يې مړه او يو ټپي سو.
رسینوداپریل پر۲۷مه دکندوز د دشت ارچې ولسوالې څخه خبرورکړچي دځایې اربکیانو په توغندویوکې چي پریوکورراپریوت درې ماشومان وژل سوي اودهمدغي کورنۍ څلورتنه غړي ژوبل سوي دي .
راپورلیکي چي سیمه ییزخلګ دهمدې پیښي پرتائیدسربیره له ځايي مليشوڅخه سرټکوي چي د ورځي له دوی (اربکيانو) اودشپې له امریکایې شپيشل فورس ځواکونو له چاپو څخه په تنګ راغلې دي
داپریل پر۲۴مه امریکایي ځواکونو دلوګر ولایت مرکز ته نیژ دې دکمال خیلو په کلی کی په یوه کور یر غل وروړي کورته له ننوتو سره سم یې دکور په خلګو بې دریغه دزې کړې دي. دنوموړي کور څلورتنه غړي یې شهیدان کړی او دوه نور یې له ځان سره دبندیانو په توګه بیولي دي . ولسي خلګودیادي سوي پیښي په سهاردلوګرولایت مرکزپل علم کي په یوپراخ لاریون لاس پوري کړاودکابل – ګردیزلویه لاریې دروځي تر ډېره دترافیکوپرمخ تړلې وه .مظاهره چیانودبهرینوځواکونوپرضدشعاونه ورکول اودوژل سووولسي وګړوقاتلانوته یې دسزاغوښتنه کوله ،وروسته قهریدلولاریون کونکو دخارجي ځواکونوپراکمالاتي کاروان بریدوکړاودنوموړي کاروان لسګونوموټرانوته یې اورواچاوه .
نیویارک ټایمر او وال سټریټ ژورنال خبر ورکوی چی امریکایی پوځیانوداپریل پر۲۰مه په خوست کی دملکي وګړوپر یو موټر ډزي وکړې چی په نتیجه کی یې څلور ملکی افغانان شهیدان کړل .
داپریل پر۱۳مه خبرونه وایې چي د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د ولسي وګړو پر يوه موټر بمبار کړی او دوه تنه يې وژلي دي .ولسوال پېښه منلې او ويلي يې دي چې له الوتکې غورځول سوو پاڼو کې بمبار کوونکي سپېشل فورس ځواکونه ښودل سوي دي .
داپریل پر۱۲مه کورنیواوبهرنیورسنیوخبرورکړچي د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي بهرنيو سرتيرو پر ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر ډزي کړي او ٢٢ تنو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده .پیښه هغه وخت رامنځته سوه چي نوموړی موټرد کندهار څخه د هرات په لور روان ؤچي د بهرنيو سرتيرو له کاروان سره مخامخ اودپیښي ښکارسو. دې پیښي دولسي خلګوسخت غبرګون راوپاراوه اودنړیوالوڅخه یې دبیګناه افغانانودقاتلینودمحاکمې غوښتنه وکړه .
داپریل پر۶مه لراوبرویبپاڼي خبرورکړ چي دهلمندولایت دګریشک ولسوالۍ دیخچال په کلي کي د امريکايي الوتکو په بمباريو کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي. د اخترمحمد او محمدفاروق په نوم د يخچال کلي اوسېدونکو د چين د شنهوا آژانس ته ويلي چي په دې پېښه کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.د ملکي کسانو دغه مرګ ژوبله په داسي حال کي رامنځته کېږي، چي کرزي پرون په کندهار کي د امريکا نظامي قومندان له دې امله وستايه چي د راتګ راهيسي يې په افغانستان کي د بمباريو له امله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي لږوالى راغلی دی.
د ناټو ځواکونو قوماندانۍ رسماً نن د دوشنبې داپریل پر۵مه دا ومنله چې د فبرورۍ میاشتې په دولسمه نیټه یې د پکتیا مرکز ګردیز په یوه کور کې پینځه بي ګناه افغانان په خطایۍ سره وژلي دي.د ایساف یو بیان وایې چې په دغو پینځو تنو کې دری میرمني وي چې یوه یې امیداوره وه.رپوټ کاږي چې دغه پینځه تنه په خطايي سره چې ګواکي ترهګر به وي د افغان او ناټو ځواکونو د ګزمې سره مخ شول او له مینځه ولاړل .ناټو ځواکونو تر دغه برید وروسته ویلي وو چې وژل شوي کسان ترهګر دي ،نه ملکیان ولي اوس یې دمنلوترڅنګ په دغه پیښه خپل ژور خفګان څرګند کړی دی .
دمارچ پر۱۳مه امریکايي عسکرودکونړولایت داسمارولسوالۍختيځ لوري ته د\"اغزباغ \"په کلي کې د\"انځرګل \" نومي هیوادوال په کورباندې وسله وال بريدترسره کړچې له امله يي نهه تنه دکورنۍ غړي ځای پر ځای شهيدان اوپنځه نوریې سخت ژوبل سول .دسیمي دخلکوپه ويناچې انځرګل اودکورنۍ وژل سووغړویې دطالبانوسره هیڅ ډول تړاونه درلود.
دمارچ پر۲۱مه امریکايي ځواکونو د میدان وردګ د بند چک په ولسوالۍ کې په یوه کور چاپه اچولي اوپه ترځ کې یې یو اویا کلن د سیمې ولسي سړی په ډزو سره وژلی دی.ویل کیږي چې دغه سړی غني خان نومیده او د بند چک د سیاب د کلي اوسیدونکی وو.
بینواوبیپاڼه دمارچ پر۲۰مه خبرورکوي چي تېره ورځ دهرات ښار دشیدائي پر سړک یواتلس کلن ځوان دآیساف ځواکونو لخوا ددرېدو اشارې ته دنه پاملرني په ګناه هغه مهال ووژل سوچي، مقصودمنزل ته دژررسیدوپه موخه یې چټک چټک ګامونه اوچتول .
رسینودمارچ پر۱۴مه خبرورکړچي امریکایې ځواکونوتېره شپه دپکتیاولایت دزرمت ولسوالۍ ددولت زیوپه سیمه کي پریوې دیني مدرسې بمباري کړې چي په پایله کي یې دنوموړي مدرسې ودانۍ په بشپړه توګه تخريب سوې اوپکښې ميشت څلورتنه کم عمره شاګردان شهيدان او درې تنه نوریې سخت ژوبل سوي هم دي .راپورزیاتوي چي سهارددې سيمي ګڼ شمیرخلکودمدرسې دنړیدلي ودانۍڅخه دشهيدانوجسدونه راايستلي اوغواړي چې ددې ولسوالۍمرکزته يي داحتجاج په توګه انتقال کړي څوچارواکوته وښیې چې دتېري شپې دبمبارۍ قربانيان يوازي هغه یوڅوتنه کم عمره شاګردان دي چې دشپي له خوا هم دمدرسې په ودانۍکې دديني زدکړواودقران شريف ديادولوپه موخه پاتي ووچې دامریکايي ځواکونودبي رحمه بمباري ښکارسول .
.
دپژواک اژانس دخبرپه استناد دمارچ پر۱۱مه دامریکایې ځواکونودبې پیلوټه الوتکوپه بریدکي دهلمنددنادعلي ولسوالۍدمارجې د\"تريخ ناور\"د\"ميرحمزه خان\" په کلي کې ديوه کوردرې غړي چې يوماشوم ،بله ښځه اوبل ددې کورخاوندوو ،درې واړه ځای په ځای شهيدان سوي دي .خبرزیاتوي چي تېره ورځ (دمارچ پر۱۰مه) هم دمارجې په همدې سیمه کې په يوه موټرسايکل سپاره یوسړی یوښځه اودوه ماشومان یې چي سیمه ییزکلینیک ته دتداوي په غرض روان وو. په لاره کې دامریکايي ځواکونود الوتکي ښکاراوڅلورواړه شهیدان سول .
دمارچ پر۱۰مه امریکايي ځواکونو دکونړولایت دماڼوګی ولسوالۍد\"خاتي بانډه \"په سيمه کې دیولړعملیاتوپه ترځ کي لومړۍ دخلکودکورونودروازي په راکيټونوويشتلي ،بيايي خلګ تلاشي کړي دي اوپه پای کي یې پنځه تنه عام خلک شهيدان کړي اودرې نوریې بیا ژوبل کړي دي .دسیمي خلک وايي چې امریکايي ځواکونودخپلوعملياتوپه پای کې څوتنه بي ګناه خلک چې ددې سیمي اوسيدونکي دي له ځانوسره دبنديانوپه توګه بیولي هم دي .داپه داسي حال کې چې دامریکايي ځواکونومشرقوماندان مک کرسټل په دې وروستيوکې اعلان کړی ووچې نور به بيادشپي له مخې داولسي خلکوپه کورونوچاپي نه اچوي اوکه وي هم هغه
به ددافغان ځواکونوسره په ګډه همکارۍ ترسره کيږي .
دمارچ پر۹مه اسوشیټیډپریس خبرورکړچي دهلمند دمارجې د\"خليفه محمدشاه \"چاراهي په سیمه کې دامريکايي ځواکونوله لوري ددې سیمي يوشمیرخلک ورغوښتل سوي وو چې ددوی قرارګاه دننوتلوپه وخت کې ددغوخلکوپه ټونيس دوله موټرامریکایې عسکروبريدوکړچي له امله يي شپږتنه سیمه ییز سپين ږري شهيدان اودرې نوریې ژوبل سول چې درې واړه اوس هم امریکایې قواووپه سیمه ییزروغتون کي ترتداوي لاندي دي .
سړی نه پوهیږي چي دافغانانوروانه غمیزه به ترکومه لاجاري وي ،خوجوته ده چي درواني ملي تراژیدۍ دپیل بنسټ دغوایې کرغیړنه کودتاوه چي دخلقیانواوپرچمیانودنااهلیت ،ملي خیانت اوپردۍ پالني له امله سره ښکېلاک افغانستان اشغال کړاوپه ملیونونوهیوادوال یې دکمونیزم دکرغیړني ایډیالوژۍ دتپلواوګرمواوبوته دځان رسولوپه موخه بندیان ،شهیدان اودخپلوکورونوپریښوولوته اړایستل .دبده مرغه چي هغه پرهرونه موجوړسوي اودردونه موارام سوي لانه ووچي ،دیوبل نړیوال ښکېلاک (غربي امپریالیزم )دنارواهوس اوګذارښکارسولواوددهشت اووحشت په اورکي یې کباب ،کورونه مووران ،په زرهاووهیوادوال مودښځو،ماشومانواوبوډاګانوپه ګډون شهیدان اودګوانتانامو،بګرام او.....وحشي زندانونوبندیان سول .
که پرون کمونیزم – سوسیالیزم «دکور،کالي ،ډوډۍ» په نوم دافغانانودوینورودونه وبهېول ؛نن بیاغربي لیبرالیزم – کپیټالیزم د«ډیموکراسۍ ،بشري حقونواوبیارغوني »ترنوم لاندي هماغه دکریملین وحشیانه خوهلاکونکې ستراتیژي تعقیبوي اودپلي کولوپه موخه یې خپل بې شمېره هډونه اوډالرونه هم داورخوراک کړل ،خوبیاهم خپل هدف ته ونه رسیدل .هغه دچاخبره دې شین سترګودافغانستان جغرافیه لوستې ،خوتاریخ یې نه دی مطالعه کړی ،هلته چي ددغه لرغوني ویاړلي هیوادغرونه اوسیندونه د سکندریانو ، چنګېزیانو،ګورګینانو،انګرېزانواوروسي یرغلګرو پوځیانو دمغرورو ککریو پرمنارونو اوقبرونواعتراف کوي اودامپراتوریودټوټه - ټوټه کیدویې شاهدي ورکوي .
خوموږافغانانوته هم یوازي دتېروویاړنویادونه په ښه نه ده ،بلکي تر څو مو چي خپل منځي اختلافات غورځولي اودورورۍ لاسونه سره ورکړي نه وي خدای مکړه حا ل به مونورهم خراب اوتراب وي ،ځکه چي پردي« پردي »دي که مرستي هم راسره وکړي نوپه محدودزماني چوکاټ کي به دمرموزومقاصدوپه خاطر وي نه دافغان ملت دواقعي سوکالۍ اوترقۍ لپاره . په افغانستان کي ټول ښکېل اړخونه اوځواکونه په ځانګړې توګه ولسي جرګه بایدنورپه قاطعیت اودرایوپه مطلق اکثریت سره له افغانستان څخه دیرغلګرو ځواکونو دژر او بشپړوتلومهال ویش تصویب کړي ترڅوافغانان خپله خپل راتلونکي دملي وحدت ،ارضي تمامیت ،خپلواکۍ اواسلامي شریعت پربنسټ غوره کړي .په همدې هیله .
ماخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادۍ راډیو،پژواک اژانس ،اسوشیټیډپریس ،لراوبرویبپاڼه ،بینواویبپاڼه ،ټول افغان ویبپاڼه ]