دبې طرفو!! يوطرفه قضاوت !

سيدسعيد

بسم الله الرحمن الرحيم .
په کابل کي دملګروملتونودفتر«یوناما»په خپل وروستي راپورکي لیکي چي : دروان ز،کال په لومړیوشپږومیاشتوکي »۱۲۷۱»تنه ملکي افغانان شهیدان سوي او«۱۹۹۷»تنه ټپیان سوي دي چي ،دارقم دتېر(۲۰۰۹)زکال په پرتله دولسي افغانانوپه وژني کي په سلوکي یودیرش ډیروالی ښیې .راپوردولسي وګړودزیانونودیادي شمېرې د«۷۶»سلني پړه پرمجاهدینووراچوي اودټولوملکي تلفاتوپه«۱۲»سلنه کي یرغلګراولاسپوڅی رژیم یې ګرم ګڼي .
صلیبي ټلوالي په دې وروستیوکي دځان په وړاندي دروان غښتلي ملي مقاومت دځپلوپه موخه وډول ډول دسیسواوتورونوته لاس اچولی دی چي، دبېلګې په توګه یې دهغي افغاني میرمني کیسه یادولای سوچي دخپل کورڅخه دتښتیدلوپه جرم یې خپل خاوندپزه ځني پریکړې وه ،مګررسنیوپه پټوسترګوخودیهودي متعصبوسرچینوپه استنادداپیښه په طالبانوپوري په داسي ډول وتړله چي تابه ویل دلیکوال یاراپورجوړونکی ترسترګولاندي طالب دښځي پزه پري کوي .ددې تورشاربل لاپای ته نه وورسیدلي چي یوبل هغه ته یې هم ترددې سرلیک لاندي هواورکړه چي : طالبانوپه بادغیس کي یوکونډه ښځه دناوړه جنسي اړیکوپه تورقصاص کړه اودادی اوس یې دخپلوکرغیړنوکړنو(ملکي وژنو)ملامتیاهم پرطالبانوورواچوله .
لوستونکي پوهیږي چي دادمجاهدینوپر ضددښکېلاک دتبلیغاتي لړۍ هغه کړۍ دي چي ترپخواپیاوړي سوي دي .معمولانیواکګردتودې جګړې څخه مخکي ،وروسته اوپه ځانګړې توګه دماتي په حالت کي سړې جګړې ته زورورکوي ترڅوله یوې خوادتودې جګړې زیانونه دسړې هغې په غځولواوپړسولوجبیره کړي اوله بلي خوابیادمقاومت سره ولسي ملاتړکمزوری اویابیخي وشلوي .خوتاریخ ثابته کړی ده چي په افغانستان کي دمجاهدینوپرضددیرغلګروتورونونه یوازي داچي دمجاهدینوسره ولسي ملاتړنه دی راکم کړی ،بلکي لانوریې ولس اومجاهدین اوږه پراوږه ددین اووطن ددښمنانوپه وړاندي په یوه صف کي درولي دي .
دا چي داډول یوطرفه راپورونه دملګروملتونودخپلواک سازمان له خواخپریږي دتأسف ځای دی ،ولي داهم بایدومنوچي ملګرو ملتونواوس هغه مخکینی خپلواک دریځ اوکردارله لاسه ورکړی دی هرڅه چي دښکېلاک خوښه وي دوی یې «بې چون وچرا»ورټاپه کوي اوکه یې احیاناورسره ونه مني نواستعماریې له سلامشورې پرته هرهغه څه چي زړه یې غواړي کړي اوکوي چي ،جوته بېلګه دملګروملتونوله مخالفت سره – سره دامریکاله خوادعراق اشغال او.....دي چي په نړیوالوچاروکي ده همدې سازمان ناوسي ښه تراپه زبات رسوي .دیونامادپورته قضاوت په اوریدلواولیدلومي دپښتوژبي هغه متل رایادسوچي : «شپه که تیاره ده ،خومڼې په شماردي »که څه هم نړیوال سوله ساتي جګړه ماران دملګروملتونوتربیرغ لاندي دشپې اوورځي بې شمېره جرمونه ترسره کوي اوبیایې پړه پرمخالفینو(مجاهدینو)ورغوځوي ؛خودوی بایدپوه سي چي دااوهغه ټول جنایات یې دافغانانوپه حافظواودتاریخ په صفحوکي خوندي کیږي ،ولوکه هرڅومره یې دړندې میډیاپه مټ دځانه دلیري کولواویامسخه کولوهڅي وکړي .
راسئ دیرغلګروله لوري دملکي افغانانودډله ییزووژنوهغه مستند اودقیق ارقام وګورو! چي وخت په وخت دنړیوالواوکورنیورښتیاویونکورسنیوله خواخپاره سوي دي .
داسوشیټیډپریس اوافغان اسلامي اژانس په حواله دجنوري پر۱۲مه نېټه دهلمندولایت په ګرمسیرولسوالۍ کي تر«دوو»زروزیاتوملکي خلګوپه سیمه کي دبهرنیوعسکروله لوري دقران کریم دبې حرمتۍ اودولسي وګړودوژني پرضدپه لاریون لاس پوري کړچي ناڅاپه دامنیتي ځواکونودډزوښکارسول او په پایله کي یې «لس»تنه ملکي هیوادوال شهیدان او«پنځه ویشت »نوریې ټپیان سول .
اسلامي اژانس لیکي چي :د لښکرګاه په ښار کې د (ايمرجنسي روغتون) مخې ته ولاړ يو تن نور محمد چې خپل ټپي يې روغتون ته راوړې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې: تيره ورځ ناوخته شپه 2010-01-12 بهرنيو قواوو د ګرم سير د ولسوالۍ د \"درويشانو\" په کلي کې د عبدا لقيوم پر کور بريد کې د کور د څو تنو پر وژلو سربيره قرآنکريم هم په برچو وهلې چې له دې امله نن 2010-01-12 په زرګونو خلکو د ولسوالۍ په مرکز کې لويه مظاهره پيل کړه . هغه وويل «زه د خپلو کوچنيانو سره د ولسوالۍ مرکز ته راغلې وم چې بازار کې بد حال ؤ ډزې وې په ډزو کې زما يو خپل ټپي شو چې لښکرګاه ته مې راوړ ». يو بل تن چې پنځلس کلن ورور يې ټپي شوې ؤ هم د عبد القيوم پر کور د بهرنيانو د بريد له امله ورته کيسه وکړه او ويې ويل چې : « بهرنيانو او پوليسو په مظاهره کوونکو ډزې کولې چې لس (10) تنه شهيدان او پنځه ويشت (25) نور ټپيان شول » . د ګرم سير څخه راغليو يو شمير نورو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې بهرنيو قواوو د افغاني کلتور او عنعناتو پر خلاف د کور د ښځو سره هم ناوړه چال چلند کړې دې . د ګرم سير څخه په لښکرګاه کې روغتون ته راغليو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې شپاړس (16) تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي او يو شمير نور ټپيان لا تر اوسه پورې لښکرګاه ته راوړل شوي ندي .
تېره میاشت په لغمان ولایت کي هم دبهرنیوقواووپه بمباریوکي دیوې کورنۍ «دیارلس» تنه غړي چي ښځي اوماشومان هم پکښي شامل ووپه شهادت ورسیدل ؛ولسي خلګوددولت اویرغلګروپرضدپه بېلابیلوسمیوکي په یولړمظاهرولاس پوري کړچي ،یوپراخ لاریون یې دهمدې ولایت په مقرمهترلام کي هم ترسره کړهغه وخت هم پر مظاهره چیانو دملي اردوعسکروډزي وکړې چي په ترڅ کي یې «اوه »تنه مړه اوژوبل سول .
دغه رنګه دلغمان ترپیښي وروسته بیادکونړولایت دنرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کي بهرنیانو «دوولس »تنه ولسي وګړي چي «اته »کسه یې دښونځۍ تنکي زده کونکي ووپه ډیري بې رحمۍ سره شهیدان کړل .دکونړوالي فضل الله واحدي رویټرزاژانس سره په مرکه کي دملکي وګړووژنه تائیدکړه اوزیاته یې کړه چي :داعملیات ددوی دخبرتیاپرته ترسره سوي دي .دکرز ي ادارې داسدالله وفاپه مشرتوب سیمي ته دیادي سوي پیښي دپلټني په موخه یوټیم واستاوه چي معلومه کړي وژل سوي کسان رښتیاهم ټول ملکیان دي اوکنه .نوموړي ټیم دپلټني څخه وروسته په ډاګه کړه چي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي .
ازادخبریال احمدضیاء لیکي چي :دارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بنګونکی پیښه دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقال
ول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمی (۱۱:۳۰) بجی شوی نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی په چیغواوژړاسره ویل چی :«زماخاوند مه وژنی »! خو ددی سره سره امریکایی عسکروداطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی ؛خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورته هم انفجاروکړچی ټولی کړکی او دروازی یې ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی دکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکروو کوم چی ددوی (یرغلګرو)سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر ده .
نوټ: پورته ټوله لیکل شوی واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دواقعی شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنۍ په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمنی نه چه اوس هم د ترنکوټ په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .
 
پژواک اژانس خبرورکړچي : دجنوري پر۲۹مه نېټه امریکايي عسکرودهلمندولايت دګرمسيرپه ولسوالۍکې ديو لړعملياتوپه ترڅ کي پنځه(5) تنه عام خلک چې په خپلوکروندوکې يي اوبه لګولي شهيدان کړي دي .خبرزياتوي چې لومړی امریکايي عسکروددې ولسوالۍد\"کټوري \"په سيمه کې د\"خداي دادخان \" په کلي کي په اولسي خلکودچورلکوڅخه ډزي وکړې اوبيايي په سيمه کې دکورونوتلاشۍ پیل کړي چي په پایله کي یې څلور(4)تنه نورملکي هیوادال له ځانوسره دبنديانوپه توګه هم بیولي دي .
په یوبل خبرکی ویل شوی چي دجنوري پر۲۹مه اشغالګرو عسکرو دغزنی ولایت دګیلان ولسوالۍ د(مطې پله )په سیمه کی پرعام سړک دسیمی پریوه شخصی سراچه موټر ډزې وکړې چی ،له امله یی په موټر کی دوه تنه بې ګناه ملکی وګړی شهیدان او دوه نور یې ټپیان کړل .عینی شاهدان وایې ، دخلګو دسپرلۍ موټر داشغالګرو عسکرو دکاروان سره د تیریدلو په حال کی ووچی ،د فوځیانودبې دریغه ډزوښکارسو.
 
اسوشیټیډپریس اژانس خبرورکوي چي :دجنوري پر۲۸مه دامريکايي عسکرو يوه کاروان پر سيمه ايز وخت سهار اته بجې په کابل کي پر يوه موټر ټکان وکړل چي ،د ملامحمديونس په نوم د يوه مسجد ملا امام يې ووژاه.عيني شاهدانو اسوشيټيډ پريس آژانس ته ويلي چي ملا يونس له خپلو درو ماشومانو سره په کورولا موټر کي سپور وو چي امريکايانو ټکان پر وکړل.اوله ژونده یې بې برخي کړ.
راپورونه وایې چي دجنوري پر۲۷مه نېټه دکونړولايت دماڼوګي ولسوالۍ \"دعمار
په سیمه کې دامریکایې ځواکونوپه بمباریوکي دیادسوي کلي يوکورپه بشپړه توګه تخريب شوی اوپکښې ميشت دوه(2) تنه ملکي کسان شهيدان اويوبل سخت ژوبل شوی دی .
رسنۍ خبرورکوي چي :دننګرهارولایت په خوږیانوولسوالۍ کي دجنوري پر۲۶مه امريکايي عسکرودخپلوعملياتوپه لړکي يو(1)تن اولسي سړی شهيد اوپنځه(5) نوريي نيولي دي .خبروايي چې امریکايي عسکر دشپي ناوخته ددې ولسوالۍد\"مملي\" کلي ته ورغلي لومړۍ يي دخلکوپه کورونوکې تلاشۍ کړي اوبيايي ددې کلي په هغوبي دفاع خلکوچې له خپل کورونونه ددوی له ډاره دتيښتي په حال کې وه ناتاره ډزي کړي دي .
 
د غزني ولايت د قره باغ اوسيدونکو په وينا چي تېره شپه ۲۰۱۰\\۱\\۲۱ پر سيمه بهرنيو پوځيانودیرغل په ترڅ کي د دوو ماشومانو په ګډون څلور کليوال وژلي او د هغوی جسدونه يې له ځانه سره وړي دي .خبریا ل حاجي خان وايي چي د غزني د قره باغ اوسيدونکو د احتجاج په توګه نن سهار په موشکي سيمه کي د کابل - کندهار پر سړک ټيرونو ته اور واچاوه او دا لويه لاره يې د لنډ وخت لپاره د ترافيکو پر مخ بنده کړه .
خبریال همایون بابر۲۰۱۰\\۱\\۱۷مه په خپل خبر لیکي چي : دکندوزښارکابل بندرخاکنې ځنځير ترڅنګ بهرنيوځواکونو هغه دوه ځوانانو باندي بريد وکړ چې ،په يوه کرولا موټرکې دچاردرې په لورې روان وو،چې په پاېله کې ئي يومړاويوژوبل شو. يوتن عينې شاهد چې دنوم داخيستلونه ئي ډډه کړه وويل: چې يوتن شهاب الدين دشمس الدين ځوي دامام صاحب ولسوالې اوسيدونکې وروسته دسختوټپونوڅخه دکندوزپه سميېزروغتون کې ساه ورکړه اوانعام الله چې دچاردې اوسيدونکې دي روغتيايي حالت ئي نازکه دي هغه داهم وويل چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دوي کرولا موټرچاردرې ته په لاره وه هغه زياته کړه چ
ې دانعام الله دواده دري ورځې کيدلې اودتاخجمې دمراسمو لپاره چاردې ته روان وو ،چې بهرنيو ځواکونودهغه سپينې جامې يي ورته په سرووينو ولمبولې .
دشريف الله په نامه يوپوليس هم پېښه تائيدکړه اوزياته يي کړه چې بهرنيو ځواکونوهغه مهال بريد وکړ کله چې دوي دهغوې په امر موټرونه داروه دتيرې جمعې په ورځ هم داريبا دمخابراتې شرکت يوتن کارکوونکې په دغه ولايت کې جرمن ميشتو ځواکونو په ډزوټپې کړي وو.
 
اسوشیټیډپریس اواسلامي اژانس لیکي چي :د لښکرګاه په ښار کې د (ايمرجنسي روغتون) مخې ته ولاړ يو تن نور محمد چې خپل ټپي يې روغتون ته راوړې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې: تيره ورځ ناوخته شپه 2010-01-12 بهرنيو قواوو د ګرم سير د ولسوالۍ د \"درويشانو\" په کلي کې د عبدا لقيوم پر کور بريد کې د کور د څو تنو پر وژلو سربيره قرآنکريم هم په برچو وهلې چې له دې امله نن 2010-01-12 په زرګونو خلکو د ولسوالۍ په مرکز کې لويه مظاهره پيل کړه . هغه وويل «زه د خپلو کوچنيانو سره د ولسوالۍ مرکز ته راغلې وم چې بازار کې بد حال ؤ ډزې وې په ډزو کې زما يو خپل ټپي شو چې لښکرګاه ته مې راوړ ». يو بل تن
چې پنځلس کلن ورور يې ټپي شوې ؤ هم د عبد القيوم پر کور د بهرنيانو د بريد له امله ورته کيسه وکړه او ويې ويل چې : « بهرنيانو او پوليسو په مظاهره کوونکو ډزې کولې چې لس (10) تنه شهيدان او پنځه ويشت (25) نور ټپيان شول » . د ګرم سير څخه راغليو يو شمير نورو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې بهرنيو قواوو د افغاني کلتور او عنعناتو پر خلاف د کور د ښځو سره هم ناوړه چال چلند کړې دې . د ګرم سير څخه په لښکرګاه کې روغتون ته راغليو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې شپاړس (16) تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي او يو شمير نور ټپيان لا تر اوسه پورې لښکرګاه ته راوړل شوي ندي .
دجنوري پر ۶مه نېټه د ننګرهار د روداتو ولسوالي کي امریکایې پوځیانودیولاسي بم په غورځولوسره پنځه تنه ولسي افغانان ووژل او ٤١ نور يې ټپيان کړل.دغه پېښه هغه مهال سوې چي امريکايي پوځيان او افغان پوليس سيمي ته د بيا رغوني د يوې پروژې د ليدني په بهانه ورغلي وو .د سيمي خلګو تر چاودني وروسته په مظاهرو لاس پوري کړئ او د مړه دي وي امريکا شعارونه یې ورکول .
 
رسنۍ خبرورکوي چي :دجنوري پر۳مه اشغالګرو عسکرو دهلمند ولایت دکريشک ولسوالۍ د\"يخچال\" په سيمه کې د\"حاجې رشيداکا\"په کلي کې ددې کلي په مسجداو کورونو يرغل وروړی دی .چي په ترڅ کي یې څلور(4)بي ګناه کسان شهيدان کړي اودوه (2)نوريي سخت ژوبل کړي دي .دسیمي خلک وايي اشغالګروامریکايانودخپل نارواعملياتوپه لړکې ددې کلي اوه(7) تنه نوربي ګناه کسان له ځانوسره دبنديانوپه توګه وړي دي .
خبریال معصوم لیکي چي :دغزني ولايت چارواكي وايي چي پرون۲۰۱۰\\۱\\۰۳ بهرنيو ځواكونو دوه ملكي كسان وژلي او دوه نور يې ټپي كړي.د غزني ولايت د مقر ولسوال صاحب خان وايي، دا كسان په يوه ملكي موټرکي سپاره ووچي د بهرنيو ځواكونو په ډزو كي و وژل سول .نوموړي وويل چي دغه موټر ته د درېدو امر سوى و خو د موټر د نه درېدو په پايله كي بهرنيو ځواكونو پر موټر ډزي كړي دي .
دروان کال دفبروري پر۱۲مه نېټه دپکتیاولایت مرکزګردېزاړونددخټاوې په کلي کي دیوې کورنۍ پنځه تنه غړي هغه مهال ووژل سول چي، یرغلګروځواکونویې پرکورپه نیمه شپه کي یرغل وکړ.په وژل سووکسانوکي دوه وروڼه داوداوظاهر(چي په حکومت کي یې دندي هم لرلې )اودهمدې کوردرې میرمني شاملي وې .داوددهمدې ولایت دزرمت ولسوالۍ دملي امینت د مدیرپه حیث اوظاهربیاداحمدابادولسوالۍ دڅارنوالۍ دمامورپه توګه دنده ترسره کوله .په همدې شپه د داوددزوی دزوکړي په مناسبت میلمستیاجوړه سوې وه .چي ناڅاپه دیادي سوي ویرلړلي پیښي ښکار سول .دپکتیاوالي جمعه خان همدرددنوموړي پیښي دغندني تر
څنګ زیاته کړه چي امریکایې پوځیان ددوی دمشورې اوخبرتیاپرته راغلي اوعملیات یې ترسره کړي وو .
دمارچ پر۲مه له کابل څخه وسیمي ته دهمدې کورنۍ سره دمرستي اوخواخوږ ۍ په موخه یوپلاوی چي ،مشري یې دکرزي دقومي چاروسلاکارامان الله ځدران کوله راغلی ؤ.پلاوي دمقتولي کورنۍ مشرشراف الدین ته دکورنۍ دهروژل سوي غړي پرسر۱۰۰زره افغانۍ اودهرژوبل تن پرسر۵۰زره افغانۍ ورکړې . خوشراف الدین دپلاوي په اصطلاح مرسته ردکړه اودخپلي کورنۍ دوژونکودمحاکمې غوښتنه یې وکړه . هغه په داسي حال کي چي ستونی یې بند- بندکیده په ژړغوني اوازنوموړي پلاوي ته وویل چي : «ایاداپسې ماته زماوژل سوي زامن راژوندي کولای سي »!؟.
اسوشیټیډ پریس خبرورکړچي دفبروري پر۶مه امنیتی ځواکونو د کندهار په سپین بولدک کی ۷تنه ملکیان دطالبانوپه شک هغه مهال شهیدان کړل چي د لرګيو او بوټوپه را ټولولوبوخت وو خو امنیتی ځواک پر هغوی د طالبانو ګومان وکړ او په مرمیو یې سوري سوري کړل.
دفبروري پر۸مه نېته ازادۍ رادیوخبرورکړچي ایتلافي ځواکونودکونړولایت په وټه پورولسوالۍ کي ۸تنې ښځي دیوهوایې بریدپه ترځ کي وژلې دي .خبرزیاتوي چي نوموړوښځودنژدې غرونوڅخه دسون لپاره بوټي اولرګي راوړل چي ،دیرغلګروله خوادمخالفینوپه شک په نښه اوګڼي کورنۍ یې دویرپرټغرکښېنولې .ناټوهم منلې چي په یاده سوې سیمه کي یې بمباري کړې ده .
خبریال لودین دفبروري پر۱۴مه په خپل خبرکي لیکي چي :د هلمند په مارجه او ناد علي ولسواليو کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ناټو ځواکونو يوي مرمۍ دوولس ملكي وګړي ووژل وژني پر يوه كور د توپ د دوو مرميو د لګيدو له امله رامنځ ته سوي دي په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي چې دغه پېښه په ناد علي ولسوالۍ کې رامنځته سوې ده . سرچينې زياته کړه چې دوى پر هغو سيمو ډزې کولې، له کوم ځاى څخه چې وسلوالو مخالفينو پر دوى بريدونه کول، خو له بده مرغه د توپ دوه مرمۍ د ملکي وګړي پر يوه کور ولګېدې او ١٢ عام وګړي يې ووژل . تردې پیښي دوې ورځ
ي وروسته (دفبروري پر۱۶)مه هم په مارجه کي دایتلافي عسکروله خوادرې تنه ولسي وکړي مړه اودوه تنه یې ژوبل سول .
دازادوسرچینوپه حواله دفبروري پر۱۵مه دهلمندولایت دواشېرولسوالۍ کي دامریکایې چورلکوله خواڅلورولسي وګړي هغه وخت تربریدلاندي راغلل اوووژول سول چي ، په یوه سراچه موټرکې یې ددې ولسوالۍ دپایوک اوګورازان سیموترمنځ په دښته کي سفرکاوه .تردې پيښې يوساعت وروسته دشاوخواکلیوشپږتنه نوراولسي خلک په یوبل سراچه موټرکې دهمدغومړودجسدونودراټولولو په موخه سيمي ته راغلل چې ،کله يي جسدونه موټرته پورته کړل پر دغه موټرهم دامریکايي ځواکونوله لوري ورته بريدترسره شوچې له امله يي شپږتنه نوراولسي خلک هم شهيدان شول .دسیمي خلک وايي چې دغه وژل شوي لس کسه ټول عام خلک دي چې لومړني څلورتنه یې دخوراکي توکودرانيولولپاره ددې ولسوالۍترڅنګ دفراه ولايت ددلارام ولسوالۍ بازارته تللي ووچې دبيرته راتګ په وخت دامریکايي چورلکوښکارشول اوټول ځای په ځای شهيدان شول .
دفبروري پر۱۵مه اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چي د ناټو الوتکو د کندهار د ژړۍ په ولسوالي کی پنځه ملکی افغانان شهیدان او دوه نور یې هم ټپیان کړل .چي بیاوروسته ناټوپیښه تائیدهم کړه اودایې یوه تېروتنه وبلله.د فبروري پر۱۷مه رسنیوخبرورکړچي دکنړ ولايت په شيګل ولسوالي کي دامریکایانود بمباريو له کبله ۲۷ تنه وژل سوي چي ځايي اوسېدونکي يې ولسي خلګ بولي.د کنړ د شيګل ولسوالي د شيلټن سيمي اوسېدونکي وايي تر نن غرمې پوري يې د لسو تنو مړي له خاورو راکښلي چي درې تنې ښځي او درې ماشومان هم پکښي شامل دي.د کونړ چارواکي د ايتلافي ځواکونو دغه بمبارۍ او د خلګو مړينه مني خو وايي طالبان هم پکښي وژل سوي دي. د کونړي امنيه قومندان خليل الله ضيائي بي بي سي ته ويلي سيمي ته يې دولتي پلاوى لېږلئ چي د ملکي کسانو د مړيني په هکله دقيق معلومات راټول کړي.
د فبروري پر۱۹مه رسنیوخبرورکړچي د مارجې د مټوخان په کلی کی امریکایی هلیکوپترونو هغه مهال پنځه کوچنیان په شهادت ورسول چی په لوبوبوخټ وو او ناڅاپه دجورلکودډزو هدف سول
هڅاندخبریال حکمت سروش دفبروري پر۲۲مه خبرورکړچي :افغان دولت ويلي چې تېره ورځ ناټو په خپلو ړندو بمباريو كې ۳۳ ولسي خلك وژلي،خوبې طرفومنابعوپه دغه پیښه کي دوژول سووملکیانوشمېر۳۷ښوولی دی . دا په يوه اونۍ كې درېيمه پېښه ده چې بې ګناه افغانان په كې وژل كيږي، او د امريكايي ځواكونو سر قومندان پرله پسې بخښنې غواړي.په وژل شويو كسان كې څلور ښځې او يو ماشوم هم شامل دي،چې د طالب سرتېرو ګومان پر شوى و.د امريكايي ځواكونو لوى قومندان جنرال سټانلي ميكريسټل، پر دې پېښه له ولسمشر كرزي څخه بخښنه غوښتې، دا په داسې حال كې ده چې ولسمشر په پرله پسې توګه له بهرنيو ځواکونو څخه د احتياط او د ولسي وګړو د وژني د مخنيوي غوښتنه كوي.تر دې پيښې يوازې يوه ورځ وړاندې په لويديځ كې د ناټو په راكټ نهو ولسي خلكو خپل ژوند له لاسه وركړى و، چې تر پيښې وروسته ميكريسټل بخښنه غوښتې وه او ويلې وه چې بيا به داسې نه كوي.پرونى پېښه هغه مهال رامنځته شوې كله چې د ولسي وګړو درې موټرې له ګوجران ولسوالۍ څخه د كندهار پر لورې روانې وې او د ناټو له خوا بمبار شوې، په دې پېښه كې ۳۳ ولسي خلك وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي.تېره پنجشنبه ناټو په كندوز كې پر پوليسو بمونه غورځولې وه چې په پايله كې اووه پوليس له منځه ولاړل.د روانې عيسوي مياشتې پر پنځلسمه ناټو وويل چې دوى په لويديځ كې په تېروتنه سره پنځه ولسي كسان وژلي او دوه يې ټپيان كړي دي.په افغانستان كې په ړندو بمباريو كې د ولسي وګړو د وژنې دا لړۍ له كلونو راهيسې روانه ده، چې وروسته يې بهرني ځواكونه بخښنه غواړي او ولسمشر حامد كرزى يې د څيړنې لپاره يو پلاوى ور لېږي.
دفراه بکواه ولسوالی ګڼو قومی مشرانوپه ټلفون سره دجمعی په شپه ازدۍ راډیوته وویل چي : دایتلافی ځواکونوله خوابکواولسوالی کی ۳۷تنه ولسی خلک وژل سوي دي .دحاجی امان الله په نوم یوه ځایی مشر زیاته کړه دوه میرمنی اویوم ماشوم نورټول دبیلابیل عمرلرونکی دی ده وویل عملیاتوکی ۴تنه طالبان هم وژل شوی دی.دفراه امنیه چاروقوماندان فقیرمحمد عسکردلته عملیات تائید کړه وژل شوی کسان یی ۲۰تنه اویومخ طالبان وګڼل.خوولسی خلک وایی و الی اونورودولتی چارواکوته یی هم شکایت کړی او دپیښی دثبوت لپاره یې سیمی ته یودولتی اویاغیردولتی پلاوی غوښتنه وکړه څودنوموړي پیښي قربانیان چي ټول ملکی هیوادوال دي له نژدې څخه وګوری.
بالاخره یرغلګروځواکونودولسي جرګې دمشهوري غړي اغلي صفیې صدیقي پرکورهم دنوروهیوادوالودکورونوپه څېردافغاني اوبین المللي قوانینواوارزښتونوخلاف یرغل وکړاودکورنۍ یوتن غړی امان الله یې په بې رحمانه توګه وروواژه .وکیلي صفیې رسنیوته وویل : کله چي بهرنیوعسکروددې اونوروګاونډیانودکورونوتلاشي پیل کړه ،دحکومت څخه یې دمرستي غوښتنه وکړه ،خو امریکایې پوځیانوافغان عسکروته اجازه ورنه کړه چي مرستي ته یې ورسي .دننګرهاردامنیې قوماندانۍ ویاندسمونوال عبدالغفوروایې چي : امریکایې ځواکونوددوی دخبرتیاپرته نوموړي عملیات ترسره کړي دي .امریکایې قواووبیادتلپه څېر دا(دصفیې پرکور)عملیات هم دترهګروپرضدنومولي اووایې چي وژل سوی کس (امان الله )دمخالفینویو وسله وال قوماندان ‌‌ؤ،نه یوملکي افغان .
دمظلوموافغانانووژل ،نیول ،تړل ،شکنجه کول ،بمبارول ،تلاشي کول ،په سپیوداړل ،په قفسونوکي اچول اوبې عزته کول هغه کلمې دي چي دامهال درسنیواودحکومتي اوولسي کړیواوافرادوترمنځ ترنوروهغوڅوواره زیاتي تکراریږي اوبیانیږي .دکال په ټولوشپوورځوکي داسي ورځ نه ده شپه سوې اوشپه نه ده سبا سوې چي دملکي هیوادوالودوژنو ،نیونو ،بمبارونو او..... راپورونه دي نه وي پکښي خپاره سوي .غواړوچي دخپلي دغي ادعادثبوت لپاره په لاندي کرښوکي دهیواددګوټ ګوټ څخه دوروستیو ملکي تلفاتوهغه ارقام وړاندي کړوچي دنړیوالواوکورنیوخپلواکورسنیوله لوري نشرسوي اودعاملینوله خوایې هم تائیدسوي دي .
لراوبرداپریل پر۳۰مه لیکي چي د زابل ولايت د جلدک په سيمه کي يو سراچه ډوله موټر ، چي د کندهار څخه مخ پر زابل روان وو، د ناټو ځواکونو له خوا تر ډزو لاندي ونيول سو چي په پایله کي یې دوې ښځي او يو ماشوم وژل سوي اودوه تنه ټپیان سوي دي .دغه رازد همدې ورځي په یوبل خبرکي راغلي چي د فرانسې د دفاع وزارت وویل چي : د کابل په سروبي ولسوالي کي يې د رواني مياشتي په پيل کي د تېروتني له امله څلور ملکي کسان وژلي او يویې ټپي کړی دی .د فرانسې حکومت ويلي دوى د ملکي کسانو پر دې مرګ ژوبله خواشيني دي اووایې چي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د دوى پر پوځيانود ترسره سوي حملې دځوابي ډزوله امله یې پنځه ملکي ځوانان په نښه سول، چي څلور يې مړه او يو ټپي سو.
رسینوداپریل پر۲۷مه دکندوز د دشت ارچې ولسوالې څخه خبرورکړچي دځایې اربکیانوپه توغندویوکې چي پریوکورراپریوت درې ماشومان وژل سوي اودهمدغي کورنۍ څلورتنه غړي ژوبل سوي دي .
راپورلیکي چي سیمه ییزخلګ دهمدې پیښي پرتائیدسربیره له ځايي مليشوڅخه سرټکوي چي د ورځي له دوی (اربکيانو) اودشپې له امریکایې شپيشل فورس ځواکونو له چاپو څخه په تنګ راغلې دي
داپریل پر۲۴مه امریکایي ځواکونو دلوګر ولایت مرکز ته نیژ دې دکمال خیلو په کلی کی په یوه کور یر غل وروړي کورته له ننوتو سره سم یې دکور په خلګو بې دریغه دزې کړې دي. دنوموړي کور څلورتنه غړي یې شهیدان کړی او دوه نور یې له ځان سره دبندیانوپه توګه بیولي دي . ولسي خلګودیادي سوي پیښي په سهاردلوګرولایت مرکزپل علم کي په یوپراخ لاریون لاس پوري کړاودکابل – ګردیزلویه لاریې دروځي ترډېره دترافیکوپرمخ تړلې وه .مظاهره چیانودبهرینوځواکونوپرضدشعاونه ورکول اودوژل سووولسي وګړوقاتلانوته یې دسزاغوښتنه کوله ،وروسته قهریدلولاریون کونکودخارجي ځواکونوپراکمالاتي کاروان بریدوکړاودنوموړي کاروان لسګونوموټرانوته یې اورواچاوه .
نیویارک ټایمر او وال سټریټ ژورنال خبر ورکوی چی امریکایی پوځیانوداپریل پر۲۰مه په خوست کی دملکي وګړوپر یو موټر ډزي وکړې چی په نتیجه کی یې څلور ملکی افغانان شهیدان کړل .
داپریل پر۱۳مه خبرونه وایې چي د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د ولسي وګړو پر يوه موټر بمبار کړی او دوه تنه يې وژلي دي .ولسوال پېښه منلې او ويلي يې دي چې له الوتکې غورځول سوو پاڼو کې بمبار کوونکي سپېشل فورس ځواکونه ښودل سوي دي .
داپریل پر۱۲مه کورنیواوبهرنیورسنیوخبرورکړچي د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي بهرنيو سرتيرو پر ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر ډزي کړي او ٢٢ تنو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده .پیښه هغه وخت رامنځته سوه چي نوموړی موټرد کندهار څخه د هرات په لور روان ‌ؤچي د بهرنيو سرتيرو له کاروان سره مخامخ اودپیښي ښکارسو. دې پیښي دولسي خلګوسخت غبرګون راوپاراوه اودنړیوالوڅخه یې دبیګناه افغانانودقاتلینودمحاکمې غوښتنه وکړه .
داپریل پر۶مه لراوبرویبپاڼي خبرورکړ چي دهلمندولایت دګریشک ولسوالۍ دیخچال په کلي کي د امريکايي الوتکو په بمباريو کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي. د اخترمحمد او محمدفاروق په نوم د يخچال کلي اوسېدونکو د چين د شنهوا آژانس ته ويلي چي په دې پېښه کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.د ملکي کسانو دغه مرګ ژوبله په داسي حال کي رامنځته کېږي، چي کرزي پرون په کندهار کي د امريکا نظامي قومندان له دې امله وستايه چي د راتګ راهيسي يې په افغانستان کي د بمباريو له امله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي لږوالى راغلی دی.
د ناټو ځواکونو قوماندانۍ رسماً نن د دوشنبې داپریل پر۵مه دا ومنله چې د فبرورۍ میاشتې په دولسمه نیټه یې د پکتیا مرکز ګردیز په یوه کور کې پینځه بي ګناه افغانان په خطایۍ سره وژلي دي.د ایساف یو بیان وایې چې په دغو پینځو تنو کې دری میرمني وي چې یوه یې امیداوره وه.رپوټ کاږي چې دغه پینځه تنه په خطايي سره چې ګواکي ترهګر به وي د افغان او ناټو ځواکونو د ګزمې سره مخ شول او له مینځه ولاړل .ناټو ځواکونو تر دغه برید وروسته ویلي وو چې وژل شوي کسان ترهګر دي ،نه ملکیان ولي اوس یې دمنلوترڅنګ په دغه پیښه خپل ژور خفګان څرګند کړی دی .
دمارچ پر۱۳مه امریکايي عسکرودکونړولایت داسمارولسوالۍختيځ لوري ته د\"اغزباغ \"په کلي کې د\"انځرګل \" نومي هیوادوال په کورباندې وسله وال بريدترسره کړچې له امله يي نهه تنه دکورنۍ غړي ځای پر ځای شهيدان اوپنځه نوریې سخت ژوبل سول .دسیمي دخلکوپه ويناچې انځرګل اودکورنۍ وژل سووغړویې دطالبانوسره هیڅ ډول تړاونه درلود.
دمارچ پر۲۱مه امریکايي ځواکونو د میدان وردګ د بند چک په ولسوالۍ کې په یوه کور چاپه اچولي اوپه ترځ کې یې یو اویا کلن د سیمې ولسي سړی په ډزو سره وژلی دی.ویل کیږي چې دغه سړی غني خان نومیده او د بند چک د سیاب د کلي اوسیدونکی وو.
بینواوبیپاڼه دمارچ پر۲۰مه خبرورکوي چي تېره ورځ دهرات ښار دشیدائي پر سړک یواتلس کلن ځوان دآیساف ځواکونو لخوا ددرېدو اشارې ته دنه پاملرني په ګناه هغه مهال ووژل سوچي، مقصودمنزل ته دژررسیدوپه موخه یې چټک چټک ګامونه اوچتول .
رسینودمارچ پر۱۴مه خبرورکړچي امریکایې ځواکونوتېره شپه دپکتیاولایت دزرمت ولسوالۍ ددولت زیوپه سیمه کي پریوې دیني مدرسې بمباري کړې چي په پایله کي یې دنوموړي مدرسې ودانۍ په بشپړه توګه تخريب سوې اوپکښې ميشت څلورتنه کم عمره شاګردان شهيدان او درې تنه نوریې سخت ژوبل سوي هم دي .راپورزیاتوي چي سهارددې سيمي ګڼ شمیرخلکودمدرسې دنړیدلي ودانۍڅخه دشهيدانوجسدونه راايستلي اوغواړي چې ددې ولسوالۍمرکزته يي داحتجاج په توګه انتقال کړي څوچارواکوته وښیې چې دتېري شپې دبمبارۍ قربانيان يوازي هغه یوڅوتنه کم عمره شاګردان دي چې دشپي له خوا هم دمدرسې په ودانۍکې دديني زدکړواودقران شريف ديادولوپه موخه پاتي ووچې دامریکايي ځواکونودبي رحمه بمباري ښکارسول .
.
دپژواک اژانس دخبرپه استناد دمارچ پر۱۱مه دامریکایې ځواکونودبې پیلوټه الوتکوپه بریدکي دهلمنددنادعلي ولسوالۍدمارجې د\"تريخ ناور\"د\"ميرحمزه خان\" په کلي کې ديوه کوردرې غړي چې يوماشوم ،بله ښځه اوبل ددې کورخاوندوو ،درې واړه ځای په ځای شهيدان سوي دي .خبرزیاتوي چي تېره ورځ (دمارچ پر۱۰مه) هم دمارجې په همدې سیمه کې په يوه موټرسايکل سپاره یوسړی یوښځه اودوه ماشومان یې چي سیمه ییزکلینیک ته دتداوي په غرض روان وو. په لاره کې دامریکايي ځواکونود الوتکي ښکاراوڅلورواړه شهیدان سول .
دمارچ پر۱۰مه امریکايي ځواکونو دکونړولایت دماڼوګی ولسوالۍد\"خاتي بانډه \"په سيمه کې دیولړعملیاتوپه ترځ کي لومړۍ دخلکودکورونودروازي په راکيټونوويشتلي ،بيايي خلګ تلاشي کړي دي اوپه پای کي یې پنځه تنه عام خلک شهيدان کړي اودرې نوریې بیا ژوبل کړي دي .دسیمي خلک وايي چې امریکايي ځواکونودخپلوعملياتوپه پای کې څوتنه بي ګناه خلک چې ددې سیمي اوسيدونکي دي له ځانوسره دبنديانوپه توګه بیولي هم دي .داپه داسي حال کې چې دامریکايي ځواکونومشرقوماندان مک کرسټل په دې وروستيوکې اعلان کړی ووچې نور به بيادشپي له مخې داولسي خلکوپه کورونوچاپي نه اچوي اوکه وي هم هغهبه ددافغان ځواکونوسره په ګډه همکارۍ ترسره کيږي .
دمارچ پر۹مه اسوشیټیډپریس خبرورکړچي دهلمند دمارجې د\"خليفه محمدشاه \"چاراهيپه سیمه کې دامريکايي ځواکونوله لوري ددې سیمي يوشمیرخلک ورغوښتل سوي وو چې ددوی قرارګاه دننوتلوپه وخت کې ددغوخلکوپه ټونيس دوله موټرامریکایې عسکروبريدوکړچي له امله يي شپږتنه سیمه ییز سپين ږري شهيدان اودرې نوریې ژوبل سول چې درې واړه اوس هم امریکایې قواووپه سیمه ییزروغتون کي ترتداوي لاندي دي .
ماخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادۍ راډیو،اسوشیټیدپریس اژانس ،پژواک اژانس ،اسلامي اژانس ،لراوبرویبپاڼه ،بینوا،اوټول افغان .ددې ليکني لپاره عکسونه له دې ويبپاڼي څخه اخستل سوي دي
 
http://www.thewe.cc/weplanet/asia/afghanistan/afghanistan.html