بېل يې کړه ،اېل يې کړه

سيدسعيد
په هندکي دامریکا پخواني لوي سفیر«رابرت بلکویل »دټایمزآف انډیاسره په مرکه ویلي چي :امریکا په افغانستان کي دورپیښي ناکامۍ څخه دوتلو یوه لارلري هغه داچي دغه هیواد(افغانستان )پردووبرخووویشي .په شمال کي دوی (یرغلګر)میشت سي اوجنوب طالبانوته پریږدي اودهمدې ځای څخه پرجنوب حملوته زورورکړي .
په دې وروستیوکي دافغانستان په اړه دامریکااوناټود لوړپوړوسټودضدونقیض څرګندونواوکړنوڅخه داسي بریښي چي دبلکویل یادي « اوتي بوتي » دده شخصي نظرنه وي ،بلکي دپردې ترشا دهمدې کرغیړني لوبي پرعملي کولوکارروان وي .دبېلګې په توګه په افغانستان کي دیرغلګروځواکونودنوي قوماندان جنرال پیټریوس هغه طرحه یادولای سو،چي غواړي په افغانستان کي قومي بدنامه ملیشې زیاتي اوبیایې ترمنځ دقومي ،سمتي اوژبني ړوندتعصب توخمونه وپاشي چي ،په پایله کي یې ښکېلاک دخپل ازمایل سوي فارمول «بېل یې کړه ،اېل یې کړه » پربنسټ خدای ج مکړه افغانستان تجزیه اودخپلونړیوالورقیبانوپه
ځانګړي ډول په افغانستان کي دننه اوبهریې دمسلمانوازادي غوښتونکوځواکونوپرضد دیوپاخه مورچل په توګه وکاروي .
استعمارګرودتاریخ په بېلابیلوپړاونوکي دډیروواحدملتونوپرمرۍ دبیلتون چاړه راکش کړې ده اوبیایې دهمدې واحدملت بیلي کړي ټوټې په خپل منځ کي سره غوښي اوچاړه کړي دي چي ،ددې خاوریني کرې پرمخ یې بې شمېره بیلګې سته .دنورودیادولوڅخه که تېرسویوازي عربي نړۍ ته سرورښکارکړو،وینوچي ورور،دورورپرضدګوته پرماشه دی اودهمدې وروردخطردمخنیوي په خاطریې دلویدیځ وحشي پوځیانوته په خپله غیږکي ځای ورکړی دی اودهغوی ددې ستراحسان !! (په خپله خاوره کي یې دهغوی دپوځونوشتون )په بدل کي یې هرډول سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي اواجتماعي فرمایشونه مني اوپلي کوي ؛که څه هم سرراسرداسلا
مي ارزښتونواوملي منافعوپرضدیې وي .
دادهغي عربي – اسلامي نړۍ حال دی چي عظمت اوپرتم ته یې دقیصراوکسرا ی پړسیدلي امپراتورۍ پرسجده پریوتلې اودمسلمانانو دیووالي ،سپیڅلتیا،شجاعت ،اخلاص اوصداقت له امله دنړۍ ګڼ شمېرملتونه سلامي سول .خوافسوس چي زموږڅخه اوس دخپلوریښتنوسلفوروښانه کړنلاره اود برم اوعظمت رازورک دی . دریغه چي په عملي توګه لاس په کارسواوددې مظلوم ملت پرهرونه پټۍ کړو.داولي ؟! ځکه چي عمده عامل یې دادی چي ښکېلاک دزراوزورله لاري خپل وفادارګوډاګیان پرمسلمانانوتپلي دي اودمسلمانوعوامودارادواوارمانونوپرضدیې دډیموکراسۍ !! ترچترلاندي دهمدې پردي پالودیکتاتورانومستبدورژیمو
نوته په خپل ملاتړسره پایښت ورکړی دی .
افغان قهرمان ولس چي دتاریخ په اوږدوکي یې دبیلابیلونیواکګروهوسونه خاوري کړي دي اوخپل هویت اواستقلال یې په ډیره ښه توګه ساتلی دی اوس هم باید بیدار وي چی دښمن دماتي او شرمیدو په حالت کی دی ،نوپه یونه یوډول غواړي چی خپل ځان له صحنې وباسي اوافغانان دقومي اربکیوپه نوم په قومي ،ژبني اوسمتي خپل منځي جګړوکي راښکېل کړي .نولهذا ټول پردین اووطن مین هیوادوال بایدتریوه قیادت لاندي په خپل سپیڅلي یون اوپیوستون سره داسلام اوهیواددپټواوښکاره ددښمنانودغه اونوري دسیسې ورخنثی اودافغان ملت دبیلتون هڅي یې ورشنډي کړي .
داچي اوس په افغانستان کي نوی ښکېلاک (امریکا)دزاړه هغه (شوروي اتحاد) په پیروي هغه بدنامه اوناکامه حربه اوتجربه تکراروي چي ،دکمونستانو په واکمنۍ کي یې په عملي توګه خلګوترخه وڅکل ،نه یوازي داچي چورچپاول ،قتل ،وحشت اودقومي تعصب اوریې بل کړ،بلکي خپله دکمونستي رژیم دشوړیدویولامل هم همداملیشې سولې .
لکه څنګه چي په نوي یمه لسیزه کي اسلامي امارت دځواکمن څښتن په نصرت دهیوادوالوپه بشړملاتړاودخپلوقربانیوپه برکت دستمیانو،ګلیم جمیانواوټوپکسالارانوله لوري ګران هیوادافغانستان ته دحتمي تجزیې دګواښ څخه خلاصون ورکړاودیومستقل اوازادهیوادپه توګه یې دشهیدانو،یتیمانواوکړیدلوربړیدلوهیوادوالودهیلواوارمانونوممثل بشپړملي - اسلامي حکومت قایم کړ؛نونن به هم دتېرپه څېردښکېلاک اودهغوی دمزدورانودهرچل اونېرنګ څخه افغانستان ژغوري اوترهغوبه یې پرضدروانه مبارزه جاري ساتي ترڅوصلیبي اشغالګرهم دنورو(نیواکګرو)په شان له خپلي خاوري په ټیټوستوګووشړي . انش
اءالله !