د صحتمندۍ لپاره تاسو اړتیا لرئ چې یو صحی معمول ولرئ. که تاسو د صحتمنو خلکو څخه په منظمه توګه د هغو شیانو په اړه پوښتنه وکړئ، چې دوی یې د ښه صحت لپاره ګاللي، ممکن یو لوی لیست درته چمتو کړي، همداراز په لیست کې به ټول هغه عادتونه هم وګورئ، چې دوی یې په ټول کال کې د صحتمند ژوند لپاره په ځان منلې وي. دغه عادتونه له هغوی سره مرسته کوي، څو یوازې ښه روغتیا ترلاسه کړي.
راځئ چې دا اته (۸) شیان وپېژنو، ځکه دېری خلک ددې په لټه کې وي چې څنګه صحتمند ژوند ولرو؟
لومړی: د شپې تر 10 بجو پورې خپل بستر (خوبځای) ته ولاړ شئ
وختي ویده کېدل او وختي پاڅېدل (ویښېدل) انسان په خوب غني، په ذهن ځيرک او به بدن صحتمنوي. کچېرته د شپې له لس بجو وړاندې خپل بستر ته ولاړ شئ، دا ستاسو د بریالیتوب پایله ده؛ ځکه د خوبځای ته په لسو بجو تلل تاسو ته دا فرصت برابروي، څو ۷ ساعته خوب وکړئ او دا ستاسو په دماغو پورې اړوند مسلو ته خطر کموي.
دوهم: ژر ژر تنفس (ساه) واخلئ
کله چې تاسو د کوم پلان طرحه جوړوئ؛ دا له تاسې سره مرسته کوي چې مثبته انرژي مصرف کړئ. دا معلومه خبره ده چې کله موږ مثبت (ارامه) یو، نو زموږ ذهن هم په آرامۍ احساس کوي. کله چې زموږ ذهن سوله ایز وي، بیا موږ د فشار او ذهني ناامنۍ څخه پاک یو، او موږ رښتیني خوشحالي تجربه کوو. مګر که زموږ ارامه نه وي، نو دا به سخته وي چې خپل ځان خوشحاله وساتو. متخصصین وړاندیز کوي چې دا ډېره مهمه ده چې لږ تر لږه د درې ساعتونو تر مېنځ د لسو دقیقو تمرین وکړئ.
دریم: له نورو خلکو سره اړیکې ونښلوئ
ټولنیز (ګډ) ژوند کولی شي ستاسو فزيکي او رواني روغتیا لپاره یو شمیر ګټي وړاندې کړي. د خلکو، کورنۍ او ملګرو سره ګډ ژوند د ژور خفګان او رواني ستونزو د حل لاره ده. کله چې تاسو د خلکو سره متقابلې اړیکې ښې وپالئ؛ نو خپل ځان به ډیر ځواکمن احساس کړئ.
څلورم: مغز لرونکي اوسئ
اوس د تغذيې پوهان په دې باور دي چې دا اړينه ده چې موږ په خپل ورځني ژوند کې د مغز غذايي مواد شامل کړو. که موږ هره ورځ ۱.۵ اونسه (ګرام) مغز وخورو، نو دا به له موږ سره د زړه د ناروغېو په کمولو کې خورا مرسته وکړي؛ ځکه مغز په زړه کمزوره ناروغانو ته هم خورا ښه درمل دي. په مغزو کې په لوړه درجه مګنیزیم شامل دي، او د زړه د حملې لپاره ښه ډال (سپر) ګڼل کیږي.
پینځم: خپل ژوند او استوګنې ستراتیژیک کړئ
په عصري وختونو کې زمونږ ژوند ډیر بوخت وي، ځکه خو موږ د تمرین کولو وخت نه لرو او له بده مرغه له همدې امله بیا موږ خپله روغتیا هم له لاسه ورکوو. که تاسو داسې دنده لرئ چې ډیرې ناستې ته اړتیا لري؛ نو تاسو باید خپل کار تنظیم کړئ او د تمرین لپاره وخت وټاکئ. تاسو کولی شئ د کاري وخت څخه لنډه دمه واخلئ او د 5 دقیقو لپاره پر لاره قدم ووهئ. دا کار ستاسو د صحتمند ژوند ښه پایله ګرځېدلی شي.
شپږم: مُسکا وکړئ
زموږ بدن نشي کولی د جعلي او حقیقي خندا تر منځ توپیر وکړي. خندا یوه ډیره ښه سرچینه ده چې له لارې یې تاسو کولی شئ له ځنډ څخه مخنیوی وکړئ او په ځینو مواردو کې فشار کم کړي. کله چې موږ مُسکا وکړو؛ زموږ ذهن آرامي اخلي او د دماغي سیستم ټول فشارونه آرامتیا احساسوي.
اووم: اشپزي (پخلی) وکړئ
پخلنځی ته لاړ شئ او د ځان لپاره درملنه (خپل د خوښې او لازم خواړه) چمتو کړئ. تاسې د مناسبې غذا تر خوراک وروسته خپله انرژي په اسانه تولیدوئ او په پاېله کې خپل ځان د هر ډول خوړو سره اشنا کولی شئ، ځکه دا عادت ستاسو ذهن روغ رمټ ساتي. په ټوله نړۍ کې ډاکټران اوس د خوراکي توکو په اړه مریضانو ته ځانګړې لارښوونې کوي، ځکه هر ډول خواړه خوړل انسان ته دماغي او روحي فشار پېدا کوي.
اتم: بهر ته ووځئ (چکر ووهئ)
ستاسې ورځنۍ بوختیاوې او کاري وخت پر تاسو ډېر فشار واردولی شي، ځکه خو بهر ته تلل او چکر وهل ستاسو لپاره یوه ښه دمه ګڼل کیدای شي. غوره لاره دا ده چې په بهرنی فعالیتونو کې برخه واخلئ؛ ځکه دا کار تاسو سره مرسته کوي، څو ستاسې ذهن خپلو فعالیتونو ته په سم ډول ستون شي. دا یو پېژندل شوی حقیقت دی چې بهر چکر وهل تاسې سره مرسته کوي څو فشار په خپل ځان کم کړئ؛ ځکه ستاسو چکر آرام چاپیریال ته ستاسو ذهن له احساساتو او زړه تنګوالي څخه ژغوري.
وروستي