په ښځو کې د بکارت پرده (Hymen) څه ته وايي؟ په اړه اووه (۷) اړين حقيقتونه

په ښځو کې د بکارت پرده (Hymen) څه ته وايي؟ په اړه اووه (۷) اړين حقيقتونه

الله (ج) د انسان وجود په دسې ډول سره خلق کړی دی، چې که په اړه يې ژور فکر وشي، نو دې پايلې ته رسيږو چې الله واحد او په هر څه قادر ذات دی.
 
له عصبي سېسټم شروع بيا د ويني دوران سېسټم، هاضمې سېسټم، تنفسي سېسټم، اطراحيه سېسټم، تناسلي سېسټم او نور. ياد ټول سېسټمونه په دوامداره توګه کار کوي او مهمه يې دا ده چې د يو سېستم غړي مختلفې دندې پر مخ وړی شي. د نارينه او ښځينه تناسلې سېسټومونه نه يوازې د تکثر دنده پر غاړ نه لري، بلکې اطراحيه، تکثري او د جنسي غرېزې د پوره کېدو ټولې دندې پر مخ وړي.
 
په دې لېکنه کې، په ښځو کې له واده مخکې د يو مهم نسج په اړه مالومات او ځينې نور اړين ټکي په ګوته کوو.

د بکارت پرده: د بکارت پرده چې په انګليسي کې ورته (Hymen) وايي، هغه پرده يا نازکه غشاء ده چې د ښځې د مهبل يا تناسلي آلې دننه تيوب یې پوښلی دی. يا په بل عبارت، د بکارت پرده د يو شمېر نسجونو مجموعه ده، چې د ښځو د تناسلي آلې سوری له دننه څخه پوښي او همدارنګه، د بکارت پرده مهبل (Vagina) له فرج (Vulva) څخه جدا کوي.
 
۱- د بکارت پردې بڼه او رنګ: د بکارت پرده د هلال په څېر (کله چې سپوږمۍ يا مياشت مکمله نه وي یعنې نيمه وي نو دغه شکل ته هلال وايي) بڼه يا شکل او ګلابي وزمه رنګ لري. د بکارت پرده په اسانۍ سره نه لېدل کيږي خو لېدنه يې شونې ده.
 
۲- د بکارت پرده په مکمل ډول مهبل Vagina يا دښځې د تناسلي تيوب نه پوښي: په نارمل او روغتيايي ډول سره د بکارت پرده د مهبل يا د ښځې تناسلي آلې لاندې برخه يا سوری پوښوی نه ټول مهبل.
که چېرې د بکارت د پردې په وسيله ټول مهبل پوښل شوی وي، نو دا بيا د بکارت پردې غشاء په غېرې روغتيايي ډول سره نمو کړي او صحي نه ده.
 
۳- د بکارت پرده مياشتني ناروغۍ يا Menstruation دوينې د بهر کېدو لار ده: په بکارت پرده کې دوه کوچني سوري دي، چې له دغه سوريو څخه د مياشتني ناروغي يا Menstruation وينه بهر کيږي، کله چې د بکارت پرده په غېرې نارمل ډول سره نمو وکړي او ياد سوري بند کړي، نو بيا په ښځو کې مياشتنۍ ناروغۍ منځ ته راځي خو وينه نه بهر کيږي، چې دغه ستونزه بيا جراحي عملياتو ته اړتيا لري. ځيني وخت ښځې وايي چې هېڅ مياشتنۍ ناروغي نه لرم، په حقيقت کې مياشتنۍ ناروغي شته، خو د بکارت پردې د سوريو د بندېدو له امله وينه بهر نه وځي.
 
۴- د بکارت پردې دنده: تر ډېرو څېړونو وروسته هم طبي ساينس پوهان په دې نه دي توانېدلي، چې ديادې پردې ځانګړې دنده او ګټه په څه کې ده، دا ځکه چې له جنسي اړيکو وروسته د بکارت پرده له منځه ځي خو کومه روغتيايي ستونزه نه رامنځ ته کوي.
 
۵- د بکارت پردې د پرې کېدو لامل يوازې جنسي اړيکې نه دي: په عامو او نالوستو خلکو کې تر ډېره دا عقيده شتون لري چې د بکارت پردې پرې کېدل او له منځه تلل يوازې او يوازې د جنسي اړيکو پر اساس کېدای شي. دا سمه ده چې د جنسي اړيکو وورسته د بکارت پرده له منځه ځي، خو جنسي اړيکې د بکارت پردې يواځنی لامل نه دی. ټوپ وهل، باېسکل، آس چلول، جمنسټيک کول او ځيې نورې ناروغۍ هم لامل کېدای شي ترڅو د بکارت پرده پرې شي.
 
۶- له جنسي اړيکو پرته د بکارت پردې پرې کېدل نه احساسيږي: کله چې د آس سورلۍ، باسيکل او جمنسټيک تمرين په کولو سره د بکارت پرده څېرې شي، نو درد او نور حس يې نشي کېداي، خو يوازې وينه ترسترګو کېدای شي. د جنسي اړيکو له امله د بکارت پردې پرې کېدنه بيا په ډېره کمه اندازه سره درد لري او حس يې کيږي.
 
۷- د بکارت پرده په ژوند کې يو ځل وي: د بکارت پرده چې يو خل له منځه لاړه شي بيا په هېڅ صورت سره منځ ته نه راځي، تر اوسه داسې جراجي عمليات نه دي تر سره شوي، ترڅو له منځ تللې د بکارت پرده بيا منځ ته راوړي.