
نن چې په کوم وضعیت کې یاست، دا ټول د هغو کارونو پایله ده چې ترسره کړي مو دي او یا یې له ترسره کولو وروسته پاتې شوي یاست. که په ژوند کې له داسې کوم شي سره مخ شوي یاست چې ترې نا خوښ وی، ګناه مو خپله ده. بیا هم که په ژوند کې له کوم څه ځورېږی، همدا تاسو یاست چې بايد د حل لار ورته پیدا کړئ.
تاسو د ځان پر وړاندې داسې مسوول یاست، لکه د یوه شرکت کارکوونکي چې د خپل مشر پر وړاندې مسوول دي. تاسو د خپلو کړنو پر وړاندې مسوولیت لری، ځکه تاسو هغه څه یاست چې خپله مو غوښتي دي.
که وګوری نو په هغه کچه مو پرمختګ کړی چې غوښتی مو دی؛ تر دې نه لږ او نه ډېر مخکې تللي ياست. د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او ټولې هغه لارې چارې وکاروئ چې موخې ته په رسېدو کې درسره مرسته کوي. ټاکنه ستاسو په لاس کې ده، څه ډول چې غواړی ژوند کولی شئ. د بدلون لپاره همدا نن لاس په کار شئ.