هغه څه چې موږ د خپلې مېرمنې پر وړاندې تر سره کوو، له پوره قوت او اهمیته ډک دي؛ ځکه کله چې موږ له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوو، دا په دې مانا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دا څه د مېرمنو لپاره تر بل هر څه ارزښتناک او د قدر وړ دي. هغوی احساس کوي چې خاوند ته یې مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شی، ښکاره ده چې دوی هم له تاسو سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول چاپېریال کې له خلکو سره ښه چلند وکړی، نو په بدل کې به یې ښه چلند ووینی. دا خبره سمه نه ده چې وایي: «ښه مه کوه بد نشته»، بلکې اصلي خبره دا ده چې وایي: « انسان د احسان تابع دی». که مو ښه وکړل په بدل کې به یې ښه وینی او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړی، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوی.
وروستي