له جنسي اړيکو وروسته هغه درې (۳) شيان، چې ښځې يې بايد په هېڅ صورت هېر نه کړي
د ښځې او خاوند ترمنځ د جنسي اړيکو په اړه نه پوهوی د بېلا بېلو ستونزو او ناروغيو لامل کيږي. هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې تر سره کيږي نو بايد دوی په ياد ولري، چې له جنسي اړيکو وړاندې، د جنسي اړيکو پر مهال او له جنسي اړيکو وروسته کومې کړنې بايد تر سره شي او کومې کړنې بايد ترسره نه شي؟
هر کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې په داسې بڼه تر سره کيږي، چې يوازې د جنسي غرېزي لپاره وي، نو پايله کې دواړه (ښځه او خاوند) په يو شمېر ناروغيو باندې ککړېدی شي.
جنسي ستونزې او ناروغۍ که په خاوند کې شتون ولري نو په ډېرې اسانۍ سره ښځې؛ او که په ښځه کې شتون ولري په ډېرې اسانۍ سره خاوند ته لېږدول کيږي، چې په پايله هم په ګډ کورني ژوند او هم په بچيانو بد اغېز درلودلی شي.
په دې لېکنه کې درې هغه څېزونه درته په ګوته کوو، چې يوه ښځه يې بايد له جنسي اړيکو وروسته په هېڅ صورت هم هېر نه کړي.
۱- له جنسي اړيکو وروسته په صابون ځان مېنځل Lathering up:
کله چې جنسي اړيکې ترسره شي، نو له هغې وروسته په صابون سره د بدن مېنځل له روغتيايي اړخه بد اغېز کوي. که څه هم داسې فکر شتن لري، چې صابون هر ډول مېکروب، چټلۍ او ويرسونه له منځه وړي، او له جنسي اړيکو وروسته د بدن پاکوالي په موخه هڅه کيږي، چې وجود په صابون سره پرې مېنځل شي.
له جنسي اړيکو وروسته په صابون سره د بدن مېنځل په ښځو کې ستونزې رامنځ ته کوي، د بېلګې په ډول:
صابون په خپل جوړښت کې کيمياوي مواد لري، چې له جنسي اړيکو وروسته په صابون سره ځان مېنځل ښايي د وجود لپاره د حساسيت يا الرجۍ لامل شي.
له جنسي اړيکو وورسته که ښځې په صابون وجود مينځي، نو د ښځو د تناسلي آلې (فرج) د وچوالي سبب کيږي، چې د فرج وچوالی د جنسي اړيکو په وخت کې د درد لامل کيږي.
له جنسي اړيکو وروسته په سمدلاسه ډول په صابون سره وجود مېنځل، په ښځو کې د تناسلي آلې (فرج) د درد، خارښت او ناراحتۍ لامل هم کيږي، چې بايد په کلکه يې مخنيوی وشي.
۲- له جنسي اړيکو وروسته تشناب ته تلل (ادارار کول):
کله چې جنسي اړيکې تر سره شي، نو يو شمېر مضرې بکترياوي د ښځو د تناسلې آلې څخه د دوی مثانې ته لار پيدا کوي، د مثاني د ميکروبي کېدو، ککړېدو او عفوني کېدو لامل کيږي.
غوره ده، چې د جنسي اړيکو وروسته په داخل د يو ساعت کې ادرار (تشي متيازې) وشي، ترڅو هغه مضرې بکترياوې، چې د جنسي اړيکو په وخت کې يې مثانې ته لار موندلي، د ادرار په وسيله بېرته له مثانې بهر شي.
۳- له جنسي اړيکو وروسته په ګرمو اوبه سره لمبېدل Having a hot tub:
لکه څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه، چې له جنسي اړيکو وروسته په سمدلاسه ډول په صابون سره د بدن مېنځل په ښځو کې ستونزې رامنځ ته کوي، نو د صابون پر ځای غوره ده، چې ښځې له جنسي اړيکو وروسته په تودو او ګرمو اوبو سره حمام ولري.
پرته له صابون څخه په ګرمو اوبو سره حمام کول يا لمبېدل هغه بکترياوې چې د جنسي اړيکو په وخت کې تحريک شوې دي او يا هم د خپل خاوند مضرې بکترياوې د ښځې وجود ته تګ کړی، نو په ګرمو اوبو سره له منځه ځي او وژل کيږي.
په عمومي ډول ښځه او خاوند له جنسي اړيکو وړاندې او له هغې وروسته د خپل ځان او يا هم د ژوند د ملګري د روغتيا په فکر کې نه وي، بلکې په ساده ډول د خپلې جنسي غرېزې د پوره کېدو په لټه کې وي، چې دغه بې غوري بيا له ځان سره ډېرې ستونزې منځ ته راوړي.
له جنسي اړيکو وروسته خوب کول يوه عامه پديده ده، له جنسي اړيکو وروسته بيده کېدل په دې مانا دي، چې په زيات شمېر مضرو بکترياوو ته هم اجازه ورکول کيږي، ترڅو په ارام ډول سره د وجود ټارګيټ يا مطلوبو برخو ته ورسيږي او په راتلونکې کې د بېلا بيلو ناروغيو لامل شي.
وروستي