غزل

بیا به ابابیل د ابرهه فیلان په نښه کړي
بیا که ابرهه یې ورانیدو ته ملا تړلې وي
دا خاوره به ساتي ذو رُغاله خواري مه کوه
څومره که دې ورا د ابرهه وو پنډې کړې وي
زما د لمن اور به خدای کراره خواري مه کوه
تا که یې اورونو ته خځلې ښې راوړې وي
بیا به مې بریا تاریخ په نوم لیکي افغان یمه
خیر که فرګنې دې د عسکرو رابللې وي
زه د ازادۍ مارغه به بند په لومه نشمه
څومره که دامونه وي او لومې دې پاشلې وي
بیا به وا عاکفه د شمشاد او د پامیر له غیږ
ډول د ازادۍ وي ترنم به وي سندرې وي