راوړه سولې راوړه په اوربل کې څو ګلان راوړه
راشه ازادۍ سره جوړه زړو ته درمان راوړه
راشه ښاپیرۍ په هره خوا ښکلاوې وشینده
ورکې بدرنګۍ کړه د وختونو مو ارمان راوړه
هغه یوسف مخی ګل طالب به کله و وینم
واک یې خدایه یو ځلې ته بیا په کابل جان راوړه
څو دیوانو بیا کړه را ایساره ښاپیرۍ سوله
راشه وا شپونکیه یو څو بوټي د بیابان راوړه
څو سړي خورو بیا اراده د بدو کړې ده
وا سپینه طالبه پرې د سولې یو پیمان راوړه
بیا د اریانا چوک د یو بل نجیب په طمع دی
دار راوړه رسۍ راوړه د دار پرې یو فرمان راوړه
څو توري عاکفه د موسکا غمجنو زړونو ته
راوړه د خوښیو څو لفظونه له دیوان راوړه
وروستي